امیر شیر علي خان د افغانستان په معاصر تاریخ کې د اصلاحاتو او عصري حکومتولۍ بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي. د ده واکمني (۱۸۶۳–۱۸۷۹ز) د بدلون، تجدد غوښتنې او د داخلي اختلافاتو د راکمولو هڅو یوه مهمه دوره وه. د امیر اصلاحات، د کابینې جوړښت، د ملي مطبوعاتو بنسټ، او د بهرنیو اړیکو سیاست هغه موضوعات دي چې د افغانستان د دولتدارۍ په تاریخ کې ځانګړی اهمیت لري.

د لومړي ځل لپاره د افغانستان په معاصر تاریخ کې عصري حکومتوالي د امیر شیر علی خان په وخت کې جوړه شوي او هغه وکولاي شو چې د علامه سیدجمال الدین افغان په مشوره یوه پراخ بنسټ نظام او یا حکومت جوړ کړي خو له بل اړخ څخه هغه و نشو کولاي چې افغان اعتماد او باور ولري، دا ځکه چې علامه افغان د هغه د ورور محمد اعظم خان خصوصي استاد او معلم پاتي شوي وو.
معمولاً په سلطنت او شاهي نظام کې د کابیني غړي او وزیران ټول د یوي کورني غړي او سره خپلوان وي خو د امیر شیر علي خان په کابینه کې د هغه دفاع وزیر د پنجشیر د هزاره د درې څخه وو چې سپه سالار حسین علي خان نومېده او همدا شان د هغه سلطنت په کابینه کې صدراعظم سید نور محمد شاه د ساداتو قوم پوري منسوب وو چې کلونه راهیسي د کابل کارته نو سیمه د هغه په نوم یادېږي.
د بهرنیوچارو وزیر ارسلا خان او د کورنېو چارو وزیر عصمت الله خان جبارخیل نومېده، حبیب الله خان وردګ د مالیې وزیر «مستوفي الممالک» او صفدر علي خان نایب سالار وو، قاضي عبدالسلام د عدلیې وزیر او قاضي عبدالرحمن قاضي القضات وو.
د شمس النهار ملي جریده د امیر سلطنت په وخت کې جوړه او میرزا عبدالعلي خان یې محرر او یا په بل عبارت مسؤول مدیر وو.
سره له دي چې امیر شیر علي خان ښه اصلاحات رامنځته کړل خو د هغه په دوره کې د خپلو ورونو سره د اختلافاتو امله یې ونشو کړای ښهپرمختګ وکړي، دغه راز د انګریزي استعمار ښکیلاک او، بل اړخ ته د روسي تزار د رقابتونو او سیاستونو تر منځ ګیر پاته شو.
کله چې د هغه ورور محمد امین خان او د امیر زوي محمد علي خان د کندهار مخامخ جګړه کې په خپلمنځي تن په تن جګره کې د قدرت په سر ووژل شول، نو دغه وضعیت د امیر په روحي وضعیت او معنوي قوت منفي اثر او اغیزه وکړ.
د امیر بله اشتباه دا هم وه چې هغه خپل اوه «۷» کلن زوي د عبدالله په نوم ولیعهد کړ، د شهزاده عبدالله مور د پنجشیر او سپه سالارحسین علي خان خور وه. د امیر د دغه ټاکني سره د هغه ځوان زامن محمد ایوب خان چې د هرات والي او امیر محمد یعقوب خان چې ښه تکړه مجاهد وو اختلاف درلوده نو هماغه وو چې امیر محمد یعقوب خان د پلار لخوا زنداني او د کابل په بالاحصار کلا کې ۷ کاله په زندان کې پاتي شو.
امیر شیر علي خان د انګریزي ښکیلاک د مزاحمت او مداخلي له امله مزار شریف ته ولاړ تر څو د روسیې تزار څخه مرسته وغواړي خو روسيې تزار پرته د کوم ځواب او مرستې راستون شو، امیر په مزارشریف کې ناروغه او په مزار شریف کې وفات شو.
د تاریخي روایاتو په اساس داسي ویل کېږي چې امیر خپل په پښه کې کوم نوع مرض او تکلیف درلوده چې پښه یې ورته قطع شي خو هغه ویلي وو چې په تاریخ کې يواځي «تیمور لنګ» تیر شوي خو زه نه غواړم چې په تاریخي متون کې زما نوم سره «شیر علي لنګ» ولیکل شي نو همغه وو چې امیر د همدې ناروغۍ له امله وفات شو.
د هغه زوي امیر محمد یعقوب خان کله چې د انګریزي ښکیلاک په واسطه قدرت ته ورسید، د افغانستان د لویې جغرافیې مدیریت، د افغانستان خلکو قبایلي ژوند د دوی د کورني تر منځ اختلافات ونشو کولاي چې ښه نظام او اداره ولري د یعقوب خان د سلطنت ستره تیروتنه د جنرال کیوناري سره د ګندمک د معاهدې لاسلیک وو چې بیا وروسته همدې معاهدې د ډیورنډ لپاره لاره هواره کړه.
خو پوښتنه دا ده چې دغه معاهده ولي د ګندمک نومې په سیمې کې چې د ننګرهار ولایت جګدلک او حصارک سیمې پوري منسوب ده، لاسلیک شوه؟
که چیري تاسو د ظاهر قدیر مرکه چې د وزیر ارسلا خان کورني سره منسوب ده د کاکتوس برنامې له لاري کتلي او اوریدلي وي نو تاسو ته به روښانه شي چې دغه معاهده ولي په دغه سیمه او انګریزي ښکیلاک او د هغوي مشر جنرال کیوناري دغه ځاي امیر محمد یعقوب خان سره د ناستي او کرغیړني معاهدې ځاي انتخاب کړ.
د ګندمک تړون د لاسلیک ځای (جګدلک او حصارک سیمه، د ننګرهار ولایت پورې تړلې) د تاریخي اهمیت وړ دی. ځینې روایتونه وايي چې دغه ځای د انګریزانو له خوا د سیاسي محاسبې له مخې ټاکل شوی و، څو د افغانستان د حاکمیت د ټیټوالي سمبول وګرځي.
د امیر شیر علي خان دوره د افغانستان د تجدد، اصلاحاتو او د عصري حکومت د بنسټاېښودو مهم فصل ګڼل کېږي. که څه هم هغه د مطبوعاتو، کابینې، او اداري اصلاحاتو په برخه کې پام وړ نوښتونه وکړل، خو کورني اختلافات، د استعمار فشارونه او د بهرنیو سیالیو اغېزې یې د پرمختګ مخه ونیوله.
په عمومي ډول، امیر شیر علي خان د هغه زمانې یو تجدد غوښتونکی مشر و، چې د افغانستان د معاصر دولتدارۍ داسې فکري بنسټ یې کېښود چې د امیر عبدالرحمن خان تر واکمنۍ پورې یې دوام وموند.
Views: 24