په امریکا کې د ماشوم وهل او ځورونه کومي قانوني پایلې لري؟

وصال ټلوېزیون
مارچ 6, 2024

د امریکا په متحده ایالاتو کې د ماشوم جسمي او رواني ځورونه جرم ګڼل کېږي، نه یوازې ځورونه بلکې که چېرې د ماشوم والدین یا یې قانوني ساتندویان او سرپرستان خوراک او پالنې ته سمه پاملرنه ونه کړي، د هغوی دغه غفلت جرم ګڼل کېږي او له قانوني مسوولیتونو سره مخ کېږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د قانون له مخې، والدین مسوولیت لري چې د خپل ماشوم لاندې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي:

۱-خواړه، جامي او کور

۲-فزيکي او رواني روغتيا ته پاملرنه

۳-عامه يا خصوصي تعليم

۴-مالي مرسته

۵-څارنه

۶-ساتنه

له ماشومانو سره د ناوړه چلند ډولونه:

فزیکي ناوړه چلند: هر ډول تاوتریخوالی لکه وهل، ګوزارونه، څپېړې، په سوک او لغتو باندې وهل او همدارنګه په نورو شیانو لکه لښته، مزی او لرګي وهل ټول په فزیکي ناوړه چلند کې راځي.

رواني ځورونه: هره بده او تېزه خبره لکه ملنډې، په قهرېدل، بدې ویناوې، کنځلې، ټوکې، نیوکې، ګواښونه او هر ډول لفظي ناوړه چلند چې د ماشوم په احساساتو ناوړه اغیز وکړي، په رواني ځورونه کې راځي.

جنسي ګټه اخیستنه: هر ډول جنسي اړیکه، جنسي کار اخیستنه، له جنسې مسایلو او موضوعاتو سره مخ کول، نامناسب لمس کول، یا د نامناسب عکسونو یا ویډیوګانو ورښودل په جنسي ګټه اخیستنه کې راځي.

غفلت: ماشومانو ته د اړتیا وړ شیانو نه برابرول لکه پوره خواړه، سرپناه، جامې، پالل، تربیه او روغتیایي پاملرنه نه کول د ماشوم پر وړاندې په غفلت کې راځي.

په امریکا کې یو ماشوم په کور کې یوازې پرېښودل په غفلت کې راځي، په ځانګړې توګه کله چې دوی د زیان یا خطر سره مخ کوي. د امریکا درې ایالاتونو کې په کور کې د ماشوم د یوازي پرېښودو په اړه یې د ماشوم عمر ټاکلی دی؛‌ په الینوس ایالات کې له ۱۴ کلونو، په مریلینډ ایالت کې له اتو کلونو او په اوریګون ایالت کې له ۱۰ کلونو څخه د کم‌عمر لرونکي ماشوم کې په کور کې یوازې پرېښودل جرم ګڼل کېږي.

خو د امریکا په نورو ایالتونو کې د ماشوم په اړه هر وضعیت په انفرادي ډول اداره کېږي او د غفلت تعریف توپیر لري، هلته د ماشوم کم‌عمر تعیین شوی نه دی.

هغه والدین چې پر مخدره توکو روږدي وي، په ځینو شرایطو کې د ماشومانو پر ناوړه ګټه اخیستنې او غفلت تورن کېدای شي او د مخدره توکو غیرقانوني فعالیتونو ته د ماشومانو هڅول هم په ډېری ایالتونو کې جرم دی.

د ماشومانو په وهلو سره نه یوازې د کور نظم خرابېږي، بلکې د هغوی لپاره دا لاندې بدې پایلې هم لري:

د لنډمهال لپاره ماشوم ته خپګان، اضطراب، بې خوبي، ضد کولو او د ځان کم ګڼلو تاوانونه رسوي او د نشه‌یي توکي کارول او پر نشه روږدېدل، د درک ضعف، په مطلب سم نه پوهېدل، په مهارتونو کې پاتې راتلل او په تعلیم او ژوند کې وروسته پاتې کېدل هغه ستونزې دي چې ماشوم ورسره په اوږدمهال کې مخ کېدای شي‎.

د نیویارک ښار په یوه زندان کې د ترسره شوې یوې سروې په نتیجه کې څرګنده شوه چې ډېری بندیان په ماشوم‌توب کې له ځورونو سره مخ شوي وو.

پایله دا چې له ماشومانو سره بد چلند د هغوی په راتلونکي ژوند کې جرمونو او جنایتونو ته لاره هوارولاي شي.

د ماشومانو سمه روزنه، پالنه او ساتنه د کورنیو د نیکمرغۍ او بریالیتوب ښکارندویي کوي چې له کبله یې یوه سالمه ټولنه رامنځته کېږي.

ایا پوهېږئ چې له ماشومانو سره بد چلند څه قانوني پايلې لري؟

د امریکا د قوانینو له مخې، له ماشومانو سره هر ډول ناوړه او بد چلند لکه وهل، کنځلې، بدې ویناوې، پر هغوی ناوړه او ناروا کارونه ترسره کول جرم ګڼل کېږي. همدارنګه د ماشومانو په روزنه او ساتنه کې بې پروایي او غفلت هم جرم دی. هر هغه څوک چې عمر یې له ۱۸ کلونو ښکته وي د متحده ایالاتو د ماشومانو ساتنې قانون له مخې ماشوم ګڼل کېږي.

د ماشومانو د پالنې او ساتنې لومړی درجه مسوولیت د هغوی پلار او مور، ولي او یا هم قانوني سرپرستانو ته راجع کېږي. که چېرته پر دوی د ماشوم وهل ثابت شي او یا هم ثابته شي چې هغوی د ماشوم په پالنه او ساتنه کې غفلت او بې پروایي کړې ده، نو حکومت له ور څخه ماشوم بېلوي او ان په ځینو شرایطو کې شونې ده چې له والدینو څخه د پلارولۍ او مورولۍ حق هم واخیستل شي، یا هم د هغوی د قانوني سرپرستانو څخه د هغوی د سرپرستۍ، پالنې او ساتنې حق او امتیاز سلب شي.

په ښوونځيو او روزنتونونو کې د ماشومانو ښوونکي او روزونکي، همدارنګه د ماشوم هغه خپلوان یا هم قانوني سرپرستان چې د ماشوم د ساتنې او پالنې رسمي مسوولیت ورته سپارل شوی وي، د ماشوم پر وړاندې د هغه د ساتنې او پالنې مسوولیت لري.

د قانون له مخې، دغه مسوول اشخاص مسوولیت لري چې د ماشومانو په اړه له هرې بدې پېښې ځان خبر کړي او که چېرې د ماشوم د حقوقو نقض رامنځته شوی وي، نو مسوولیت لري چې په اړه یې مسوولینو ته خبر ورکړي څو ماشومان خوندي پاتې شي.

که چېرته دا مسوول خلک حکومت ته د خبر ورکولو برخه کې غفلت وکړي، هغوی هم له قانوني چلند سره مخ کېدای شي. همدا علت دی چې په ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، وړکتونونو او نورو ځایونو کې مسوول خلک کوښښ کوي چې د ماشومانو د فزیکي روغتیا ترڅنګ د هغوی په رواني روغتیا هم ځانونه پوه کړي. که چېرته هغوی ته د ماشوم پر بدن کوم ټپ او یا هم د وهلو کومه نښه ښکاره شي په دې اړه پلټنې کوي.

د قانون له مخې، کله چې د ماشوم په اړه د تاوتریخوالي یوه پېښه ثبت شي، حکومت دا پېښه د پلټنو لپاره د ماشومانو محافظتي خدمتونو مسوولینو ته سپاري چې له لومړنيو تحقیقاتو وروسته موضوع پولیسو او بیا محکمې ته راجع کېږي. په لومړي سر کې ماشوم له خپلې کورنۍ څخه بېلوي او په ځانګړي مرستونونو کې یې د لنډمهال لپاره ساتي او وروسته یې خپلوانو او نورو اعتباري خلکو ته سپاري څو چې د ماشوم محکمه پرېکړه ونه کړي ماشوم خپل کور ته نشي تللی.

حکومت د پېښو د اورېدلو لپاره ځانګړې ټېلیفوني شمېرې لري چې د هر ایالت له ویبپاڼو څخه ترلاسه کېدلای شي.

سرچینې:

Green Leaf Foundation: https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=pfbid0aoJqYy7Vwe1VVJ9Gb2gBqwSBf3tsJT7hEvf4Z5zTrEe3qVkVSLyrXydCZScGsopPl&id=100095339194976

https://usahello.org/life-in-usa/family/parenting-laws/

https://usahello.org/life-in-usa/family/childcare/

Views: 64

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi