له تېرو څو لسیزو راهیسې ګڼ شمېر افغانان امریکا ته راغلي او د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو او ښارونو کې مېشت شوي دي؛ دلته داسې افغانان هم مېشت دي چې په ۱۹۸۰مه لسیزه او یا له هغه مخکې راغلي او بیا یو شمېر په ۱۹۹۰مه لسیزه کې پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل وروسته چې میلیونونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول، نو ځیني یې امریکا ته هم راغلي او همدلته مېشت شوي دي.
خو امریکا ته له خپلو کورنیو سره د افغانانو د راتګ څپه هغه مهال تېزه شوه چې د سپټمبر یوولسمې له بریدونو وروسته امریکایي ځواکونه افغانستان ته راغلل او د دوی په ادعا د ترهګرۍ ضد مبارزه یې پیل کړه.
د نظامي ماموریت ترڅنګ امریکا د افغانستان بیارغونه کې هم پراخه ونډه واخیسته او دغه هېواد نړۍوالې پراختیایي ادارې (یواېسایایډي) له لارې یې د بیارغونې کارونه ترسره کول.
په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې یې هغو افغانانو ته چې له دوی سره یې په نظامي او ملکي برخو کې نېغ په نېغه کار کړی و، د مهاجرینو ځانګړو ویزو (اېسایوي) پروګرام پیل کړ چې د دغه پروګرام له لارې زرګونه کورنۍ امریکا ته کډوالې شوې او اوس د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو او ښارونو کې یې نورمال ژوند پیل کړی دی.
خو ۲۰۲۱ زېږدیز کال په افغانستان کې د جمهوري حکومت له ړنګېدو وروسته امریکا د تخلیې په پروګرام کې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان انتقال کړل او د دغه هېواد د ۳۰ ایالتونو په بېلابېلو ښارونو کې یې مېشت کړل. د معلوماتو له مخې، په امریکا کې دا مهال شاوخوا پنځه سوه زره افغانان مېشت دي او ډېرو یې د امریکا تابعیت یا ګرین کارت اخیستی او دلته د نورو مسلمانانو له ټولنو سره په ګډه ژوند کوي.
په امریکا کې د مذهبي ازادۍ له امله مسلمانان هم بېلابېلې ځانګړې ټولنې، جوماتونه او د نورو مذهبي او کلتوري پروګرامونو لپاره ځانګړې ځایونه لري؛ مسلمانان د نورو مذهبي کړنو ترڅنګ د خپلو مړو د تدفین، تکفین او جنازو لپاره هم ځانګړې ساحې او هدیرې لري.
په دغه راپور کې پر افغانانو تمرکز شوی چې دوی په امریکا کې د خپلو مړو څه ډول تکفین، تدفین او جنازه کوي؛ امریکا ډېر پراخ هېواد دی، د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ یې هم څلور ساعته د وخت توپیر دی، د بېلګې په توګه د امریکا ختیځ ښار نیویارک کې چې د سهار لس بجې وي، نو په لوېدیځ کلفورنیا کې د سهار شپږ بجې وي، دغه راز د اقتصاد له اړخه د هر ولایت د ځمکو او نورو توکو بیې هم جلا دي، موږ به د یو شمېر هغو ایالتونو یادونه وکړو چې هلته افغانان ډېر اوسېږي.
ورجینیا، میریلینډ او واشنګټن (ډياېموي):
د امریکا پلازمېنه واشنګټن او پلازمېنې ته نږدې دوه نورو د ورجینیا او میرېلینډ ایالتونو کې ډېر افغانان مېشت دي چې شمېر یې لسګونو زرو ته رسېږي؛ دلته افغانان خپل ځانګړي جوماتونه لري او په ځینو سیمو کې بیا د نورو هېوادونو له مسلمانانو سره ګډ مذهبي او کلتوري پروګرامونه نمانځي.
په واشنګټن کې د افغانانو ټولنې مشر جاوېد کوټوال وایي، په ډياېموي (واشنګټن، ورجینیا او میریلینډ) کې د مسلمانانو او افغانانو بېلابېلې ټولنې شته او هره یوه د خپلو مړو د تدفین لپاره ځانګړې هدیرې او مراسم لري.
هغه وصال ټلوېزیون ته وویل، په ورجینیا کې چې کوم افغان وفات کېږي، که چېرې د کومې ټولنې یا جومات غړیتوب ولري او کلونه یې د حقالعضویت پیسې ورکړې وي، نو د قبر، تدفین او تکفین ډېری لګښتونه یې د همدې ټولنو یا جوماتونو له خوا ورکول کېږي چې بیا پر کورنۍ ډېر کم لګښت راځي، خو که څوک د کومې ټولنې یا جومات غړیتوب ونه لري او حقالعضویت یې نه وي ورکړی، نو له لسو زرو تر ۱۵ زره ډالرو لګښت پرې راځي؛ په دغو لګښتونو کې د قبر د ځمکې لګښت، د قبر کیندل، بېرته ډکول، د غسل، کفن او نور لګښتونه شامل دي.
کوټوال زیاتوي، کوم افغانان چې نوي راغلي او یا هم اقتصاد یې کمزوری وي، د هغوی لپاره بیا په یوه لرې ساحه چې سټافرډ نومېږي، له ډيسي څخه یو ساعت موټر کې واټن دی، هلته بیا لګښتونه کم راځي، یعنې که په نږدې سیمو کې لس زره لګښت راځي، هلته بیا پنځه زره ډالر لګښت راځي، خو ډېر خلک ځکه دا لرې ساحه نه خوښوي چې بیا د خپلو کورنیو غړو قبرونو ته د دعا او نورو مراسمو لپاره هر وخت نه شي ورتللی.
هغه زیاته کړه چې په دې سیمو کې د جنازو مراسمو، غسل ورکولو، تکفین کولو او په یخچال کې د مړو ساتلو او نورو مراسمو ترسره کولو برخو کې د مسلمانانو بېلابېل شرکتونه فعالیتونه کوي.
د کوټوال په وینا، د مړو د تدفین او تکفین مراسم هغه مهال ترسره کېږي، کله چې د روغتون له خوا د مړي کورنۍ ته «ډیټ سرټیفیکیټ» ورکړل شي؛ د ځینو کورنیو خپلوان لرو سیمو او یا نورو هېوادونو کې وي، بیا مړی د څو ورځو لپاره په یخچال کې ساتل کېږي چې د هغه بیا جلا لګښت راځي.
دی وایي، کله چې د روغتون له خوا د مړي کورنۍ ته سند ورکړل شي، بیا دوی د مړي د لېږدولو اجازه لري، له روغتونه بیا د غسل او تکفین ځانګړې ساحې او له هغه وروسته بیا هدیرې ته وړل کېږي او هلته یې د جنازې مراسم ادا او خاورو ته سپارل کېږي.
په واشنګټن کې د افغانانو ټولنې مشر جاوېد کوټوال وایي، ځینې کورنۍ خپل مړي افغانستان ته لېږدوي، پخوا دغه کار لږ اسانه او ډېر کېده خو د جمهوریت له سقوط وروسته لږ ټکنی شوی؛ ځکه چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت بند دی او ډېر کارونه له کاناډا څخه ترسره کېږي.
هغه زیاتوي چې افغانستان ته د مړو پر لېږدولو هم له لس تر پنځلسو زره ډالرو لګښت راځي، خو دا هم په بېلابېلو ایالتونو پورې مربوط دی، له شمالي او ختیځو ایالتونو لږه ارزانه او له لوېدیځو ایالتونو په لوړه بیه تمامېږي.
په میریلینډ کې مېشت د پژواک خبري اژانس پخوانی خبریال زینالله ستانکزی وایي، دلته د افغانانو ټولنې له خپلو غړو حقالعضویت اخلي او بیا چې کله د کومې کورنۍ څوک مړ کېږي، نو له همدې بودجې د تدفین او تکفین او جنازې مراسمو لګښتونه ورکول کېږي.
هغه زیاتوي، د ماشومانو پر تکفین او تدفین شاوخوا پنځه زره ډالره او پر لویانو شاوخوا لس زره ډالره لګښت راځي. ستانکزی وایي، څوک چې خپل مړي افغانستان لېږدوي نو پر هغه شاوخوا ۱۲ زره ډالر لګښت راځي.
کلفورنیا:
کلفورنیا د امریکا په لوېدیځ کې پروت یو له سترو ایالتونو دی خو دغه ایالت څو برخې لري، هغه سیمې یې چې بحر ته نږدې دي، «بي ایریا» ورته وایي، دلته د کورونو کرایو او د ځمکو بیې لوړې دي او د دغه ایالت د پلازمېنې سکرمنټو په ګډون په ځینو سیمو کې یې بیا بیې ټیټې دي.
په کلیفورنیا کې د افغانانو فرهنګي ټولنې مشر عبدالنصیر یاسیني وایي، د دغه ایالت په «بي ایریا» یا بحر ته نږدې شاوخوا ښارونو کې جوماتونه خپلې هدیرې لري، بیا خلک له دغو جوماتونو سره ځان راجستروي او هره میاشت له دېرشو تر ۵۰ ډالرو پورې حقالعضویت ورکوي، بیا چې کله د دوی له کورنیو څوک وفات شي او د جومات غړیتوب ولري، نو د جومات له بودجې یې د قبر او تدفین لګښتونه ورکول کېږي او څوک چې غړیتوب نه لري نو هغوی بیا اړ دي چې ټول لګښت خپله ورکړي چې شاوخوا لس زره امریکايي ډالر راځي.
سکرمنټو د کلیفورنیا ایالت مرکز دی، په امریکا کې تر ټولو ډېر افغانان په دغه ښار کې له لسګونو کلونو راهیسې مېشت دي، دلته افغانان بېلابېلې ټولنې لري، ځینې یې بیا خپل جوماتونه لري او ځیني نور بیا له نورو مسلمانانو سره ګډ جوماتونه او هدیرې لري.
په سکرمنټو کې د بهسودیانو ټولنې مشر قاري عبدالباعث وایي، دلته د افغانانو دوه ستر جوماتونه دي چې امامان یې هم افغانان دي او هر یو جومات بیا خپلې ټولنې هم لري او افغانان ورسره غړیتوب لري.
هغه وایي، دلته د مسلمانانو ستره هدیره ده، کله چې څوک له افغانانو وفات شي، بیا د جوماتونو او ټولنو مسوولین هغه ټولې چارې پر مخ وړي، پر لویانو درېنیم زره او پر نابالغو زر ډالره لګښت راځي چې د همدوی له خوا ورکول کېږي.
ده زیاته کړه، که چا د کوم جومات یا ټولنې تازه غړیتوب اخیستی وي او ډېر حقالعضویت یې نه وي ورکړی نو بیا له هغه نیم لګښت اخیستل کېږي.
قاري عبدالباعث وایي: «زموږ د بهسودیانو ټولنه بیا ځانګړی پروګرام لري، که څوک وفات شي، نو یو نفر ټول لګښت کوي او بیا وروسته دغه لګښت د ټولنې پر ټولو غړو وېشل کېږي، دغه راز د ټولنې له خوا د مړي لپاره د فاتحې او خیرات مراسم هم نیول کېږي.»
لاسانجلس:
لاسانجلس د کلیفورنیا سوېل ته بل ستر ښار دی او هلته هم له کلونو راهیسې افغانان مېشت دي، په دغه ښار کې مېشت د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون پخوانی استاد صدیق امرخېل وایي چې دلته هم د مسلمانانو بېلابېل جوماتونه دي او څوک چې له دغو جوماتونو سره ثبت وي او حقالعضویت ورکوي، نو بیا د مړو د تدفین او تکفین مراسمو لګښتونه له همدې پیسو ورکول کېږي. د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ښار کې پر دغو مراسمو شاوخوا لس زره امریکایي ډالر لګښت راځي.
جورجیا:
دا د امریکا په سوېل ختیځ کې پروت ایالت دی؛ له پنځوسو ایالتونو څلورویشتم لوی ایالت دی، مرکز یې د اټلانټا ښار دی، اټلانټا ته د جوماتونو ښار هم ویل کېږي، دلته په هر څو کیلومترۍ کې یو جومات دی.
په دغه ښار کې ځیني داسې افغانان اوسېږي چې دېرش څلوېښت کاله پخوا راغلي او ځیني داسې هم شته چې د تېر جمهوريت پر مهال راغلي، خو ډېر یې بیا د جمهوریت له سقوط وروسته د تخلیې پروګرام کې راغلي دي.
په جورجیا ایالت کې د افغانانو د متحدې ټولنې یو تن مرکزي غړي حاجي محمد سلیم عزیزیار وایي، په دغه ایالت کې افغانان ځانګړې هدیره نه لري، خو له نورو مسلمانانو سره په ګډه خپل مذهبي او کلتوري مراسم ترسره کوي او په یوه هدیره کې خپل مړي خښوي.
عزیزیار وصال ټلوېزیون ته وویل، دلته د جورجیا اسلامیک انسټیټیوټ تر چتر لاندې یو ستر جومات دی چې خطیب او امام یې مولانا عبدالغفار نومېږي او د کوزې پښتونخوا اوسېدونکی دی، دغه جومات دوه هدیرې درلودې چې یوه یې اوس تقریباً ډکه شوې او بله هدیره ډېر ستره ده چې د مسوولینو په وینا، تر سلو کلونو پورې کفایت کوي.
د حاجي محمد سلیم عزیزیار پلار چې تازه څه موده مخکې وفات شوی و، د افغانانو د مړو د تکفین، تدفین او جنازو په اړه وایي، که څوک په کور کې وفات شي، لومړی د «۹۱۱» شمېرې ته زنګ وهي، هغوی راځي، مړی روغتون ته وړي او هلته له معایناتو وروسته له یوه سند سره د مړي د انتقال اجازه ورکوي.
ده وویل، دلته بیا مړو ته د غسل او کفن ورکولو ځانګړې ځایونه دي چې (فینرل هاوس) ورته وایي، هلته بیا ځینې مسلمانان شته چې په رضاکارانه توګه مړو ته غسل ورکوي او ځینې خلک بیا په خپله خپلو مړو ته غسل ورکوي او کفن ورکوي خو د تکفین وسایل ، کفن وغیره همدلته ترلاسه کېږي.
هغه وایي، کله چې د غسل او تکفین مراسم یې خلاص شول، مړی تابوت کې کېښودل شو، بیا په یوه ځانګړي موټر کې له «فینرل هاوس» څخه هدیرې یا جومات ته وړل کېږي، دا چې په لاره کې ترافیکي ستونزه پیدا نه شي، ځیني خلک او کورنۍ دوه موټرسایکل سپاره پولیس راغواړي چې دغه پولیس بیا د مړي موټر تر هدیرې پورې بدرګه کوي.
عزیزیار مخکې وویل چې خلک له مخکې د هدیرې او جومات مسوولینو ته خبر ورکوي، هغوی د قبر ایستلو او جنازې پروګرام تنظیموي او بیا یې د مړي له کورنۍ سره یې شریکوي. نوموړی وایي چې په هدیره کې یو قبر په شاوخوا ۲۰۰۰ ډالر اخیستل کېږي، بیا د قبر کیندلو لپاره یو سکواټر ته اړتیا وي، د دې ترڅنګ پر قبر کاڼي اېښودل کېږي چې دا ډول هم تر ۱۲۰۰ ډالرو پورې لګښت راځي، دغه راز په «فینرل هاوس» کې د مړي په غسل او کفن هم شاوخوا ۱۶۰۰ ډالره لګښت راځي او هر پولیس چې له موټرسایکل سره راځي، ۲۰۰ ډالره اخلي.
د عزیزیار په وینا، دلته په دغه ایالت کې د یوه مړي پر تکفین، تدفین او جنازې له پنځو تر شپږ زره ډالرو لګښت راځي.
ټیکساس:
ټیکساس د امریکا سوېل کې یو له سترو ایالتونو دی؛ د دغه ایالت په هوسټن، اسټن، سنانټونیو او ډلاس ښارونو کې له کلونو راهیسې د افغانانو زرګونه کورنۍ اوسېږي. په سنانټونیو کې د افغانانو د یوې ټولنې مشر عصمتالله وایي چې دلته هم افغانان ټولنې ته حقالعضویت ورکوي او بیا له همدې پیسو د مړو د تدفین، تکفین او جنازې مراسمو لګښتونه ورکول کېږي.
خو هغه زیاتوي، چا چې دوه کاله د حقالعضویت پیسې ورکړې وي، بیا په دې کټګورۍ کې راځي او که چا له دې کمې ورکړې وي، بیا لګښت نه ورکول کېږي.
هغه هم وویل چې په دغه ایالت کې له څلور زره نیولې تر اتو زرو ډالرو پورې د یوه مړي د تدفین، تکفین او جنازې پر مراسمو لګښتونه راځي.
Views: 92