په وروستیو ورځو کې، په مشهد کې د درېیو ایراني تشیع روحانیونو له مرګژوبلې وروسته- چې د ناتایید شوو اطلاعاتو پر بنسټ د یوه افغان کډوال له خوا رامنځته شوې- په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ناوړه چلند تازه څپه په ټولنیزو شبکو کې غبرګه شوې چې په مجازي نړۍ کې له سختو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
له افغانستانه ایران ته کډوالي چې له نیمې پېړۍ ډېره مخینه او اقتصادي، سیاسي او مذهبي لاملونه لري، په نړۍ کې د کډوالۍ یوه ډېره جنجالي مسله ګڼل کېږي؛ ځکه چې اوسمهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۵ میلیون افغان کډوال مېشت دي، له دې ډلې ۶۰۰ زره یې له فامیلي یا تحصیلي ویزو سره، دوه میلیون او ۲۵۰ زره ثبت شوي کډوال له پاسپورټ او ویزو پرته او له دوه میلیون ډېر له کوم قانوني سند پرته هلته ژوند کوي.
له بلې خوا، په تېرو پرلهپسې کلونو کې له دغو افغان کډوالو سره د سخت جسمي او رواني تاوتریخوالي په ګډون تبعیضي چلند شوی چې د نړۍ په کچه له کډوالو سره یو بوږنونکی چلند پېژندل شوی او تل په نړۍ کې د کډوالو د حقونو مدافعانو له نیوکو سره مخ شوی دی.
له انساني ارزښتونو لرې دغه چلند چې معمولا د ایران اخوندي رژيم د انتظامي او اداري چارواکو او د هغو ایډیالوژیکو ملاتړو له لوري ترسره کېږي، لاندني عمده موارد په کې شامل دي:
جبري اخراج:
د افغان کډوالو جبري اخراجول چې د کډوالو د ۱۹۵۰ کنوانسیون د ۳۲مې مادې له حکمه ښکاره سرغړونه ده او پر اساس یې لومړني هېواد ته د کډوالو اخراجول منع شوي، ترسره شوي دي؛ لکه څرنګه چې په کابل کې د طالبانو ادارې د چارواکو وروستیو څرګندونو له مخې، په تېره یوه اونۍ شاوخوا ۱۵ زره پناه غوښتونکي افغانان په جبري ډول له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي او دا په داسې حال کې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت د دغه کنوانسیون او اړوند ۱۹۶۷ اختیاري پروتوکول غړیتوب لري.
شکنجه او تعذیب:
د ۱۹۵۱ کنوانسیون د ۳۱مې مادې د حکم له مخې، مجازات او هر ډول شکنجه منع دي؛ په داسې حال کې چې د ایران امنیتي چارواکو ان په عامه ځایونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ځورونې او شکنجې برخه کې هیڅ ډول احتیاط مراعات کړی نه دی او د مشهد له پېښې وروسته په وروستیو ورځو کې د ایراني چارواکو چلند د دغې مدعا یوه ښه بېلګه ده.
محاکمه او غیرقانوني مجازات:
په ایران کې له پرلهپسې کلونو راهیسې د دغه هېواد د قضايي چارواکو له خوا د عادلانه محاکمو د موازینو له رعایتولو پرته د افغان کډوالو محاکمې او قضا ته راجع کول ترسره شوي او په پایله کې یې لسګونه او ان سلګونه کسان د ماشومانو د اعدامولو په ګډون غیرانساني مجازاتو باندې محکوم شوي دي.
د ملکیت د مصوونیت نشتوالی:
په ځلونو راپورونه ورکړل شوي چې د ایران امنیتي چارواکو سربېره پر دې چې د افغان کډوالو د کورونو خصوصي حریم ته درناوی نقض کړی، د هغو پر منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو یې هم تېری کړی دی، دغه کړنه د کډوالو له کنوانسیون څخه ښکاره سرغړونه ده، هماغه راز چې د دغه کنوانسیون په ۱۲مه ماده کې د کډوالو لپاره لپاره د دغو امکاناتو لرل پیش بیني کوي.
وسلهواله ځواکونو کې ګومارنه:
له ډېرو کلونو راهیسې د دغو کډووالو له مذهبي عقایدو څخه په استفادې دغه کډوال د ایران په ګټه جنګونو کې ګومارل شوي دي، لکه څرنګه چې په اتایمه لسیزه کې د ایران او عراق ترمنځ جګړه کې یو شمېر افغان کډوال د عراقي ځواکونو پر وړاندې د جګړې لومړیو کرښو استول شوي او له ۲۰۱۴ کال راهیسې شاوخوا ۵۰۰۰ افغان کډوال د فاطمیونو په نوم له نظامي تشکیلاتو سره د ایراني نظامیانو تر فرمان لاندې د سوریې رژیم په ګټه په دغه هېواد کې جنګېدل چې دغه شبکه د لبنان حزبالله په څېر ترهګرو ډلو سره هم ارګانیکه اړیکه لري.
د زدهکړو له حقه بېبرخې کېدل:
د نړۍوالو اسنادو د مادو له مخې، کډوال باید د زدهکړو له حقه برخمن وي، د دې ترڅنګ چې د افغان کډوالو ماشومان له دغه حقه محروم دي، د کار نړیوالو موازینو خلاف د ناڅیز مزد په مقابل پر درنو کارونو ګومارل کېږي او ان وخت ناوخته له دغو ماشومانو سره د بد چلند راپورونه هم خپاره شوي دي.
له دغو حالتونو څخه هغه څه چې تصور کېږي، دا به وي چې: د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو غیرانساني کړنې، له افغان کډوالو سره د ایران ملت د کلونو دوستانه چلند تر پوښتنې لاندې راولي.
داسې کړنې چې کله د ایران اسلامي جمهوریت د رسمي مذهب له اړخه سرچینه اخلي، د مسلمانانو ترمنځ مذهبي کرکه (د ایران اسلامي جمهوریت په اسلامي نړۍ کې د کرکې پالنې د ایجاد مبدا ګڼل کېږي) زیاتوي او کولی شي چې د القاعده او داعش په څېر افراطي ډلو د لا ډېر نفوز عامل شي او د اسلامي جمهوري چارواکو دغه تاوتریخوالی او ناروا کړنې په نړۍوالو مناسباتو کې د هغه هېواد واکمن رژیم باندې بشري ضد جنایتونو دوسیې ثبتوي.
دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، وصال ټلوېزیون یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.
د لیکوال په اړه:
د حقوقو استاد پوهاند دوکتور نصرالله ستانکزی، د حقوقي مسایلو شنونکی؛ د کابل پوهنتون د حقوقو، شرعیاتو، ژورنالیزم، اقتصاد، ټولنیزو علومو او ښوونې او روزنې په پوهنځیو کې ۳۰ کلن تدریس مخینې لري چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د پولیسو اکاډمۍ د سترې محکمې قضايي کورس او دیپلوماسۍ انسټیټیوټ د قانون، سیاست او تاریخ په برخو کې اثار چاپ کړي دي.
Views: 21