د افغانستان او پاکستان په سياسي او دوه اړخيزه اړيکو کې بې ثباتي له کلونو راهيسې يو حاکم فکټور دی چې زيات زيان يې افغانستان ته رسيدلی دی. دغه بې ثباتی د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو امنيتي ځواکونو ترمنځ اکثره وخت په نظامي تاوتريخوالي هم اوړي چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ له کرښې د تېريدونکو نقطو د بنديدو سبب کېږي، چې دا چاره افغان مسافرو او سوداګرو ته په افغانستان او پاکستان کې اقتصادي ستونزې او ننګونې پيدا کوي. که څه هم افغانستان په ځلونو له پاکستان غوښتې دي چې د افغانستان او پاکستان سياسي اړيکې بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته زيان وا نه ړوي خو بيا هم پاکستان دغې ژمنتيا ته په پوره ارزښت نه دی قايل شوی او هر ځل يې افغانستان له خوږ ګوتې نيولی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان دوديزه پاليسي او دوام یې
سره له دې چې پاکستان ځان تل د افغانستان نږدې دوست ګڼي، خو په افغانستان کې عام ذهنيت ښودلې چې پاکستان د افغانانو پر وړاندې همېش په افغانستان کې د خپلو ستراتيژيکو ګټو د تر لاسه کولو لپاره دوديزه دوه ګونې پاليسي کارولې/کاروي، چې د دې پاليسۍ په چوکاټ کې وخت ناوخت په پاکستان کې د افغان مهاجرينو، مسافرو نيول او ځورول، د افغان مسافرو او سوداګريزو مالونو پر وړاندې له کرښې د تېریدونکو نقطو (تورخم، ډنډ پټان، غلام خان، انګور اډه او د سپین بولدک دروازو) تړل، د پاکستان کراچۍ بندر او د پاکستان په خاوره کې د ننه د افغان سوداګرو د مالونو په غير قانوني ډول توقف، ځنډ، په غير قانوني توګه ماليه اخيستل او داسې نور موارد دي چې پاکستان يې په افغانستان کې د هر حاکم نظام په مقابل کې د سياسي فشار په توګه کاروي.
افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په بيا ځلې واک ته رسېدو سره هم مهاله پاکستان کې بريدونه زيات شول چې د اکثريت بريدونو مسؤولیت د پاکستاني طالبانو (تحريک طالبان پاکستان) ډلې پر غاړه اخيستي دي، د پاکستاني طالبانو بريدونه د دې لامل شوي چې د افغانستان او پاکستان اړيکو ته زيان ورسېږي، ځکه پاکستان دا تورونه لګوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې پټنځایونه لري او د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي. دغه حالت د پخوا په څېر د دواړو هېوادونو سياسي او دوه اړخيزې اړيکې غير عادي ساتلې دي چې پاکستان پر افغانستان د فشار واردولو لپاره پخواني چلند ته دوام ورکړی؛ په پاکستان کې د افغانانو د نيولو، وخت نا وخت د افغان سوداګرو مالونو ته د پاکستان خاورې ته د داخليدو لپاره د اجازې نه ورکولو او برعکس، همدارنګه د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا غير قانوني سرغړونې دي چې پاکستان غواړي د افغانستان چارو کې ځان داخل وګڼي، نړۍ ته ځان د تروريزم قرباني معرفي کړي او وضعيت په خپله ګټه وڅرخوي.
د پاکستان همدې موخو د تعقيب لپاره د حامد کرزي په دوره کې په سوداګريزه راکړه ورکړه کې د افغانستان ډېره اتکا پر پاکستان وه چې د اړيکو د خرابېدو په وخت کې پر افغانستان کې د خوراکي توکو د بيو لوړېدو باندې يې مستقيم اغېز لرلو خو د محمد اشرف غني په دوره کې په سوداګريزه راکړه ورکړه کې افغانستان پر پاکستان د نه اتکا ستراتيژي غوره کړه او د پاکستان پر ځای د مرکزي اسيا هېوادونو سره دوه اړخيزې سوداګرۍ رامنځته کول او د سيمې او له سيمې ليرې هېوادونو ته د افغاني صادراتو لپاره هوايي دهليزونو ايجاد ته لومړيتوب ورکړل شو، چې دغې ستراتيژۍ په تطبيق سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخيزه تجارت د لومړي ځل لپاره ډېرې ټيټې کچې ته را ښکته شو چې زيات اغېز يې پر پاکستان وکړو، افغانستان د پاکستان د سياسي فشارونو له يو حالت څخه ځان ويستلو او له سيمې او نړۍ سره یې په سوداګريزه برخه کې نوی باب پرانيست چې ورسره د افغاني صادراتو ارزښت لوړ او نړيوال شهرت یې پيدا کړ.
د دې لپاره چې افغان بزګران او سوداګر په مالي لحاظ زیانمن نه شي او پر پاکستان او د پاکستان له لارې په ترانزیټ سوداګري اتکا را کمه شي په کار ده د افغانستان دولت په کور دننه اغېزمنو تخنيکي ميکانيزمونو باندې کار وکړي او له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ د پراختيا لپاره بديلونه انتخاب کړي.
د سړو خونو او نورو اسانتياوو رامنځته کول
سره له دې چې په افغانستان کې د اوبو مدیریت او له هغوی څخه په سمه توګه استفاده تر اوسه ننګونکې موضوع ده، خو بيا هم دغه هېواد هر موسم کې زياته اندازه ميوه او سبزيجات توليدوي چې په کور دننه مصرفېږي او ګاونډيو هېوادونو ته په کافي اندازه صادريږي. سربېره پر دې افغانستان کې د ميوې او سبزيجاتو د مدیریت، بازار موندنې او زيان مخنيوي په اړه مؤثر، تخنيکي او مسلکي اقدامات تر کار لاندې نه دي نيول شوي چې په دايمي توګه د افغانستان مېوو او سبزيو ته په کور دننه او بهر بازار پيدا کړي او له دغې ستونزې څخه هر کال د افغانستان بزګرو او سوداګرو ته مالي زيانونه اوړي. ښه بېلګه یې د افغانستان او پاکستان د خرابو اړيکو په وجه پاکستان ته د داخلېدو لپاره د افغانستان په مېوو او سبزيو بار لاريو ته پر وخت اجازه نه ورکول دي، چې له امله یې ميوې او سبزۍ خوسا او له منځه ولاړې شي.
د دې لپاره چې د افغانستان مېوې او سبزيجات له زيانمن کېدو وژغورل شي، يوازې په يو مارکيټ اتکا ونشي او په کور دننه ورته مساعد بازار پيدا شي افغانستان دولت ته په کار ده چې د هېواد په پنځو زونونو کې د مېوو او سبزيو لپاره سړې خونې جوړې کړي، د دې کار لپاره د افغانستان دولت بايد د دولتي سکتور تر څنګ خصوصي سکتور وهڅوي، په ګډه د پانګوونې لپاره مناسب او د پام وړ شرایط برابر کړي څو هر کال په سړو خونو کې د ساتلو لپاره دولتي او خصوصي سکتور له بزګرو څخه مېوې او سبزيجات واخلي او یا یې بزګر په هماغو سړو خونو کې د کرایې په ډول خوندي کړي، ترڅو بزګر د دې توانایي پيدا کړي چې خپل حاصلات خوندي وساتي او د مني او ژمي په موسمونو کې يې کورني بازار ته وړاندې کړي. د دې کار يو ګټه به دا وي چې افغانستان مېوې او سبزيجات به په کور د ننه او سيمه کې خپل ارزښت پيدا کړي او د مني او ژمي په موسمونو کې به افغانستان اړتيا ونه لري چې له ايران او پاکستان څخه ميوې او سبزيجات وارد کړي، بلکې افغانستان به خپلې اړتياوې له خپل بازار څخه په ارزانه بيه پوره کولای شي. همدارنګه دولتي او خصوصي سکتور بايد د افغانستان بېلابېلې مېوې پروسس کړي څو له اړوندو مېوو څخه فرعي او نهايي تولید رامنځته کړي او د چمتو کولو، بسته کولو، خوندي کولو، وچولو او داسې نورو ترتيباتو لپاره تخنيکي اسانتياوې برابر کړي چې دا کار په هېواد کې د عايد، د کاري پراختيا، خود کفايئ او نورو هېوادونو ته د صادرولو باعث کېږي.
د افغاني صادراتو لپاره د پاکستان پر ځای بديلې لارې
که څه هم د افغانستان او پاکستان سياسي او دوه اړخيزه اړيکو کې دوامداره بې ثباتي د کلونو بې خونده سناریو ده چې هر کال زيات اقتصادي زيان يې د افغان سوداګرو مالونو او پاکستان ته د افغانستان د مېوو او سبزيو صادراتو ته اړولی. دې حاکم فکټور ته په کتو د افغانستان دولت ته په کار ده چې پر پاکستان سربېره له نورو ګاونډيو، سيمې او نورو هېوادونو سره د ترانزيت او دوه اړخيزه سوداګرۍ په برخه کې عملي اقدام وکړي څو د افغانستان صادرات پرته له کوم خنډ او ځنډ بهرنيو بازارونو ته کم وخت کې ولېږدول شي.
د همدې موخې لپاره افغانستان دوه مناسب او غوره بديلونه له چين سره د واخان د لارې جوړول او خلاصول او له هند سره د چابهار بندر فعالولو ته لومړيتوب ورکول دي چې چين او هند د افغانستان د صادراتو لپاره دوه ستر او نږدې بازارونه ګڼل کېږي. د افغانستان دولت کولی شي چې له چين سره د واخان د لارې په جوړولو او خلاصولو کې چين پانګونې او همکارۍ ته ليواله کړي او له دې لارې چين او افغانستان دوه اړخيزه سوداګري لا زياته او پراخه کړي، دغه راز د افغانستان دولت له هند او ايران سره له ډيپلوماټيکو لارو د چابهار بندر د پياوړتيا، د تخنيکي اسانتياوو او سوداګريزو مالونو د انتقال لپاره ډيالوګ رامنځته کړي ځکه هند د دې پروژې ستر پانګوال دی او هند غواړي چې د افغانستان اسلامي امارت په نظام کې د چابهار بندر فعال او له دې بندر له لارې له افغانستان او مرکزي اسيا سره وصل شي.
همدارنګه چين، جاپان، ترکيه، قطر او متحده عربي امارات يو له هغو هېوادونو څخه دي چې د افغانستان اسلامي امارت سره صمیمانه اړيکې پالي، له يادو هېوادونو سره افغانستان کولی شي د افغاني صادراتو لپاره هوايي دهليز ايجاد کړي څو د هوايي دهليز له لارې افغان سوداګر خپل مالونه لکه وچه او لمده مېوه او نور توليدي توکي ولېږدوي خو دغه کار د ډيپلوماسۍ له لارې پیاوړي او دوامداره ډيالوګ ته اړتيا لري چې د افغانستان دولت يې بايد تعقيب کړي او په کار ده چې د افغانستان دولت د هوايي دهليز له لارې د افغانستان صادرات هر کال صورت ونيسي څو افغانستان د نړۍ له نورو هېوادونو سره پراخه دوه اړخيزه او څو اړخيزه سوداګريزې اړيکې جوړې کړي او هم د افغانستان صادرات د نړيوال شهرت پيدا کولو لپاره ډېرو او تر لرې- لرې هېوادونو ته ورسيږي او هم په کور دننه ورته تخنيکي، مسلکي او خوندي اسانتياوې برابرې شي.
دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، وصال ټلوېزیون یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.
د ليکوال په اړه: څېړندوی معصوم جان معصومي د افغانستان علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا انسټیټیوټ علمي غړی. معصومي د افغانستان، د افغانستان اړوند د جنوبي اسیا او مرکزي اسيا د روانو چارو څېړونکی دی چې په بېلابېلو نړيوالو ژورنالونو، څېړنيزو ادارو په وېب پاڼو او رسنيو کې علمي او تحليلي تبصرې او مقالې خپروي.
Views: 27