څه باندې څلور مياشتې کېږي چې په افغانستان کې د تعليمي ډګر فعال او مبارز مطيع الله وېسا د طالبانو د حکومت له خوا نيول شوی دی او سره له دې چې د خلاصون لپاره يې په ملي او نړيواله کچه ډېرې غوښتنې وشوې، خو تر اوسه يې د خوشې کېدو هېڅ څرک نه ليدل کېږي.
مطيع الله وېسا د طالبانو تر واکمنۍ ډېر کلونه وړاندې په افغانستان کې تعليم ته د عادلانه لاسرسي، د تعليمي کيفيت د ښېګڼې، د تړلو ښوونځيو د پرانيستو او همداراز په معارف کې د فساد او خيالي ښوونځيو په افشأ کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې او تر څنګ يې په ډېرې لرې پرتو سيمو کې د کتابتونونو د جوړولو، د قلم، کتاب او کتابچې د وېشلو لپاره کلي په کلي ګرځېده. لنډه دا چې مطيع الله وېسا پر قلم قسم خوړلی و، چې له جهل سره به جنګېږي او رڼا به خپروي.
د طالبانو د حکومت له راتګ او سراسري امنيت سره تمه دا کېده، چې ډېر ژر به په جنګ ځپلو سيمو کې هم تړلي ښوونځي پرانيستل شي او په زرګونو نوي ښوونځي به جوړ شي، خو له بده مرغه حکومت لومړی ګوزار د نجونو پر ښوونځيو وکړ او دا ګومان يې نور هم پياوړی کړ، چې دوی په بنيادي توګه له عصري زده کړو او په ځانګړي ډول د نجونو له تعليم سره مخالفت لري. دوی نه يوازې ښوونځي وتړل، بلکې د هغو خولو په تړلو پسې يې هم راواخېستل چې د هېواد بچيانو ته يې تعليم غوښته، چې له بده مرغه مطيع الله وېسا هم د همدغې پاليسۍ قرباني شو. د وېسا نيول کېدل دا خبره ثابتوي، چې د طالبانو حکومت د ولس له تعليم، پوهې، ويښتيا او عدالت غوښتنې څخه ويرېږي.
که له تعليم سره دښمني همداسې دوام وکړي او د پوهې او قلم د لارې مبارزين همداسې په زولنو کې پاتې شي، زموږ دا ګومان به په يقين بدل شي، چې دا لوبې د افغان وطن د بچيانو خپل کار ندی، بلکې د وطن د دښمنانو کار دی. که ولس يو ځل پدې ډاډه شي، چې د وطن دښمنان غواړي په بدله جامه کې يو ځل بيا زموږ پر خاوره او ملي ګټو تېری وکړي، نو بيا خو پر دې خاوره د پرديو غليمانو برخليک هر چاته روښان دی.
موږ د طالبانو پر حکومت غږ کوو، چې که پورتني شکونه سم نه وي، نو په افغانستان کې دې د سولې، امنيت، تعليم او پرمختګ طلايې چانسونه د يو څو کسانو د ناسمو پرېکړو نه قرباني کوي او ژر تر ژره دې د نجونو ښوونځي پرانيزي او د تعليم، رڼا او د قلم لارې مبارزين دې نه يوازې ژر تر ژره خوشې کړي، بلکې د دې وطن د رښتيني خادمانو په توګه يې ونازوي او ملاتړ يې وکړي.
و ما علينا الاالبلاغ المبين
Views: 33