دې کې شک نشته چې افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري او ان ځینی خو لا وايې چې ادم علیه السلام د اورزګان په دیراووډ کې راښکته شوی دی. فتوحات، غزاوي، جهادونه او قربانۍ مو د دوستانو او غلیمانو په کتابونو کې ثبت دی. میرویس نېکه د لوي افغانستان نقشه جوړه او احمدشاه بابا هغه عملي کړه. زموږ تاریخ او جغرافیه دواړه له ویاړنو ډک دي.
د دغه تاریخ او جغرافیې په خېټه کې لویي هستي پیدا، سترې او خاورې شوې. له ادمه تر دې دمه او بالاخره د انګریزانو، مغلو، د جدې شپږمه، د کب درېیمه او څلورویشتمه، د کراړې او زیړوک پېښې او اتحاد جماهیر شوروي د مجهزو او معاصرو وسلو او وګړو پر وړاندې مبارزه او سرښندنې هغه څه دې چې اوس د تاریخ برخه ګرځېدلې ده.
د افغانستان د ملت جهاد یوازې د افغانستان نه بلکې د نړۍ د تاریخ یوه ډېره نادره پېښه ده. دې ته ورته د لوی افغانستان جوړول، د مجاهدینو ترمنځ داخلې جګړې، د طالبانو راتګ، د اوسنۍ نظام جوړېدل هم زموږ د تاریخ برخې دي. اما، څو پوښتنې دي چې نن باید ورته ځواب ووايو: موږ ولي بل میرویس نیکه، احمدشاه بابا، سیدجمال الدین افغان، رجب خان تکانه، مست زمری خانګل خان، مولانا روم، فردوسي، ابن سینا، غازي امان الله خان او … پیدا نکړل؟
افغانستان ته د ((یرغلګرو د هدیرې)) نوم ورکړای شویدی، اما هدیره بیا هم هدیره ده موږ ولي د ((تمدن، اقتصاد، سولې، امن، تکنالوژې او علم مرکز)) نوم و نه ګټلو؟ زموږ د ملت او سرلارو له قربانیو څخه سییمې او نړۍ الهام واخیست او ګټه یې پورته کړه، څوک په کې اتومې ځواک شول، څوک په ۲۰۲۳ کال کې په مریخ کې شهرک جوړوي، څوک په یو بټن ستا هرڅه ورانولای شی، ځیني ملتونه د برلین د دیوال په ړنګېدو سره یو شول، ډېرو د ارام ساه واخیسته، نړۍ یوه قطبي شوه او نړۍ د واکدارۍ تاج مو ورپه سر کړ، اما افغانستان لا اوس هم له ټولو مرضونو ولي ځورېږي؟ موږ د انګریزانو په اعتراف د تیمورشاه په آهنګرخانه کې جوړشوي ((جزاییل)) ټوپک د انګریزانو ((مسکت)) ته ماتې ورکړه.
همدا افغانی توپک له مسکت څخه یې هم لیري او هم رسا نښه ویشتله. همداسې قلاب، توري، نیزي او نوره وسله په ګڼو پښانو جوړولې. افغانستان او زموږ ملي امنیتي ځواکونه ولي او چا له خپل صنعت څخه لیري کړو؟
د افغانستان له متفکرو مغذونو (ساینس پوهانو، ډاکټرانو، انجنیرانو، استادانو، لوبغاړو)، څخه د نړۍ هېوادونه ګټه پورته کوي، اما موږ لا اوس هم ولي د ظرفیتونو د کمښت سره مخ یو؟ دېته ورته ډیري پوښتنې شته چې ځواب یې کتابونه غواړي، اما لنډ ځواب یې دا دی چې موږ له تاریخ څخه زده کړه نه کوو، تاریخ ته یوازې د یوه صنفي مضمون په توګه ګورو، دا په داسې حال کې چې پيښي او د خیر او شر ترمنځ مقابله باید مختګ او عروج رامنځته کړي، موږ یې برعکس له زوال سره مخ کړي یو.
د کتابونو له مطالعې څخه غواړم څو زده کړي درسره شريکې کړم:
۱.موږ تل اصغر جهاد ته په اکبر جهاد ترجیح ورکړې ده او د خپل نفس سره مجاهده او د خپلو فکرونو او کړنو اصلاح ته مو توجو نه ده کړي. د ملت جوړونې او له علمي او په ملي معیارونو د ټولنې مدیریت او منسجمول د سیاسي رهبرانو او چارواکو دنده ده. دلته خبره دا نه ده چې ملت بیسواده او جاهل ده، بلکې مدبرو سیاستوالو ته اړتیا لري. همدا ملت د میرویس نیکه او احمد شاه بابا پر وخت دومره له نړۍ سره نه وو نښتي، لکه نن.
۲.موږ د تاریخې پېښو کرونولوژي لرو، اما د ملي تاریخ فلسفه او مفهوم ته مو ارزښت نه دی ورکړي. تل زموږ تمرکز په پېښو دی، نه په تاریخې مسیر او میلان. د تاریخې پېښو په ایجاد کې مو د عقل له دخالت څخه کمه ګټه پورته کړې ده، هم د پېښو په جریان او هم ورڅخه وروسته. یوه ډېره مشهوره خبره ده چې امرېکایان له کار د مخه او د کار په جریان کې فکر کوي، انګرېزان د کار د مخه، کار په جریان کې او له کار وروسته فکر کوي اما افغانان داسې قوم دی چې نه له کار د مخه، نه د کار په جریان کې او نه له کار وروسته فکر کوي.
۳.کوم تاریخونه که لیکل شوی هم دي، تر ډېره برېده د دربار د لیکوالانو او دربارته د نیږدې وګړو له خوا لیکل شوی دي او په داسې شرایطو کې چې د بیان ازادۍ، معلوماتو ته نه لاسرسي، بیسوادۍ، استبدادي واک، دیکتاتوري، پادشاهت او ملوک الطوایفي وه، د ملي تاریخ لیکل یو ستونزمن کار دی. په بشپړه مانا تاریخې کتاب چې په ملي فلسفه ولاړ وي نه لرو.
۴.تاریخ مو د خپلو تاریخي کرکټرونو او پېښو د توجیه او یا رد لپاره لیکلی دی. ځیني د تقدس تر برېده او ځینې مو د کفر تر برېده رسولي دي. هڅه شوې ده چې هره پېښه ولو که زموږ د ملت په تاوان هم وه، په پراخ ذهن او پرته له دې چې څوک څوک دی او له کومې ژبې، قبیلې، قوم او یا مذهب سره تړاو لري، نه دي لیکلي.
۵.موږ تل پېښې د پرون لپاره لیکو، د پرون پېښې د نن او سبا لپاره نه ثبتوو. موږ کله هم تحلیلي او علمي تاریخ نه دی لیکلى. زموږ تاریخي کرداردونه تقریبا عجل موسي (د موسي علیه السلام خسکی) ګرځېدلي. قطعا دا جراات نشو کولای چې دهغوى د ښو عملونو ترڅنګ د هغوی د بدو پېښو او یا په بل عبارت د ناکامیو ذکر وکړو. ژان ژاک روسو، د ټولنیز تړون د کتاب لیکونکی ((که په ټولنه کې د وګړو د کړنو پر وړاندې مکافات او مجازات نه وي، دا د بدو وګړو د خوښۍ او د نیکو خلکو د خپګان سبب کېږي)). د جنت او دوزخ فلسفه هم د همدې لپاره ده. همدا وجه ده، چې تاریخ تل پر موږ تکراریږي. موږ یې د سوند مواد یو او ګټه او زده کړه ورڅخه نور اخلي. موږ هغه لابراتوار ته ورته یو، چې تل په کې پردۍ ایډیالوژي، پالیسي، ستراتیژي، کلتور او وسلې تمرین شوې دي.
۶.زموږ په اکثرو تاریخي کتابونو کې د پردیو او تر ډېره برېده د هماغه دښمن، چې زموږ ولس ورته شکست ورکړی دی، پر لیکنو، منابعو او ماخذونو راڅرخي او د خپل ځان په اړه قضاوت د هغوی له عینکو څخه کوو، خپلې منابع (معنوي او فزیکي) مو تباه کړي. اما د دې ترڅنګ موږ تل د غربي نړۍ سره د د دوښمني په روحیه روزل کېږو، نه د تعامل، تسامح او همپالنې په روحیه.
۷.تر ډېره برېده زموږ تاریخونه په افرادو را څرخي، موضوعات او تاریخي رسالت تر ډېره تت ښکاري. د نظام کلیت باندې څه نه دي لېکل شوي. فردي سیاست او فردي تقلید دوام نه کوي.
۸.جګړې تل زموږ په هېواد کې وي، نه د پردیو په هېوادونو کې او د نورو جګړې تل زموږ پر هېواد او زموږ پر ولس دي. دلته که هره جګړه تر هر شعار لاندې شوې ده، زموږ جګړه نه وه او نه ده.
۹.زموږ جګړې تل ملت ګټلې دي، ګټه یې ځانګړو کورنیو او افرادو وړې ده، له هرې جګړې وروسته ملت نور هم شاته تمبول شوى دی. خصوصا د ملت د جاهل کولو او له تعلیم د محرومولو پروسه د یوه سیاست په توګه پرمخ بېول شوې ده چې ډېرې خطرناکې پایلې لري.
۱۰.زموږ د تاریخ اکثره برخه حماسي ده او د هغو څېرو او وسایلو زیاته ستاینه شوې ده، چې له جګړو او تورو سره یې سر او کار دی. د تمدن، ساینس، علم، پرمختګ، اقتصاد او … څېرو او وسایلو ذکر ډیر کم دی او یا مو ورته اصلا توجه نه ده کړې. موږ هنر او کسب سپک بللی دی. ترکاڼ، کلینر، موچي، درزي، پښ، سلمانې، نلدوان او… عیب ګڼل شویدی. ځکه خو هېواد نه د علم او نه د اقتصاد له پلوه پرمختګ کوي.
۱۱.زموږ سیاسي او نظامي رهبرانو دا جرات نه دی کړى، چې په خپلو ناکامیو اعتراف وکړي، بلکې تل یې هڅه کړې ده، چې خپل هر ډول عمل سم وګڼي. برعکس ريښتیني رهبران دا اخلاقي جرات لري، چې که اشتباه یې کړې وي، ورباندې اعتراف وکړي، ترڅو راتلوونکی نسل هغه تکرار نکړي او د تمدن له کاروان څخه وروسته پاتې نشي. مثلا: ((ما ونشوای کړای چې وسله وال مخالفین په ځانګړې ډول ځوان کهول له خپلو ټولو هڅو او ښه نیت سره سره له ټوپک څخه قلم ته راوګرځوم.))
۱۲.د تاریخ په اوږدو کې زموږ د جومات، حجرې، ښوونځي او دوکان د لوبغاړو ترمنځ ستونزې او عدم تفاهم موجود دی، کله یو او کله بل د پردۍ او بیرونۍ ایډیولوژیو په لمن کې غورځېدلي دي. دښمن تل د همدغو سوړو څخه زموږ ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن وهلې او د تاریخي افتخاراتو له ثمراتو څخه یې بې برخې کړي یو. یا په بل عبارت افغانستان کې تل د مدرسې او مکتب، ښاري او کلیوال ترمنځ واټڼ زیات شوی دی. بالاخره په جګړو بدل شویدی او دې جګړو ته یې بیا د مقدس جنګ نوم ورکړی دی.
۱۳.موږ تل د خپلو ناکامیو او بدبختیو پړه په پردیو ور اچوو، په دې کې شک نشته چې پردي د ستونزو یوه برخه ده، اما موږ کله هم په سړه سینه د پردیو لپاره داخلي زمینې او فرصتونه په تاریخ کې نه دي څېړلي. وایروس تل په کمزوري بدن کې سرایت کوي، کله چې زموږ دفاعي سیسټم غښتلی وي، وایروس به موجود وي، اما ستا مقاومت به یې دفع کوي. اما د دغه دفاعي سیسټم د جوړولو لپاره مدبرو ملي سیاستوالو او رهبرانو ته شدیده اړتیا ده.
۱۴.نورو ملتونو جګړه هم فرصت ګڼلی دی او له جګړو څخه یې د هېواد د رغونې او ملت جوړونې کار اخیستى. زموږ لپاره جګړې تل یو ستر ناورین وو او کله مو هم ورڅخه د ملت، ملي ګټو، اقتصاد او صنعت لپاره ګټه نه ده پورته کړې. موږ تل په تلفاتو ویاړو اما په پایله کې د ځان کړه وړه د نتیجو په آینه کې نه محاسبه کوو.
۱۵.زموږ کړنې سلیقه يي، تنظیمي او حتی په ډیرو حالاتو کې د ژبې او قوم پر محور راګرځي. موږ له دولتونو او حکومتونو څخه حزبونه جوړ کړی دي. موږ ونشواى کړای چې د سیاسي لیډرشپ (قیادت) او بیوروکراسۍ ترمنځ مزي ټینګ کړو. موږ ډاډه یو چې موږ تل بهرني وهلي، ټکولي او ایستلی شو، اما وروسته له ایستلو موږ د سیاست، رهبریت، مدیریت او دمملکت د امورو په تنظیم او تدبیر کې له ناکامۍ سره مخ شوي یو او دا موضوع بیا د بلې جکړې لپاره پیلامه او فرصت ګڼل شوي دي.
۱۶.موږ تل د نظام د انقلابي بدلون، د ټولنې د چټک تغییر، اوښتون او له منځه وړلو لپاره کار کړی دی، تدریجي او ارتقايي پلانونه او ستراتیژي چې پر افغاني پوهې او افغاني منل شویو میکانیزمونو ولاړ وي، نه کاروو. له بل پلوه، چاچې هم واک نېولی دی، واک یې انحصار او بل یې حذف کړی دی.
۱۸.دتاریخ په اوږدو کې موږ سیاسي رهبران او نظامي رهبران لرل اما ددغو رهبرانو د خوبونو د تعبیر لپاره مو کله هم یو غښتلی، مسلکي، تخنیکي مدیریتي او علمي ټیم جوړ نشواى کړاى.
۱۹.موږ تر ډېره برېده له ځانه او جهانه نا خبره یو، یا یوازي له جهانه باخبره یو، د ځان او خپل تاریخ په اړه ډیر کم معلومات لرو، لومړی باید د ځان او بیا د جهان په اړه معلومات ولرو او د ټولو له تجربو څخه د هیواد لپاره کار واخلو. د افغانستان، سیمې او نړۍ پېژندل او له ټولو سره مشترکې ګټې معلومول د تاریخ درس دی.
۲۰.موږ تل د معلول لپاره علاج لټولی دی او د علت معلومول، تحلیلول، تفسیرول، نتیجه ایستل او بالاخره زده کړې راټولول او راتلوونکو نسلونو ته څرګنده لاره پريښودل مو نه دي کړي. دولت او مدني ټولنې دې په ګډه د ملي موقف په توګه د روان ناورین د علتونو په اړه ګډې څېړڼې پیل او علتونه دې معلوم کړي او د ولس وخت او ملي بودجه دې د معلول په تداوي کې نه ضایع کوي.
۲۱.زموږ ډیری سیاستونه او دریځونه د تشویش د ساحې (سییمه او نړۍ) په اړه دي او یا مو د نورو د ګټو د خوندیتوب لپاره کړي دي. د کنټرول یا واک ساحه (افغانستان) مو تل سپر کړې ده او یا مو له بحران سره مخ کړې ده. څوک د فلسطین، څوک د کشمیر او څوک د بل هېواد غم ژاړې، اما خپل افغانستان یې د غمونو په کور بدل کړی دی.
۲۲.په افغانستان کې ډېر کم د ایډیالوژیو د تطبیق لپاره کار شوی دى، بلکې ایډیالوژۍ وسیلې ګرځېدلې دي، د ملت د وژلو لپاره. دلته ایډیالوژي د کمپیوټر په اصطلاح (Cut & Paste) شوي دي. شرایط، د ولس عقاید، دودونه او ملي او سییمه ابعاد ډېر کم په نظر کې نیول شوي دي. له دیني عالمانو څخه احترامانه هیله کوم لکه څنګه چې د عالم مرګ د عالْم مرګ دی، همداسې د عالم سکوت د عالْم سقوط دی. نور باید که د پاکستان ملایان یې مني او کنه، د اسلامي نړۍ سره یو ځای او یا په مستقل ډول د روان ناورین د له منځه وړلو لپاره خپل رسالت ادا کړي. حرام څرګند دی او حلال څرګند دی، اصلا هرڅه په قران او حدیث کې واضح دي، دلته د فتوا اړتیا نشته، هغوی دې یوازې قراني او محمدي موقف ولس ته بیان کړي. همدا وجه ده چې دلته کمونیستان په کمونیزم، محاهدین په جهاد، ملایان په اسلام او جمهوریتپال په جمهوریت نه پوهېږې.
۲۳.زموږ په ځانګړي ډول دناامنه سیمو په جوماتونو او مدرسو کې کوچنیو هلکانو او نجونو ته د قرآن کریم ترڅنګ د پنج کتاب، بوستان او ګلستان لوست کېږي. د دولت مکلفیت دی چې د قرآن کریم ترڅنګ ورته د مورنۍ ژبې کتابونه لکه د عبدالرحمان بابا کلیات، د خوشحال خټک کلیات، پټه خزانه، ټولنیز اخلاق، د ژوند مهارتونه، او یا د قرآن کریم پښتو تفسیر او ژباړه مروجه کړي. البته دا پرېکړه دې د پوهنې، لوړو زده کړو او حج او اوقاف وزارتونو د نصاب متخصصین وکړي. ځکه له ژبې څخه پردی له ځانه پردی دی او له علم محروم له حکمت او تدبیر نه محروم دی او تل به د نورو په درد خوړل کېږي، نه د خپل ولس.
۲۴.تل په ځانګړي ډول پښتانه په نظام کې سمبولیک ونډه لري او ورته ویل شوي دي چې په سیاست کې غرض مه کوئ. سیاست د ژوند مهمه برخه ده. ته چې په سیاست کې نه یې او سیاسي فلیټ فورم له تاسره نه وي ته به خپل حقونه څنګه لاسته راوړې. د سراسري ملي سیاسي حزبونو شتون البته د فکر او عمل په بنسټ، نه د قوم، سمت، ژبې او یا مذهب پر اساس، لازمي او حتمي دي.
۲۵.موږ تل هڅه کوو نظام له بیرون څخه سقوط کړو، له بیرون څخه یې پر خلاف جنګ وکړو، له بیرون څخه ورباندې انتقاد وکړو او دا بالاخره په فزیکي برخورد او حسد بدل شوی دی چې په نتیجه کې د یو بل د تجرید، محرومیت او انزوا په سیاستونو بدل شوي . نظام ته هغه وخت موثرې طرحې ورکولای شو چې په نظام کې دننه ټولو معلوماتو ته لاسرسی ولرو. د یوه ملي تړن او ملي اجماع له لارې ولس داسې تنظیم کړو چې له ټولو ملحوظاتو سره سره په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او په یوه واحد کاندید را ټول شي، دا کار د ولایتي شوراګانو او ملي شوراګانو لپاره هم وکړو. په سر شمېرنه او تذکرو اخیستنو کې سیاسي حزبونه، دولت او مدني ټولنه فعال عملي رول و لوبوي او په عامه پوهاوي کې بشپړه ونډه واخلي او خپل پلویان و هڅوي، ترڅو په ټاکنو، سر شمېرنه او تذکرو اخیستنو کې خپل رسالت ادا کړي.
۲۶.د تاریخ په اوږدو کې ډیری حکومتونو/دولتونو له رسمي ادارو سره موازي افغاني دودیز سیسټمونه او ادارې هم فعالې ساتلې دي، هڅه نه ده شوې چې په هغو کې د عصر د غوښتنو مطابق اصلاحات راولي او یا یې له عصري ادارو سره همغږې کړي. د نفس سره مجاهده او جهاد او د ملت د بیدارۍ کړنلار مو د ټولو کړنو په سر کې وي. دا کار د علم، اقتصاد او سیاست له لارې امکان لري او دا درې واړه د خپل ولس او نړۍ سره د تفاهم او مشترکې ژبې پیدا کولو له لارې او دا ژبه به د ملي ګټو او مشترکو ګټو پر محور وي. دلته ډېره اړېنه ده چې عرفي قوانین د رسمي قوانینو متمم شي، نه یو د بل بدیل.
۲۷.د افغانستان سیاسي، جهادي او مذهبي ګوندونه، نظامي جنګیالي، غیر دولتي موسسات افغانیزه نه دي. د پردیو په تخنیکي، مالي او سیاسي مرستو چلېږي او تر ډېره برېده دا ډول احزاب او جنګي ډلې د ملي یووالي په مخالف سمت روانېدلای شي.
۲۸.ځان غوښتنه، یو بل ته تن نه اېښودل، هرڅه انحصار کې ساتل او له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه هغه خلک چې ګډ هدفونه لري هم یو د بل پر وړاندې دروي.
۲۹.دشعار او عمل ترمنځ ستر توپیر د ولس باور په مشرانو کم یا بیخي ورک کړ. که شعارونه کم او عمل زیات شي، دا بیا د هیواد او ولس په ګټه وي. شعارونه مو د شعور نه بلکې د احساساتو پر اساس دي. تل د مقدس شعار تر شاه نا مقدسه جګړه دوام لري. ۳۰.د نظام او ملت په توګه مو د یوې ملې اجماع او بشپړې هراړخېزې څېړنې پر بنسټ ملي ګټې نه دي تعریف کړي. د هر وګړي لپاره ملي ګټې د ده تر علم، تجربې، سیاسي او ټولنیز موقف پورې په انفرادي ټوګه شاید څرګندې وي. داسې چې هم حاکم ګوند، هم اپوزیسیون او هم ولس ورباندې اتفاق کړى وي او په څرګنډ ډول د کاغذ پرمخ موجودې وي، وجود نلري، البته قومي، تنظیمي او سمتي ګټې شاید له هرچا سره تعریف شوې وي.
۳۱.واکدارانو او ډلو او ټپلو د تاریخ په اوږدو کې د ځوانانو له پاکو احساساتو او دیني مقدساتو/فتواوو څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده. ډیرو کمو سیاستوالو ځوانانو ته د خپل سیاست ماهیت او غایه څرګنده کړې ده او ډیری وګړي ددین له اصلي روح او ماهیت څخه ناخبره دي او تر ډېره برېده په ظاهري شعارونو او شکلیاتو ترکیز شوی دی.
۳۲.موږ تر ډېره برېده د یوه وګړي په ماضي (بګراونډ) پرېکړه کوو، اما دنوموړي وګړو او اشخاصو اوسنیو دریځونو او موقفونو ته نه ګورو. کېدای شي، یو انسان په ماضي کې بد وي، اما اوس بدل شوی وي، یا بر عکس. تر ډېره برېده په ماضي کې نښتل زموږ ترمنځ د بېلوالې سبب هم دی. تردې پورې که یو چا په کوم نظام کې کار هم کړی وي، ولوکه د نظام له پالیسیو او سیاستونو سره مخالف هم وي، بیایې هم په هماغه تور نه دا چې تجریدوو، بلکې وژنو یې. د مثال په ډول شاید یو ډېر نیک، صالح او اهل انسان د مجبوریتونو په خاطر په پخواني کمونیستي رژیم کې کار کړي وی او یا ډېر بد انسان د مجاهدینو په صف کې ځای نيولي. دا جبهې معیار نه وي، بلکې د وګړي په اړه دقیقه څېړنه وشي، وروسته له هغې تصمیم ونیول شي. البته له ټول تاریخ څخه زده کړه او استنباط ډیر ستونزمن او اوږده ریسرچ او تحقیق ته اړتیا لري، ما هڅه وکړه هغه څه درسره شریک کړم چې زما د مطالعې په نتیجه کې مې راټول کړي دي. زه په دې تعجب کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا یوه برخه ده چې د ورځې په پای کې چې کله د خوب خونې ته ځې له ځانه سره محاسبه وکړئ چې ستا نیمګړتیاوې او بریاووې څه وې، اما موږ ورځې نه، بلکې له وجوده تر عدمه له ځانه سره محاسبه نه کوو. بهرنیان چې دې مېلمستیا ته وبولي، له مېلمستیا وروسته ارزونه کوي چې خواړه او مینو (دخوړو ډولونه) د مېلمنو په خوښه وو او کنه؟ موږ له ټول تاریخ څخه عبرت او درس نه اخلو. ترڅو چې دا کار ونشي، زموږ د نظام ډریوران به نور وي او موږ به پیاده کشاله سورلۍ یو، چې هر وخت مو د لوېدو امکان شته.
د لیکوال یادونه: دا لېکنه ما د ۲۰۱۵ میلادي کال د اګسټ په ۱۹ چې د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره برابره ده، لیکلې وه. نن چې له افغانستان څخه د شوروې د ماتې ورځ ده، غواړم یو ځل یې بیا درسره شریکه کړم. دا لیکنه د جهاد او تاریخ په اړه په مقدماتي خبرو او له تاریخي پېښو څخه په زده کړو ولاړه ده.
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، وصال ټلوېزیون يې مسووليت نه اخلي.
Views: 68