رسنیزه اعلامیه
د قلم لار بنسټ اداره او رضاکاران د دغه بنسټ د بنسټګر مطیع الله ویسا چې تر اوسه لا په بند کې ساتل شوی دی، په اړه ډېر اندیښمن دي!
د الله تعالی په سپیڅلي نامه!
مطیع الله ویسا د ۱۱۴ ورځو راهیسي ولي په بند کې بی له کوم موجه دلیل ساتل شوی دی؟
افغان سپین ږیرو ، علماو ، ولسونو او د تعلیم مینه والو په وار وار پوښتنه کړې چې هغه ولی په بند ساتل کېږي ؟
د هغه د قضیې په اړه هیڅ روښانتیا نشته.
اوس مهال قضیه داسي ده چې هغه د استخبارات څخه د کورنیو چارو وزارت د جنایې جرمونو توقف ته لیږدول شوی حال دا چې باید هغه خوشي شوی وای.
تر اوسه پوري یوازې یوه توجیه وړاندي شوې ده چې ولي د هغه نیولو پراخ غبرګونونه در لودل نور هیڅ هم روښانه نه دې حتا په دواړو اخترونو کې کورنۍ ته نه تلفوني او نه هم مخامخ د هغه د لیدنې اجازه ور کړل شوې اوس یې نوره هم قضیه ګونګه او له پامه لویدلې چې د هغه ټول حقونه تر پښو لاندي شوې.
یوازي چې استخباراتو څه ورپسي لیکلي بس هغه یې جرم بلل شوی او هغه یې توجیه کړې دې
نه هغه ته د خبرو او نه د خپل ځان د دفاع حق ور کړل شوی.
ویسا نه کومه سیاسي موخه لرله نه د کوم سیاسي ډلې غړی و
ولي د هغه سره دومره ناعادلانه او له عدالته لیري چلند کیږي؟
۱_ قلم لار هغه ته ټول اساسي حقونه غواړي.
۲_د هغه قضیه دې د ټولو اسلامي او نړیوالو قوانینو په رڼا کې وڅیړل شي
۳_ د هغه د روغتیا او حالت په اړه باید معلومات وړاندي شي.
۴_ ولي هغه ته د ډیر وخت لپاره په نامعلومو ځایونو کې ساتل شوی؟ چې په دې اړه باید وضاحت وي.
قلم لار د هېواد د هر وګړې لپاره اساسي حقونه غواړي او د اسلامي امارت پر مشرانو ږغ کوي چې د ټولو بې عدالتیو مخه ونیسي او په مسئولانه ډول دې د مطیع الله ویسا چې له تیرو څورلس کلونو راهیسي د خپل مسلمان او مظلوم ملت د غریبو بچیانو لپاره د خپل ټیم سره په رضاکار ډول کار کوي ژر ازاد کړې او هغه بندبان چې په یوه او بل نامه نیول شوې دې هم ژر تر ژره ازاد کړل شي.
درنښت
د قلم لار اداره
Views: 30