د امریکا د P1، P2 او P3 وېزو په اړه معلومات

جاویداحمد کاکر
سپتمبر 1, 2023

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې کله چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسېدل او په کابل کې د امریکا سفارت وتړل شو، امریکایي پوځیانو څه باندې ۱۰۰ زره افغانان په نظامي الوتکو کې وایستل؛ په هغو کې ډېر داسې کسان هم وو چې په افغانستان کې یې د امریکا له حکومت سره کار کړی و او لا هم په متحده ایالاتو کې په دایمې توګه د پاتې کېدو لپاره باید د کډوالۍ بهیر بشپړ کړي.

د امریکا غږ د یوه راپور له مخې، P1 ویزې د هغو افغانانو لپاره دي چې په افغانستان کې یې د امریکا د حکومت لپاره کار کړی؛ P2 بیا د هغو افغانانو لپاره ویزې دي چې داسې غیرحکومتي سازمان یا د امریکایي مطبوعاتو لپاره یې کار کړی وي چې مرکز یې په امریکا کې وي او درېیمه کګټوري یې د P3 ویزې دي، دا هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې د کورنۍ نږدې غړي یې په امریکا کې وي.

د یادونې ده چې د P1 او P2 پروګرامونه د ویزې د صدور پروګرامونو په کتګورۍ کې نه راځي او دغه راز د غیرکډوالۍ P ویزې کټګورۍ سره هیڅ اړیکه نه لري. د کډوالو د مېشتیدنې پروګرام او P1 او P2 پروګرامونه د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروګرام (اېس ای وي) او د لنډمهاله بشردوستانه اقامت له ویزې سره توپیر لري، د امریکا متحده ایالتونه د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) هغو افغانانو ته ورکوي چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال یې په افغانستان کې د امریکا له پوځي، ملکي او نورو اړوندو ادارو سره کار کړی وي.

د P1 او P2 پروګرامونو ته افغانان څرنګه راجع کېږي؟

د P1 متقاضیان باید د سفارتونو، غیردولتي موسساتو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا راجع شي؛ خپله اشخاص نه شي کولی P1 پروګرام ته غوښتنلیک ورکړي.

د متحده ایالتونو سفارتونو د دغه پروګرام له پیله تر اوسه کم کسان راجع کړي دي. د متحده ایالاتو ځیني کارکوونکي کولای شي افغانان سفارتونو ته راجع کړي؛ که چېرې یو افغان د کار له لارې د متحده ایالاتو د حکومت له کارکوونکي سره معرفت حاصل کړی وي، کولی شي له هغه څخه دغه پروګرام ته د راجع کولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړي. که چېرې د متحده ایالاتو کارکوونکي له یو افغان سره شخصي معرفت لري، کولی شي هغه دغه پروګرام ته راجع کړي، دا شخص باید د متحده ایالاتو د حکومت له یو لوړپوړي کارکوونکي څخه منظوري ترلاسه کړي.

غیردولتي موسسات کولی شي اشخاص P1 پروګرام ته راجع کړي، خو باید د راجع کوونکو موسساتو په توګه واجد شرایط وي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري هم محدود شمېر کډوال هر کال د بیامېشتېدنې لپاره راجع کوي. دغه سازمان یوازې د بیامېشتېدنې لپاره وګړي راجع کوي؛ یعنې یوازې هغه کسان چې له خپل اصلي هېواده بهر دي.

درخواست کوونکي نه شي کولای په مستقیم ډول P2 پروګرام ته درخواست وکړي؛ د متحده ایالاتو د دولت یو کارکوونکی باید ستاسو په استازیتوب P2 غوښتنلیک ولېږي.

هغو افغانانو چې په رسنیزو او غیردولتي موسساتو کې چې مرکزي دفترونه یې په متحده ایالاتو کې دي، دنده ترسره کړې وي، باید د یوه لوړپوړي چارواکي له خوا چې د متحده ایالاتو تبعه وي او په متحده ایالاتو کې په مرکزي دفتر کې کار کوي، راجع شي.

که چېرې تاسو په متحده ایالاتو کې رسنۍ یا غیردولتي موسسه کې کار نه وي کړی، تاسو باید د متحده ایالاتو د یوه چارواکي له خوا چې ستاسو کارفرما ته یې بودجه برابروله، راجع شئ. ستاسو کارفرما یا سوپروایزر باید د متحده ایالاتو له یوه حکومتي چارواکي یا موسسې سره چې ستاسو کار ته یې بودجه برابره کړې وه، اړیکه ونیسي او د راجع کولو د څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کړي.

خو له دې ټولو سره سره داسې ضمانت نشته چې که له افغانستانه کوم ایستل شوی افغان د دغه پروګرامونو لپاره پر شرایطو برابر وي، حتمي نه ده چې امریکا ته د راتګ لپاره به ویزه هم ورکړل شي.

https://www.state.gov/refugee-admissions/

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ویب‌سایټ کې په دې اړه ویل شوي: «د ټولو درخواست‌کوونکو باید وسیع جرمي سابقه وکتل شي او د کورني امنیت وزارت/ د متحده ایالاتو د کډوالۍ او تابعیت ادارې له افسر سره مرکه وکړي.»

د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ پروګرام څه شی دی؟

د دغه پروګرام لپاره یو کډوال باید لومړی ځان یو داسې درېیم هېواد ته ورسوي چې وکړای شي د بهرنیو چارو له وزارت سره په کې اړیکه ونیسي څو د مېشتېدو بهیر یې پيل شي.

د امریکا د کډوالۍ ادارې د افسر سره له مرکې مخکې د درخواست کوونکو څخه د مېشتېدو ملاتړ په مرکزونو کې پوښتنې کېږي، څو ځلې یې امنیتي سابقه کتل کېږي او طبي معاینات یې کېږي څو ثابته شي چې ایا امریکا کې د مېشتېدو لپاره پر شرایطو برابر دي که نه.

د کډوالۍ ملاتړ مرکزونو ته د راجع کولو چارې د بهرنیو چارو وزارت تنظیموي خو له افغانستانه تر وتلو مخکې د درخواست‌کوونکي او د متحده ایالاتو د حکومت ترمنځ هیڅ ډول اړیکه نه وي.

امریکا بهرنیو چارو وزارت ویب‌سایټ معلوماتو له مخې، د یو غوښتنلیک بهیر له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت نیسي او دا په دې معنا ده چې درخواست‌کوونکي باید په درېیم هېواد کې ژوند وکړي او څو یې چې کارونه بشپړ شوي نه وي، باید د خپل ځان او کورنۍ ملاتړ پر خپله غاړه واخلي.

د کډوال پروګرام په درېیمه کټګورۍ کې هغو کسانو ته فرصت ورکول کېږي چې د کورنۍ نږدې غړي یې په امریکا کې کډوال وي او یا ورته په تېرو پنځو کلونو کې پناه ورکړل شوې وي.

د کورنۍ پر اساس مهاجرت:

د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت د ویب‌سایټ معلوماتو له مخې، که چېرې یو کس په متحده ایالاتو کې د کډوال یا پناه‌غوښتونکي حیثیت ولري، کولی شي چې د خپل خاوند/ مېرمنې او ناواده شوو ماشومانو لپاره چې مخکې ورته د کډوالۍ حیثیت نه وي ورکړل شوی، درخواستي ورکړي.

هغوی چې په امریکا کې د اوسېدو لپاره بشردوستانه (humanitarian parole) ویزې لري، هم کولی شي خپل خاوند/ مېرمن او ناواده شوي ماشومان چې عمرونه یې له ۲۱ کلونو کم وي، د کډوال په توګه راولي. امریکایي اتباع او هغوی چې د دایمي اوسېدو اسناد لري، کولی شي د ځینو خپلوانو لپاره غوښتنلیک ورکړي.

https://travel.state.gov/content/travel/en/us-visas/immigrate/follow-to-join-refugees-and-asylees.html#overview

د امریکا متحده ایالاتو کانګرېس په ۱۹۶۵ میلادي کال کې د کډوالۍ او ملیت قانون له مخې د کورني مهاجرت دا طرزالعملونه ترتیب کړل. د دغه قانون له مخې امریکایي اتباع او هغه کسان چې د اوسېدو دایمي اسناد لري، کولای شي خپل نږدې خپلوان راوغواړي، مېرمن/ خاوند، مور او پلار، ناواده شوي ماشومان هغه کسان دي چې د دغه پروګرام له مخې کولای شي امریکا ته په سمدستي توګه راشي.

امریکایي اتباع او دایمي اوسېدونکي یوه فورمه ډکوي چې ۱۲ پړاوه لري او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د کډوالۍ او تابعیت خدمتونو دفتر ته یې استوي.

https://travel.state.gov/content/travel/en/us-visas/immigrate/the-immigrant-visa-process/step-1-submit-a-petition.html

کله چې دا فورمه ومنل شي، درخواست‌کوونکي ته په امریکا کې د مېشتېدو لپاره د سفر کولو اجازه ورکول کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت په امریکا کې د مېشتېدو لپاره د کډوالو د لارې لګښت ورکوي چې د مهاجرت نړۍوال سازمان له خوا تطبیقېږي.

دغه کسان له مېشتېدو ۶ میاشتې وروسته باید دا پیسې بېرته ورکړي. دغه راز په متحده ایالاتو کې دا کسان د بیا مېشتېدو ادارو ته ورپېژندل کېږي چې د کور او کار پیدا کولو په برخو کې له کډوالو سره مرسته کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ قانون له مخې، هغه چې د مهاجر حیثیت لري، په امریکا کې له یو کال مېشتېدنې وروسته کولی شي د دایمي اوسېدو (ګرین کارډ) لپاره درخواست وکړي او ګرین کارت له اخیستو پنځه کاله وروسته د متحده ایالاتو د تابعیت اخیستو غوښتنه کولی شي.

اخځلیکونه:

 

https://www.state.gov/refugee-admissions/

https://travel.state.gov/content/travel/en/us-visas/immigrate/follow-to-join-refugees-and-asylees.html#overview

https://travel.state.gov/content/travel/en/us-visas/immigrate/the-immigrant-visa-process/step-1-submit-a-petition.html

https://www.pashtovoa.com/a/p1-p2-and-p3-visas-explained-for-afghan-refugees-/7227056.html

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-62217239

https://www.visapro.com/immigration-dictionary/p/

https://support.iraplegalinfo.org/hc/ps/sections/360008472712

https://support.iraplegalinfo.org/hc/ps/articles/360057037651

https://www.wrapsnet.org/documents/Information%20for%20U.S.-Affiliated%20Afghan%20Nationals.pdf

https://af.usembassy.gov/ps/visas-ps/travel-tourism-ps/

Views: 90

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi