د پیل خبرې
پیسې د هر چا خوښېږي؛ خو ډېر کم خلک د پیسو په ماهیت او مېکانېزم خبر دي. ښايي د د پیسو پخواني شکلونه، لکه فلزي سکې او بانکنوټونه ټولو ته یوه اندازه اشنا وي؛ خو د علم او ټېنکالوژۍ پرمختګ د پیسو او مالي سېسټمونو ډېر پېچلي شکلونه رامنځ ته کړي دي، چې په اړه یې پوهېدل اړین دي.
په دغو وختونو کې ټول د کرېپټو کرنسۍ په اړه خبرې کوي؛ حتماً پوهېږئ، چې کرېپټو کرنسي یا ډیجیټلي پیسې د پیسو نوی بڼه ده؛ خو دا چې کرېپټو څه شی دی؛ له کومه راغلی؛ څوک یې ملاتړ کوي؛ څنګه په ورځنیو معاملاتو کې استفاده کېږي؛ تاسو یې له کومه ترلاسه کولی شئ؛ څنګه پانګونه ورباندې کولی شئ او دې ته ورته پوښتنې به مو په دې لیکنه کې ځواب شي.
کرېپټو کرنسي څه شی ده؟
کرېپټو کرنسي د پيسو ډيجيټلي يا مجازي ډول دی، چې د خونديتابه په پار یې له کرېپټوګرافۍ (Cryptography) کار اخیستل کېږي او جعلکاري یې خورا ستونزمنه ده. د کرېپټو کرنسۍ نوم هم له کرېپټوګرافۍ څخه اخیستل کېږي، چې ان نوم یې د محرمیت او خونديتابه خبره کوي. کرېپټوګرافي یوه نوې علمي څانګه ده، چې د پېچلو ریاضیکي موډلونو او عملیو په واسطه د تماسونو او اړیکو اړوند معلومات داسې بدلوي، چې له معین شخص پرته یې بل څوک نهشي لوستلی، هغه مشهور شکلونه یې انکرېپشن او ډيکرېپشن دي؛ لکه ستاسو وټساپ، چې تاسو ته وایي ستاسو خبرې او مسیجونه په (Encryption) شوي شکل اړوو او هېڅوک یې نهشي لوستلای، حتیٰ د وټساپ او مېټا خپله اداره.
د معمولي پیسو برخلاف، چې مرکزي بانکونه یې نشر کوي او خصوصي بانکونه او مالي ادارې د هر نفر حساب او کاته نیسـي، کرېپټوکرنسـي غیرمتمرکز (Decentralized) مالي سېسټم دی، یعنې هېڅ مرکزي اداره د معاملاتو او خلکو حسابونه نه نیـسي، بلکې یوه غیر متمرکزه کاته (Ledger) کارول کېږي. له غیرمتمرکز څخه موخه دا ده، چې هېڅ دولتي اداره يا بانک پرې کنټرول نهلري، بلکې دغه پیسې او د ټولو سکو اړونده ډېټا د «بلاک چېن» ټېکنالوژۍ په مرسته د کاروونکو له لوري په اړونده شبکه (Network) کې ساتل کېږي.
ډيجيټلي پيسې (Crypto currencies) په ډيجيټلي توګه د يوې پرمختللې ټېکنالوژۍ په وسیله خوندي شوې وي. د پيسو په دغه سېسټم باندې دولتونه او بانکونه کنټرول نهلري، بلکې د دې پیسو د کنټرول او ادارې واک له عامو کاروونکو سره دی. دغه پيسې (د بلاک چېن/Block chain) په نامه ټېکنالوژۍ کې خوندي او ساتل کېږي او که په بله اصطلاح ووایو، «بلاک چېن» د ډيجيټلي پيسو د پشتوانې رول لري. دغه ټېکنالوژي چې له۲۰۰۸م کال څخه وروسته پنځول شوې ده، یواځې د ډيجيټلي پيسو نه، بلکې د يو شمېر نورو مواردو لکه ټولټاکنو، د رایې اچونې او ځينې نورو برخو کې هم اغېزناک او خورا خوندي استعمال لري.
کرېپټو کرنسۍ چا رامنځ ته کړې؟
د کرېپټو کرنسیو مفکوره ډېره پخوانۍ نه ده. په ۲۰۰۹ز کال کې د بيټکواین په رامنځ ته کېدو سره دغه ډول پیسې ایجاد شوې دي او له هغه وخته تر اوسه لسګونه نورې ډیجیټلي سکې جوړې شوې دي، چې هره ورځ میلیاردونه ډالره تبادلې او معاملې ورباندې کېږي. د بیټکواین مخترع یو مجهول الهوية(ناڅرګند) شخص دی، چې مستعار نوم یې Satoshi Nakamoto دی او نور مشخصات یې افشا شوي نه دي. دا نوم په جاپان کې یو عام نوم دی، لکه په افغانستان کې (بریالی) یا (توریالی)؛ داسې ښکاري، چې دا یو مستعار نوم دی. دغه شخص د (دوه ځلي مصـرفونې ستونزې/double-spending problem) ته د حل لار پيدا کړه، چې په دې سره ډيجيټلي کرنسۍ يوازې يو ځل مصرفېدلی شي او په دې سره یې د دې پیسو لپاره د اعتماد چاپېريال رامنځ ته کړ. په متمرکزو او سنتي مالي سېسټمونو کې پیسې دوه ځله نهشي استفاده کېدلای، مثلاً که تاسو یو د افغانیو زرګون ولرئ؛ نهشئ کولی په هغه باندې په یوه وخت کې دوه ځلې سودا واخلئ؛ داسې چې یو ځل یې یوه دکاندار ته ورکړئ او د زرو افغانیو غوړي واخلئ؛ بیا عین هماغه بانکنوټ قصاب ته ورکړئ، چې د شوروا لپاره د پسه غوښه واخلئ؛ عین بانکنوټ فقط یو ځل مصرفېږي؛ کرېډېټ او ډېبېټکارت کې مو هم عین پیسې دوه ځلې نهشئ مصرفولای؛ ځکه چې بانک په تاسو پسې کاته نیولې ده او اتومات ستاسو حساب تیارېږي؛ خو کرېپټو کرنسۍ کې تاسو پسې هېڅ مرکزي اداره تاسو پسې حساب نه نیسي؛ نو د دې وېره وه، چې مثلاً تاسو د یوه بېټکواین کوډ راکاپي کړئ او دوه ځلې یې وکاروئ، هم غوړي ورباندې واخلئ او هم بېګا ته د پسه شوروا ورباندې تیاره کړئ؛ خو دا ستونزه د بلاکچېن ټېکنالوژۍ په مرسته حل شوه او همدې ټېکنالوژۍ کرېپټو کرنسۍ ته اعتبار وروباښه. بلاکچېن یوه مفصله موضوع ده، په یوه جلا لیکنه کې به ورباندې بحث وشي.
تر اوسه څومره نوې کرېپټو کرنسۍ بازار ته وړاندې شوې دي؟
د کرېپټو کرنسیو سازول کومه ستونزمنه مسله نهده؛ یو ښه تخنیکي ټيم یا یو کس هم کولی شي یوه نوې کرنسي جوړه کړي، د یوې کرنسۍ پر وړاندې غټه ستونزه د کرنسۍ مشهورول او خلکو ته ورپېژندل دي، د CoinMarketCap په حواله تر دې دمه ۲۳۰۰۰ نوط کرنسیاني بازار ته وړاندې شوې دي؛ دا په دې معنیٰ، چې موږ په همدې تعداد یا هم تر دې زیاتې نوع سکې لرو، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې به فزیکي کرنسۍ تر ۲۰۰ زیاتې نه وي؛ مثلاً ډالر، ایرو، ریال، پیزو، روبل، افغانۍ او نور؛ خو ډیجیټلي سکې نه یواځې دا چې انواع او ډولونه یې زیات دي، بلکې هره سکه هم په یوه زیاته آندازه موجوده ده، مثلاً د بېټکواین مجموعي مقدار ۲۱ میلیونه سکې ښودل شوی دی، چې له دې هم زیاتېږي او لا هم ټولې نهدي وړاندې شوې. د ورلډ کواین په ذخیره کې ۱۰ میلیارده سکې دي، چې یواځې سل میلیونه یې تر اوسه بازار ته راغلې دي.
له دې تعدد او زیاتوالي سره سره د کرېپټو د بازار ۹۰ سلنه سرمایه یواځې په ۲۰ مشهورو سکو باندې بنده ده؛ د دې لیکنو په سلسله کې به پینځه مشهوري سکې، لکه بېټکواین، ایتریم، سولنا، ورلډ کواین او بایننس کواین تاسو ته درمعرفي شي.
پر کرېپټو کرنسیو څنګه پانګونه وکړو؟
هغوی چې غواړي د کرېپټو کرنسۍ بازار ته داخل شي او نه پوهېږي له کوم ځای یې پیل کړي، اړینه ده د کرېپټو کرنسۍ په بټوو(Wallets) کې اکونټ جوړ کړي؛ تر ټولو مشهور والیټونه او د تبادلې ادرسونه کواینبېس(Coinbase)، بایننس(Bainance) او . . . دي؛ معمولاً افغانستان کې خلک بایننس کاروي، تاسو کولی شئ، بایننس کې په اسانۍ سره د افغاني تذکرې یا پاسپورټ په مرسته اکونټ جوړ او تایید کړئ؛ بیا وررسته د بانک له لارې یا نورو ملګرو د اکونټونو په مرسته خپل اکونټ ته پیسې واچوئ؛ په افغانستان کې له ځینو صرافانو څخه، په ځانګړې توګه له انلاین صرافانو څخه ثابتې سکې، چې تیتر یا usdt ورته وایي، وپېرئ او بیا له هغه وروسته همدا ثابتې سکې په نورو سکو له بېټکواین، ایتریم، بایننس، کواینو، سلونا یا کومې بلې سکې بدلې کړئ؛ البته لازمه ده مخکې له دې ټولو چارو د کرېپټو کرنسینو، والټونو او پانګونې په اړه خپله پوهه لوړه کړئ.
د کرېپټو کرنسۍ والټ څه شی دی؟
کرېپټو کرنسي والټ یوه ډیجیټلي بټوه ده، چې کاروونکي ته اجازه ورکوي، کرېپټو کرنسي پهکې ذخیره کړي. کرېپټو والټ الکټرونیکي او فزیکي شکلونه لري؛ فزیکي یې د کمپیوټر لپاره د خارجي حافظې یا په عامه وطني اصلاح د فلش غوندې کارول کیږي، چې Ladger Nano S او trezor بلل کېږي. د دې ښهوالی دا دی، چې له انټرنیټ څخه جلا دي او د هک کېدلو خطر یې نهشته.
انلاین والټونه یا بټوې معمولاً په کمپیوټر او موبایل کې د انټرنیټ په شتون کې کارولی شئ؛ ښه مثالونه یې EXODUSE او Electrum دي، چې په پراخه کچه کارېږي؛ خو اوس وخت کې داسې والټونه، چې د تبادلې امکانات هم پهکې موجود وي، تر نورو زیات مشهور دي؛ لکه، ټرسټ والټ، بایننس، کواینبېس، کارکین او نور… په دې اړه مفصل بحث په یوه جلا مقاله کې لوستلی شئ.
ایا پر کرېپټو کرنسۍ پانګونه یو غوره پرېکړه ده؟
شاید د دغې پوښتنې لپاره واحد ځواب ونهشو موندلی، د پانګونې متخصصین، د بانکونو مالکان، د اسهامو دلالان او عادي پانګهوال بېلابېل دریځونه لري، ځينې کرېپټو کرنسۍ بېثباته بولي او وایي، چې هېڅ ذاتي ارزښت نهلري. وارن بافټ، چې د پانګونې په اړوند یې خلک خبرو ته ډېر احترام لري، وایي چې بېټکواین(کرېپټو کرنسۍ) هېڅ ذاتي ارزښت نهلري او د دې احتمال، چې بېټکواین صفر شي، تر دې ډېر دی، چې ارزښت دې یې یوه میلیون ډالرو ته ورسېږي؛ ځکه مناسبه نهده، چې کرېپټو کې دې پانګونه وشي. نسیم نیکولاس طلب د احصایوي او مالي علم متخصص دی، د ده نظریات زرګونو څېړونکو د ماخذ په توګه کارولي، یوه مقاله کې لیکي، چې بېټکواین(کرېپټو کرنسۍ) اصلاً پیسې نهدي؛ ځکه نه ټولو ته د قبول وړ دي، نه ارزښت ساتي او نه هم د تبادلې عامه وسیله ده. د یونان د اقتصاد پخوانی وزیر او یو چپی منتقد او اقتصادپوه «یانیس فاروفاکس» وایي: «کرېپټو ممکن یو ښه ټېکنالوژیک نوښت وي؛ خو زموږ د دې نړۍ ستونزې نهشي حل کولی او په نړۍوال اقتصاد کې یې سهم ډېر کم دی.»
د ۲۰۲۴م کال د مې تر میاشتې د ټولو ډیجیټلي سکو «کرېپټو کرنسیو» مجموعي ارزښت ۲،۵۵ ټریلیونه ډالره دی، دا مقدار یعنې ۲۵۵۰ دوهزرهپينځهسوهپینځوس میلیارده ډالر د افغانستان د اوس وخت د زرو کالو له بودجې سره برابر مقدار دی؛ البته په دې کې نږدې نیمایي یې بېټکواین تشکیلوي، چې دقیق مقدار یې ۱،۳۲ ټریلیونه ډالره دی؛ خو دا مقدار د نړۍ د مجموعي ناخالص تولید GDP ، چې په ۲۰۲۴م کال کې ۱۰۵ ټریلیونه ډالر اټکل شوی، یواځې دوه سلنه کېږي او که د ټولې نړۍ د اسهامو، کمپنیو، ارزښت لرونکو پاڼو او نورې سرمایې ارزښت، چې شاوخوا ۴۰۰ څلورهسوه ټریلیونه ډالره دی، د کرېپټو کرنسۍ د مارکېټ له مجموعي ارزښت ۲،۵۵ ټریلیونه سره مقایسه کړو؛ نو د کرېپټو سهم په نړۍواله سرمایه کې تر یوه فیصد هم کم دی.
د کرېپټو کرنسیو طرفداران بیا له بل لوري ادعا کوي، چې دا ډیجیټلي سیکې له ټولو نوسانانو او مشکلاتو سره سره تر بلې هرې پانګونې غوره دي. کرېپټو کرنـسۍ عامو او محرومو خلکو ته د پانګونې فرصت ورکړی دی او د هغو هېوادونو وګړو ته، چې بانکي خدمتونو ته لاسرسی نهلري، د پانګونې او بانکدارۍ فرصتونه اماده کړي. د افریقایي هېوادونو، لاتینې امریکا او ځينو اسیایي هېوادونو وګړو ته، چې بانکي خدمات یې تل ټکني، پرمصرفه او غیر شفاف دي، کرېپټو کرنـسي او غیر متمرکز مالي سېسټم یو ښه اپشن دی. دمګړۍ د نړۍ یو میلیارد وګړو په کرېپټو کرنسیو کې پانګونه کړې او د دې بازار ګډونوال دي او لا هم هر کال دا بازار پراخېږي. په ۲۰۱۳م کال کې د کرېپټو کرنسۍ مجموعي بازار ۱.۵ میلیارده ډالر نه و؛ خو په ۲۰۲۴م کې یې د بازار د مجموعي سرمایې مقدار تر ۲،۵۵ ټریلیونه ډالرو ورسېده. په مجموع کې په تېرو لسو کلونو کې د کرېپټو رشد په اوسط ډول ۱۵۷۶٪و، یعني که لس کاله مخکې مو د کرېپټو په یوه مشترک پکېج کې، چې مختلف نوع کرنسۍ یې لرلې، ۱۰۰۰ ډالره پانګونه کړې وی، اوس به یې مجموعي ارزښت شاوخوا ۱۵ زره ډالره و. که مو یواځې بېټکواین کې پانګونه کړې وی، اوس مو شاید پانګه ۶۰ شپېته زره ډالره وی.
که څه هم غیر متمرکز مالي سېسټم، چې د حکومتونو له واک او راج څخه د باندې دی او د سنتي مالي او بانکي سېسټم بدیل ګڼل کېږي؛ خو بیا هم د حکومتونو له پالیسیو، بندیزونو، مالي او پولي تغییراتو او سیاسي اوضاع څخه ډېر اغېزمن او نوساني دی؛ خو ډېریو ته د ژر شتمن کېدلو فرصتونه لري، زما په نظر اړینه ده، ادم ورڅخه باخبره شي.
ماخذونه
CoinMarketCap. (n.d.). Cryptocurrency: A Beginner’s Guide. Retrieved from https://coinmarketcap.com/alexandria/article/what-are-cryptocurrencies
CoinGecko. (n.d.). What is Cryptocurrency? A Beginners’ Guide. Retrieved from https://www.coingecko.com/en/learn/what-is-cryptocurrency
SlickCharts. (n.d.). Cryptocurrency Market Capitalization. Retrieved from https://www.slickcharts.com/currency
CoinCodex. (n.d.). Cryptocurrency Prices, Charts and Market Capitalizations. Retrieved from https://coincodex.com/
International Monetary Fund. (2024). World Economic Outlook Update, January 2024. Retrieved from https://www.imf.org/en/Publications/WEO/Issues/2024/01/30/world- economic-outlook-update-january-2024
Good Financial Cents. (2024). Bitcoin Annual Total Returns. Retrieved from https://www.goodfinancialcents.com/bitcoin-annual-returns/
CryptoNews. (2024). Bitcoin History: From 2008 to 2024. Retrieved from https://cryptonews.com/cryptocurrency/bitcoin-history/
Statista. (2024). Bitcoin price history. Retrieved from https://www.statista.com/statistics/326707/bitcoin-price-index/
Views: 79