۱۴۰۲/۴/۲۸
په خواشينۍ سره خبر شو، چې د کانکور ملي ادارې د کانکور په کلنۍ ازموينو کې د نجونو پر ګډون بنديز ولګاوه او په دې توګه يې د ولس هيلې يو ځل بيا په اوبو لا هو کړې. سرپرست حکومت له دې پرېکړې سره يو ځل بيا ثابته کړه، چې د نجونو پر مخ د زده کړو د تړلو دروازو د پرانيستو هيڅ نيت نه لري او داسې ښکاري چې د ښځو لپاره به د دوی د واکمنۍ ارمغان يوازې جهل او تياره وي.
سره له دې چې د نجونو د زده کړو په اړه اسلامي احکام، بشري حقونه او د افغانستان قوانين کامل صراحت لري او د افغانستان د ملي ګټو او سليم عقل غوښتنه ده، خو دا چې بيا هم د نجونو له تعليم سره دښمني کېږي له افغان ولس سره دا شک او اندېښنه په ډېرېدو ده، چې ښايي د دې پرېکړې تر شا به د افغانستان د دښمنانو لاسونه او پټې دسيسې وي.
څرنګه چې د هېواد ابادي او ازادي له تعليم سره مستقيم تړاو لري، موږ پر سرپرست حکومت غږ کوو، چې د ولس دې پوښتنو ته دې نور څرګند ځواب ووايي، چې ايا دوی د وطن ابادي غواړي که تباهي؟ ايا دوی د وطن ازادي غواړي که غلامي؟ او که د ابادۍ او ازادۍ خبره کوي، نو ايا لازمه وړتيا او خپلواکه اراده ورته لري؟
دا ښکاره خبره ده، چې د طرحې، نصاب، فرهنګي نزاکتونو او امنيتي چاپېريال خبرې نه يوازې بې بنياده پلمې دي، بلکې پر خپل صداقت او کفايت د عريضې کول دي. نو په دې حساب موږ نور بې منطقه پلمو ته اړتيا نه لرو، بلکې د نجونو د زده کړو په برخه کې عملي ګامونه غواړو!
موږ پر ولس هم غږ کوو، چې د سرپرست حکومت پرېکړې يرغمل شوې دي او د ثاني امر په تمه دې نور د خپلو لوڼو راتلونکې نه تباه کوي، بلکې د خپلو بچيانو د حق لپاره دې په کلکه ملا وتړي او په زغرده دې خپل غږ پورته کړي.
د دې لپاره چې زموږ هلې ځلې منسجمې او بريالۍ وي، موږ له ټولو هېوادوالو هيله کوو، چې د نجونو د زده کړو له ملي کمپاين سره دې مل شي او د هېواد او خپلو بچيانو راتلونکی دې وژغوري.
و ما علينا الاالبلاغ المبين
Views: 49