منطقوي سیاست رهبري کول د احساساتو ژبه نه ده. دغبرګون پر ځای د محاسبې غوښتنه کوي. سیاست هغه هنر دی چې د قدرت توازن درک کړي او له شته محدودیتونو اعظمي ګټه واخلي. که افغانستان یوازې اوس وخت کی د سخت غبرګون ژبه وکاروي ښايي لنډمهاله داخلي ملاتړ ترلاسه کړی خو اوږدمهاله سیمهییز انزوا رامنځته کوي.
برعکس که یوازې دفاعي او خاموش دریځ خپل کړي، د حاکمیت تصور کمزوری کېږي. نو اړینه ده چې متوازن ډیپلوماتیک مسیر غوره شی.
زه به خپل تحلیل د روسیې د جمهور رئیس پوتین د یوه ښایسته تحلیل څخه شروع کړم.
پوتین وايي: او په رښتیا هم سم وايي: روسیه یو استعماري هېواد نه دی او هېڅکله د غلامانو په سوداګرۍ کې ښکېله نه وه. روسیې څو ځله جګړې کړې دي. د خلکو ترمنځ د توازن د ساتلو لپاره او د بشریت د خیر لپاره یې جګړې کړې دي.
هغه وايي: له دوو سوو کلونو څخه زیات وخت کېږي چې لوېدیځ هڅه کوي روسیه له منځه یوسي.
دناپلئون لوې امپراطورې پر موږ یرغل وکړو خو هغه د روسې له یخ او واورې څخه په تېښته بریالې شو او ووت.
جرمني زموږ پر ضد تر ټولو ستر یرغلیز جنګ پیل کړه.
د سړې جګړې پر مهال د امریکا متحده ایالاتو هڅه وکړه چې زموږ اقتصاد خفه کړي موږ محاصره کړي.
خو موږ لا هم دلته یو او روسیه لا ژوندې ده.
ځکه چې موږ یوازې د خپلې خاورې لپاره نه بلکې د خپل تمدن دخپلو ارزښتونو او خپل عزت لپاره هم جنګېږو.
اصلي خبره هم دلته شروع کېږي چې یو هېواد او ولس یې د خپل تمدن او خپلو ارزښتونو لپاره جګړه کوي.هغه جګړه به حتمي ګټې
تاسو ګورئ چین نن په کوم موقف کې دی، اسیایی او افریقا هېوادونه ورو ورو ځان د بهرني تسلط څخه ازادوي.
دا نو نور هغه نړۍ نه ده چې د یوې واحدې قوې یا یو واحد بلاک تر واک لاندې ژوند وکړي.
موږ د څو قطبي نړۍ پړاو ته داخل شوي یو .
زه د افغانستان سیاستوالو ته او خپلو همکارانو ته وایم:
تاسو نه شئ کولی تل د اوبو پر خلاف لامبو ووهئ.
تاسو د ارزښتونو خبرې کوئ خو د خپلو خلکو انتخاب ته درناوی نه کوئ.
تاسو د نړیوالو قوانینو یادونه کوئ خو کله چې ستاسو په ګټه نه وي هغه تر پښو لاندې کوئ.
تاسو د سولې خبرې کوئ خو هر ځای چې ستاسو ګټې خوندي نه وي د جګړې او تعصب تخم شیندئ.
افغانستان د هېچا شخصي کور او د هېچا شخصي ملکیت نه دی.
خو موږ به هېڅکله هیچا ته اجازه ورنه کړو چې زموږ راتلونکی زموږ پر ځای وټاکي.
موږ همکارۍ ته لېواله یو خو د برابرۍ پر بنسټ.
موږ سوله غواړو، خو نه د خپلې ازادۍ او هویت په بیه.
راځئ رښتیني واوسو:
هېڅوک به هېڅکله زموږ هېواد مات نه کړي.
موږ پېړۍ پېړۍ سختۍ زغملې دي.
د امپراتوریو راختل او لوېدنه مو لیدلې دی.
او لا هم دلته یو.
او سبا به هم همدلته یو.
په دې نوي څو قطبي نړۍ کې چې د زېږېدو په حال کې ده. زموږ موقف څه دی؟
افغانستان د بدلېدونکي نړیوال نظم په څلورلارې کې ولاړ دی او د خپل برخلیک په تمه دی.
نړۍ په چټکۍ سره د یو قطبي نظم له مرحلې څخه د څو قطبي نړیوال جوړښت پر لور روانه ده.

په همدې تاریخي بدلون کې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو سیالیو په څلورلارې کې ولاړ دی او امنیت یی له ګواخ سره مخ دی خو دا ځل له کمزوري دولت داخلي انزوا او ناپییلې ستراتیژۍ سره٫افغانستان ولې ستراتیژیک اهمیت لري؟
افغانستان یوازې یو جغرافیایي واحد نه دی بلکې د مرکزي او جنوبي اسیا د نښلونکې کړۍ حیثیت لري نن سبا د افغانستان اصلي عمق ستراتیژیک پوځي نه دی بلکې اقتصادي او جیواکونومیک دی. که هېواد ثبات ومومي کولی شي د سیمې د سوداګرۍ او انرژۍ مرکز شي.
د چین د ون بیلد لویه لار چی نړۍ محاصره کوی او د روسیې ایران هند او لوېدیځ د ګټو د تقاطع نقطه همدا زموږ زر خیزه خاوره ده اوهمدا موقعیت د افغانستان عمق ستراتیژیک جوړوي .
د تېرو دوو لسیزو ترخو تجربو وښوده چې پر یو نړیوال قطب تکیه کول د کورني مشروعیت له پامه غورځول او د ملي اجماع نشتوالی څه معنا لري او څومره لوې قیمت باید پرې کړی نن او پرون مو ولیدل؟
موږ جګړې کړی دی او وبه کړو خو افغانستان لا ژور بحران ته ټېل وهل کېږی، تاسی وګورئ چې د امریکا او ناټو وتل دا ثابته کړه چې بهرني ځواکونه د خپلو ستراتیژیکو محاسبو له بدلون سره سم خپل متحدین پرېږدي.
په نوې څو قطبي نړۍ کې افغانستان کولای شي فعاله بېطرفه سیاست او لار غوره کړي، ځان د تقابل پر ځای د همکارۍ دهلېز معرفي کړي، خو دا یوازې هغه وخت ممکن دی چې افغانستان له اوسنې نیابتي جګړو څخه ووځي .
زما په اند د ستراتیژیک عمق او نوې ستراتیژې معنا د افغانستان لپاره نور یوازې نظامي مفهوم نه لري بلکې
نوې ستراتیژي او عمق ستراتیژیک باید پر لاندې ستنو ولاړ وي:
سیاسي مشروعیت ټولشموله نظام چې د ولس اراده منعکس کړي.
اقتصادي نښلونې سیمهییز تجارت ترانزیټ او سولیز اتومې انرژي یو اړخ وی.
امنیتي توازن نه د چا پر ضد اډه،نه د چا تابع، بل اړخ وی.
خو خطرونه هم شته، هغه خطرونه که زموږ سیاسیون او موږ د سیاست لوری بدل نه کړو او که افغانستان همداسې روان په انزوا کې پاتې شي بیا به د لویو قدرتونو د سیالیو ډګر وي.
دا وضعیت افغانستان د څو قطبي نړۍ له فرصتونو بېبرخې کوي. د افغان سیاسي قشر تاریخي مسئولیت دی چې
ملي اجماع ته زمینه برابره کړي او نړیوالو ته د افغانستان د نوي سیاست نوې رول روښانه طرحه وړاندې کړي.
په ځانګړي هغه افغان او سیاسي قشر کولای شي د فکري ډیپلوماسۍ له لارې دا تشه ډکه کړي منطقوي سیاست څنګه رهبري شي چې روان کړکېچ ختم شي.
افغانستان د تاریخ په یوه حساسې څنډه کې ولاړ دی. څو قطبي نړۍ که له یوې خوا خطرونه زېږوي له بلې خوا بېساري فرصتونه هم وړاندې کوي.
د افغانستان راتلونکی تګلوری باید د احساساتو نیابتي جګړو او بهرني تکیهګاه پر ځای پر ملي عقلانیت متوازن سیاست او فعاله بېطرفۍ ولاړ وي.
که افغانان وکولای شي خپل عمق ستراتیژیک د ملي ګټو له زاویې تعریف کړي، افغانستان به نور د لوبې میدان نه وي، بلکې د سیمې د توازن یو اغېزمن لوبغاړی به وی.
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، وصال ټلوېزیون يې مسووليت نه اخلي.
د لیکوال په اړه:

Screenshot
انجینر امین ظریف د ننګرهار پوهنتون له علمي کدر څخه دی، هغه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت کې د لوړ رتبه مامور په توګه کلونه خدمت کړی او اوس مهال په کاناډا کې د افغان لیکوالو د مطالعاتو د ستراتیژیک مرکز مشر دی. نوموړی د کانونو، اقلیم، ابو مدیریت او ټولنیزو مسایلو په اړه ژورې څېړنې، تحلیلي لیکنې او عامه بحثونه پر مخ وړي، څو د افغان ټولنې غږ نړیوالو ته ورسوي.
Views: 11