په کندهار کې یوه ځوان په خپل نوښت په لومړي ځل د انلاین ټکسي خدمات پیل کړي او خلک کولی شي چې د یوه ځانګړي اپلیکېشن له لارې ټکسي هر ځای ته ور وغواړي.
د انلاین ټکسي دغه خدمات د «سیار» په نوم دي او د دغه شرکت مسوول وایي، غواړي چې دغه خدمات د کابل په ګډون د افغانستان درېیو نورو ښارونو ته هم وغځوي.
سمیعالله پيغام چې د دغه شرکت مسوول دی وایي، دا مهال په کندهار کې د انلاین ټکسي خدمتونو په برخه کې ۲۵ موټرونه فعالیت لري او غواړي چې دغه شمېر ۷۰ ته ورسوي.
هغه زیاته کړه، د دغه انلاین خدمتونو لپاره یې د ګرځند ټيلېفون یو اپلیکېشن جوړ کړی چې د هر ټکسي موقعیت ښيي او له لارې یې خلک کولای شي خپلې ساحې ته نږدې ټکسي ور وغواړي او تر خپل هدفه ځان ورسوي.
نوموړي وویل: «د انلاین ټکسي خدمات په ډېرو هېوادونو کې شته، نو موږ وغوښتل چې دلته موږ هم همداسې یو سیسټم فعال کړو چې دا د خلکو لپاره یوه لویه اسانتیا ده، موږ کوښښ کوو چې په کابل، هرات او بلخ کې هم د انلاین ټکسي خدمتونه پيل کړو.»
پیغام وایي، د دغه خدمتونو لپاره یې ټول نوي ماډل موټر درولي چې له ډېرو اسانتیاوو څخه برخمن دي او خلک کولای شي په هوسا ډول پکې تګ راتګ وکړي.
د کندهار اوسېدونکي هم دا یو ښه ګام بولي او وایي، انلاین سیسټم په هره برخه کې ډېر ګټور تمامېږي خو باید ښه ګټه ترې واخیستل شي.
د کندهار یو اوسېدونکی منیراحمد وایي: «په نوره نړۍ کې ډېر کاروبارونه په انلاین شکل کېږي، نو موږ ته هم په کار ده چې په دې برخه کې کار وکړو او ځان ته اسانتیاوې جوړې کړو؛ لکه اوس چې د دغه انلاین ټکسي خدمات پیل شوي.»
په دې وروستیو کې کندهار کې په نورو برخو کې هم انلاین خدمتونه ډېر شوي، تر اوسه د دغه شرکت اپلیکېشن چې د سیار په نوم دی، ۱۴۰۰ کسانو خپلو موبایلونو ته کښته کړی دی.
Views: 9