د موضوع پېژندنه:
د متشبثینو لپاره د کار په برخه کې انلاین سوداګرۍ انقلاب راوستلی او په دې سره هغوی په هر وخت کې په اسانۍ پېرودونکو ته لاسرسی موندلی او هم خپل توليدات په موثره توګه پلورلی شي. د هغو افغان کډوالو لپاره چې په کاناډا کې مېشت دي، انلاين سوداګري ورته د ځانګړو مهارتونو او نوښتونو غوړېدا ته لاره پرانيزي.
په دې ليکنه کې په کاناډا کې د انلاین سوداګرۍ په اړه معلومات او لارښوونې راوړل شوې دي او دغه راز د انلاین سوداګرۍ رامنځته کولو د پروسو، د امازون په څېر ځيني د علاقمندۍ وړ مهمو سکټورونو، ډراپشېپېنګ (Dropshipping) او د کريپټو د غوړېدونکو مارکېټونو په اړه به درته معلومات وړاندې شي.
د کاناډا انلاین سوداګرۍ ته يوه کتنه:
د کاناډا ډيجيټلي اقتصاد په دوامداره توګه مخ په بره روان دی او د دې ودې عمده دلیلونه د مصرفوونکو په خوی او خصلت کې تغییرات او ټکنالوژيکي پرمختګونه یادولی شو. په وروستیو کې له کوویډ-۱۹ پانډميک سره سره انلاین بازارونه مخ پر ودې روان دي او په کاناډا کې الکترونکي سوداګري (e-commerce) د ريکارډ کچه پورته تللې ده؛ دغه حالت د کاناډا مېشتو هغو افغان کډوالو لپاره پراخ فرصتونه جوړوي چې غواړي خپله سوداګري په انلاین بڼه پيل کړي او پراختيا ورکړي.
په کاناډا کې د انلاین کاروبار رامنځته کول:
په کاناډا کې د انلاین کاروبار رامنځته کول لاندې څو مرحلې لري:
د تجارت د جوړښت په اړه پرېکړه کول: د سوداګرۍ جوړښت ممکن يو واحد ملکيت، شراکت يا کارپورېشن (corporation) و اوسي؛ پرېکړه ستاسو په ځانګړو شرایطو پورې اړه لري او ځيني مسایل لکه د مالکینو شمېر، مالي مسوولیت او د مالیې په څېر مسایل بايد په پام کې ونيول شي.
د سوداګرۍ نوم ثبتول: وروسته له هغه چې سوداګرۍ ته مو مناسب نوم غوره کړ، تاسو باید له اړوندې ولايتي یا سیمهییزې حکومتي ادارې سره ځان راجستر کړئ.
د سوداګرۍ شمېره ترلاسه کول: که ستاسو کاروبار ثبت شوی وي يا GST/HST، payroll، صادرې/ واردې حسابونو ته اړتيا ولرئ، نو باید د کاناډا د عوایدو له ايجنسۍ (CRA) څخه د تجارت نمبر (business number [BN]) واخلئ.
د مناسبو مالیاتو لپاره راجسترېشن: ستاسو د سوداګرۍ او موقعیت ته په پام سره باید بېلابېل ډول مالياتو لکه GST/HST، PST، یا QST لپاره راجسترېشن ترسره کړئ.
د اړتیا وړ جوازونو ترلاسه کول: د سوداګرۍ فعاليتونو ته په پام ښايي تاسو ځانګړو جوازونو ته اړتيا ولرئ؛ په دې اړه مفصل معلومات په BizPal ويبپاڼه کې کتلی شئ.
په امازون کې فرصتونه:
د الکترونيکي تجارت په برخه کې امازون له هغه بې سیاله نړۍوال پلټفارم څخه دی چې په نړۍواله کچه پېرودونکي لري او هم د پلورونکو لپاره جامع خدمات وړاندې کوي.
د امازون FBA پروګرام: د دغه پروګرام په وسیله پلورونکو ته اجازه ورکول کېږي چې خپل محصولات د امازون په ګودامونو (Amazon’s warehouses) کې ذخیره کړي؛ امازون د محصولاتو ذخیرهسازي، بستهبندي، حملونقل د پېرودونکو خدمات او د توکو راګرځېدنه اداره کوي او سوداګر پر دې توانېږي چې په سرعت او موثريت سره اندازهګيري وکړي.
د امازون مارکېټ: په دغه مارکېټ کې پلورونکي په پراخه کچه پېرودونکو ته لاسرسی لرلی شي؛ افغان سوداګر هم د ځانګړو افغاني توليداتو، لکه دوديزو جامو، لاسي صنايعو يا ځانګړو خوړو د پلور په برخه کې ترې ګټه اخیستلی شي.
ډراپشېپينګ (Dropshipping)
ډراپشېپینګ د انلاین سوداګرۍ یو بل زړهراښکونکی ماډل دی؛ په دې بڼه سوداګرۍ کې د سوداګرۍ مالک توکي په ذخیره کې نه ساتي، بلکې له پلور وروسته د درېيمګړي (third party) له لوري له رانیولو وروسته مستقيماً پېرېدونکو ته رسول کېږي. په دغه ماډل کې لږه ابتدايي سرمايه په کار ده او له لرې واټن څخه هم د اداره کېدو وړ ده؛ له همدې امله د نوو کډوالو لپاره له غوره اپشنونو دی.
د کرېپټو مارکېټ فرصتونه:
کرېپټو کرنسۍ (Cryptocurrencies) يا ډيجيټلي اسعار که څه هم نوې پنځونه ده، خو په نړۍواله کچه يې ډېره پاملرنه جلب کړې ده او زيات فرصتونه يې رامنځته کړي دي؛ کاناډا ته راغلي افغان کډوال چې له ټکنالوجۍ او مالي برخو سره علاقه ولري، کولی شي چې په دې برخه کې هم کار پيل کړي.
کرېپټو سوداګري: د کرېپټو کرنسیو پېر او پلور ښايي ګټور و اوسي؛ خو پام مو وي چې د دې کرنسیو مارکېټ ډېرې لوړې ژورې لري او په اړوند يې باید زياته پوهه ولرئ.
د کرېپټو استخراج (Crypto Mining): په کرېپټو استخراج کې د کرېپټو ټرانزيکشنونو اعتبارسنجي او بيا يې د بلاکچېن ډيجيټلي ليجر (blockchain digital ledger) ته وراضافه کول شامل دي؛ دا له ګټورې سوداګرۍ څخه ده، خو د دغه کار لپاره باید د پام وړ محاسباتو وړتیا ولرئ.
د کرېپټو سلاکارۍ دندې: دا چې کرېپټو يوه پېچلې او مغلقه نړۍ لري، د دې برخې متخصصينو لپاره زياته اړتيا ليدل کېږي؛ داسې متخصصين چې افرادو او سوداګرو ته د اړوند تجارتونو بريالي کولو لپاره ګټورې مشورې ورکړي.
د افغان کډوالو لپاره سرچینې او ملاتړ:
په کاناډا کې د افغان کډوالو لپاره چې غواړي انلاین سوداګرۍ پیل کړي، ډېرې سرچینې شته؛ دا سرچینې درسره د سوداګرۍ پیلولو او اداره کولو، تمویل او د کاناډا سوداګرۍ پر کلتور پوهېدو برخو کې مرسته کولی شي.
د مهاجرت سوداګریز سازمانونه: يو شمېر سازمانونه لکه د مهاجرینو لاسرسي فنډ (Immigrant Access Fund)، د BC د کډوالو خدمتونو ټولنه (Immigrant Services Society of BC) او د کاناډا سوداګرۍ پراختیا بانک (Business Development Bank of Canada) د کډوالو متشبثینو لپاره مشورې، لارښوونې او حتی د تمویل اپشنونه وړاندې کوي.
دولتي سرچینې: د کاناډا حکومت انلاین سرچینې لري چې د هغو له لارې تاسې ته د سوداګرۍ پيلولو پروسو چې په کې سوداګريزه پلان جوړونه، مارکيټينګ، مالي مسایل او د سوداګرۍ مديريت شامل دي، لارښود وړاندې کېږي.
ورکشاپونه او ټرينينګونه: ډېری سازمانونه لکه Futurpreneur Canada، Toronto Business Development Centre او YMCA د متشبثینو لپاره ورکشاپونه، لارښوونې او روزنیز پروګرامونه وړاندې کوي.
نيټورکېنګ (Networking): د هرې سوداګرۍ لپاره د یوې پیاوړې شبکې جوړول خورا مهم دي؛ د نيټورکېنګ په پايله کې غوره شراکت، لارښوونې او احتمالي پېرودونکو ته لاسرسی پیدا کېږي؛ ځينې کړنې لکه له محلي سوداګریزو سازمانونو سره یوځای کېدل، د نيټورکېنګ ايوېنټونو کې برخه اخیستل او له اړوند متشبثينو سره په اړيکه کې پاتې کېدل اغېزناک دي.
د کاناډا د سوداګرۍ کلتور درک کول: په کاناډا کې د سوداګرۍ دودونه ممکن د افغانستان له هغو سره توپیر ولري؛ د محلي سوداګرۍ په ادابو، د اړیکو پر طرزونو، د پېرېدونکو توقعاتو او د بازار پر رجحاناتو باندې پوهېدل د بریالیتوب لپاره خورا مهم دي.
پر ننګونو برلاسی کېدل:
که څه هم په کاناډا کې د انلاین سوداګرۍ برخه کې د افغان کډوالو لپاره ډېر فرصتونه دي، خو د پام وړ ننګونې يې هم پر وړاندې موجودې دي؛ په ځینو عامو ننګونو کې د ژبې خنډونه، د کاناډا د سوداګرۍ قوانینو په اړه د پوهې کموالی، د مالي تامين ستونزې او په نوي هېواد کې د شبکې جوړولو ستونزې شاملې دي؛ خو بيا هم دغه ننګونې د سمو ستراتیژیو او سرچینو په غوره کولو سره د حل وړ دي.
د ژبې خنډونه د انګلیسي یا فرانسوي ژبو د ټولګیو له لارې لرې کېدلی شي چې ډېری وختونه د مهاجرینو لپاره وړیا یا په ټیټه بیه وي. د کاناډا حکومت او نور ډېر غیرانتفاعي سازمانونه د کاناډا د سوداګرۍ قوانینو په اړه سرچینې او ورکشاپونه چمتو کوي چې افغان کډوال هم ترې ګټه اخیستلی شي. د متشبثينو، په ځانګړې توګه د کډوالو متشبثينو د تمويل په پار هم مرستې، پورونه او د تمویل افشنونه لري. د کډوالو متشبثینو لپاره د شبکې جوړول وخت نیسي، مګر په ايوېنټونو (events) او سازمانونو کې ګډون او له نورو متشبیثینو سره ملګرتيا جوړول مرستندوی تمامېدلی شي.
نهايي افکار:
په کاناډا کې د انلاین سوداګرۍ په برخه کې د افغان کډوالو لپاره ډېر فرصتونه شته دي. که په امازون کې محصولات پلورئ، د ډراپشپینګ یا د کریپټو کاروبار پيلوئ، په دې ټولو کې د ودې او بريا احتمال مو ډېر دی. د کاناډا پر مارکېټ پوهېدل، له شته سرچینو څخه ګټه پورته کول او له خپل ځانګړي مهارت او کمال څخه کار اخیستل د انلاین سوداګرۍ لپاره پیاوړی بنسټ چمتو کولی شي؛ خو په ياد ولرئ چې په دې برخه کې د بريا لپاره بايد له دوامداره زدهکړو او مختلفو شرایطو سره توافق ولرئ. همدارنګه تل لېوال او انعطافمنونکي واوسئ او په دې توګه د بريا منزلونو ته ځان ورسوئ.
د ودې او غوړېدا لپاره ستراتيژیانې: بازارموندنه او ټولنیزې رسنۍ
په کاناډا کې د انلاین سوداګرۍ غوړېدا ستاسو د بازارموندنې د ستراتیژیو اغېزناکتوب پورې اړه لري. په دې ستراتيژيو کې د ټارګېټ شوو مخاطبانو (audience)، پېشنهادي ارزښت (value proposition) او بازارموندنې پر هغو کانالونو پوهېدل شامل دي چې ستاسو مشتریان ورته ښه او اسانه لاسرسی لري.
د ټولنیزو رسنیو بازارموندنه: د ټولنیزو رسنیو ځيني پلټفارمونه لکه فېسبوک، انسټاګرام، ټویټر او لینکډین د ټارګيټي مخاطبانو د جلبولو لپاره کليدي رول لري. دغه ټولنیزې رسنۍ د انلاین مارکېټينګ (بازارموندنې) په برخه کې غوره اپشنونه (انتخابونه) لري.
د محتوا (منځپانګې) بازارموندنه: د ارزښتناکې منځپانګې لکه بلاګ پوسټونه، ویډیوګانې او انفوګرافیک د پېرودونکو په راجلبولو کې درسره مرسته کوي. باکيفيته منځپانګه نه يوازې دا چې ستاسو د ويبپاڼې SEO درجهبندي لوړوي، بلکې پېرودونکي مو هم په اسانۍ موندلی او ستاسو د محصولاتو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کولی شي. همدارنګه دغه ډول سرچينې ستاسې د سوداګرۍ باور هم په ډاګه کوي.
برېښناليک بازارموندنه: د برېښنالیکونو لیست جوړول او په منظم ډول ورته د خبرلیکونو یا وړاندیزونو لېږل کولی شي چې ستاسو د مخاطبانو په بوخت ساتلو کې مرسته وکړي او د پېرودونکو وفادارۍ ته وده ورکړي.
په کاناډا کې د الکترونیکي سوداګرۍ (E-commerce) پر قوانینو پوهېدل
د کاناډا په څېر هېواد ته د نوو راغلو کسانو لپاره د قانون کليمې اورېدل يو څه وېروونکی وي، خو بيا هم د الکترونیکي سوداګرۍ په اړه پر قانوني مسایلو پوهېدل د قانوني او معتبره انلاین سوداګرۍ پرمخ وړلو لپاره اړين دي. په دې برخه کې لاندې قوانین شامل دي:
د محرمیت قانون: د کاناډا د شخصي معلوماتو ساتنه او برېښنایي اسنادو قانون (PIPEDA) د دې لپاره اساسي مقررات ټاکي چې څرنګه د سوداګریز فعاليت په جريان کې شخصي معلومات مديريت شي.
د برېښنایي سوداګرۍ محافظت مقررات (CRTC): په دې کې د سوداګریز برېښنایي پیغامونو په ګډون، د پروموشنل برېښنالیکونو او متني پیغامونو لېږلو اړتیاوو په اړه مقررات ټاکل کېږي.
د مصرفوونکو محافظت قوانین: هر ولایت د مصرفوونکو د محافظت قوانین لري او دغه قوانین ځينې ساحې لکه د قرارداد عدالت، مسترد کېدنې، بيا اداینې او د پېرودونکو شکایتونه تر پوښښ لاندې نيسي. مهمه ده چې په اړوند ولایت کې پر دغو قوانینو پوه شئ، تر څو د سوداګرۍ پر وړاندې مو خنډ رامنځته نشي.
د بريالۍ سوداګرۍ پلان جوړول:
په ښه فکر سره د سوداګرۍ تدوین شوی پلان د هرې بریالۍ سوداګرۍ بنسټ جوړوي. په دې پلانګذارۍ کې د سوداګرۍ اهداف، ستراتیژي، مالي اټکلونه او د بازار په اړه بشپړه پوهه شامل دي. د تفصيلي سوداګرۍ پلان جوړول نه یوازې په منظم او متمرکز پاتې کېدو کې درسره مرسته کوي، بلکې د مالي تامين د لټون پر مهال هم درته ګټور تمامېدلی شي؛ ځکه چې پور ورکونکو ته ښکاره کېږي چې تاسو یو قوي او ګټور سوداګریز مفهوم او پلان لرئ.
په انلاین خدمتونو کې شته فرصتونه او د منځپانګې توليد:
د ډيجيټلي اقتصاد په غوړېدو سره د انلاین خدمتونو او د منځپانګې د توليد په برخه کې ګڼ شمېر فرصتونه رامنځته شوي دي. د افغان کډوال او سوداګر په توګه ستاسو تجربې او مهارتونه درسره لا مرسته کولی شي.
انلاین خدمتونه: د ویب ډیزاین، ډیجیټل بازارموندنې، سلاکارۍ، انلاین تدريس او ورته نورو برخو کې انلاین خدمتونه په دوامداره توګه وده کوي. د انلاین خدمتونو لپاره له خپلو ځانګړو مهارتونو ګټه اخیستل او له حداقل بودجې څخه سوداګري پيلول ستاسو په بريا کې مهم دي.
د ټولنیزو رسنيو او د سټريمېنګ (streaming) پلټفارمونو لکه يوټیوب او Twitch په غوړېدو سره د اصلي محتویاتو لپاره تقاضا ډېره شوې ده. که د ويډیوګرافۍ، پوډکاسټېنګ، ليکوالۍ يا ګرافيک ډيزاین په برخو کې مهارت ولرئ، د محتویاتو په تولید سره په دغه پلټفارمونو کې دوامداره عاید لاسته راوړلی شئ. سربېره پر دې، ځيني پلټفارمونه لکه Patreon او OnlyFans د منځپانګې تولیدوونکو لپاره مستقیم عاید هم برابرولی شي.
پایله:
په پايله کې ویلی شو چې په کاناډا کې انلاین سوداګریزه ساحه د افغان کډوالو لپاره ګڼ فرصتونه برابروي. په کاناډا کې د سوداګرۍ ساحه پراخه ده او د انلاین سوداګرۍ پرمخ بيولو کې هم ډېر فرصتونه او اسانتیاوې شته چې په بريالۍ توګه د دې سوداګرۍ د پیل کولو او مخې ته وړلو لپاره لاس په کار کېدلی شئ. د دغه سفر په پيلولو کې ځيني موارد لکه ثبات، سازګاري او زيار هغه څه دي چې د انلاین سوداګرۍ په برخه کې ستاسو بريا تضمينولی شي.
اخځلیکونه:
Statistics Canada. (2021). Retail e-commerce, November 2021. Retrieved from https://www150.statcan.gc.ca/n1/daily-
quotidien/220111/dq220111a-eng.htm
Government of Canada. (2021). Starting a business. Retrieved from https://www.canada.ca/en/services/business/start.html
Amazon Services. (2021). Fulfillment by Amazon (FBA). Retrieved from https://sell.amazon.ca/programs/fulfilled-by-amazon.html
Shopify. (2021). What is Dropshipping? Retrieved from https://www.shopify.ca/blog/what-is-dropshipping
Cointelegraph. (2021). Cryptocurrency Trading. Retrieved from https://cointelegraph.com/bitcoin-for-beginners/what-is-cryptocurrency-trading
Immigrant Access Fund. (2021). Micro Loans For Skilled Immigrants. Retrieved from https://www.iafcanada.org/
Business Development Bank of Canada. (2021). Support for entrepreneurs impacted by the coronavirus COVID-19. Retrieved from https://www.bdc.ca/en/pages/special-support.aspx?special-initiative=covid19
Canada Revenue Agency. (2021). Register your business. Retrieved from https://www.canada.ca/en/services/business/start/register-with-gov/register-sole-prop-partner-corp.html
Futurpreneur Canada. (2021). Get Started Program. Retrieved from https://www.futurpreneur.ca/en/get-started/
Hootsuite. (2021). Social Media Advertising 101: How to Get the Most Out of Your Ad Budget. Retrieved from https://blog.hootsuite.com/social-media-advertising/
Views: 43