په کاناډا کې د افغان کډوالو لپاره ښوونیز سیستم

احسان‌الله کمال
جولای 28, 2023

د موضوع پېژندنه:

کاناډا له هغو هېوادونو دی چې بېلابېل کلتورونه لري او د خپل دغه متنوع ملت لپاره د احترام په لرلو نړۍوال شهرت لري. د دغه هېواد تعليمي سیسټم هم د نړۍ د لوړو تعليمي سیستمونو په کتار کې لوړ ځای لري.

د کاناډا هېواد د ابتدايي زده‌کړو له بهيره پيل تر لوړو زده‌کړو او بيا تر دوکتورا اخيستلو پورې داسې قوانين لري چې لومړۍ درجه هېوادونه ورته اړتيا لري او پر ټولو وګړو يو شان اغېز ولري چې دا قوانين د ډېرو پرمختلليو هېوادونو او لومړۍ درجه هېوادونو له قوانينو سره واضح فرق لري او خپلو وګړو ته د سهولتونو په برابرولو کولو کې ځانګړتياوې ځای پر ځای کوي.

په دې وروستيو کې ډېر افغانان کاناډا ته د پناه غوښتونکو په توګه راغلي او د کاناډا حکومت د دغه هېواد د قوانينو له مخې ورسره د خپلو وګړو په څېر چلند کوي او دوی هم له هغو عامو خدماتو برخمن دي چې د کاناډا وګړي ترې برخمن و یا دي.

ټولو افغانانو ته په کار ده چې په ټول توان د کاناډا هېواد له ټولو قوانينو سره ځان اشنا او عيار کړي؛ د هغو افغان کډوالو لپاره چې په کاناډا کې نوي مېشتېږي، پر تعليمي سیستم باندې پوهېدنه ورته مهمه او اړينه ده؛ په دغه لارښود کې درته د ماشومتوب له لومړنۍ دورې څخه د پوهنتون تر دورې پورې د کاناډا د زده‌‌کړو سیستم تشریح شوی او په دې برخه کې د افغان کډوالو لپاره هم ځانګړې مشورې وړاندې شوې دي.

۱- د ماشومتوب لومړنۍ دورې زدهکړې

د کاناډا په دې دوره زده‌کړو کې له صفر څخه تر پنځو کلونو پورې ماشومان شامل دي. دغه ډول زده‌کړې که څه هم اجباري نه دي، خو کلکه توصيه ورباندې کېږي؛ که چېرې مو ماشومان د زده‌کړو عمر ولري، بايد د زده‌کړو لپاره اماده شي او کار ورسره وشي، دومره يې په اړه فکر بايد وشي لکه څرنګه چې ناروغ وي او تاسو يې د صحت خيال ساتئ. د دې دورې ماشومانو لپاره ځيني روزنيز پروګرامونه لکه ورځنۍ پاملرنه (daycare) او له ښوونځي او وړکتون مخکې روزنیز پروګرامونه شامل دي او د ماشوم په ټوليزه (ادراکي، عاطفي او ټولنيز) وده باندې ډېر تمرکز کېږي.

د افغان کډوالو لپاره سپارښتنې: د لومړنیو زده‌کړو په پروګرامونو کې د ماشومانو په شاملولو سره هغوی له نوي کلتوري چاپېريال او ژبې سره په اسانۍ او چټکۍ اشنا کېږي؛ ډېرې ټولنې د نوو راغلو کډوالو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري چې په ژبنيو مهارتونو او کلتوري ادغام کې ورسره مرسته کوي.

الف: لومړنۍ زدهکړې: لومړنۍ زده‌کړې له شپږ کلنۍ پيل او تر شپږم يا اتم ټولکي (grade) پورې چې په بېلابېلو ايالتونو کې توپير کوي، ادامه مومي. په دې دوره کې زده‌کوونکو ته مهم ژبني او د حساب مهارتونه او ورسره په څنګ کې ساینس، ټولنیز علوم، هنرونه او فزیک ورښودل کېږي. ډېری ښوونځي فرانسوي او انګليسي ژبه د دویمې ژبو په توګه وړاندې کوي.

سپارښتنې: د ماشوم د زده‌کړو په دوران کې د میندو او پلرونو فعاله ونډه ډېره مهمه ده؛ له ښوونکو سره په مکرر ډول اړیکه ستاسو د ماشوم د پرمختګ په تعقیبولو کې مرسته کوي؛ ځکه چې په دې سره ستاسې شته اندېښنې په چټکۍ ځوابېږي او پر دې هم پوهېږئ چې په کور کې د خپل ماشوم لپاره کوم ډول تعليمي چاپېريال رامنځته کړئ.

ب: ثانوي زده‌کړې: ثانوي زده‌کړې چې د عالي ښوونځي په نوم هم يادېږي، په دې کې له اووم يا نهم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې زده‌کړې شاملې دي. دغه دوره زده‌کوونکي عالي زده‌کړو (post-secondary education) او يا کاري چاپېريال ته د داخلېدو لپاره چمتو کوي؛ په دې دورې کې زده‌کوونکو ته د لازمي او انتخابي مضامينو په تدريسولو سره د هغوی تعليمي کچه لوړېږي.

سپارښتنې: د دې دورې زده‌کوونکو ته په ښوونځيو کې له شته مشورتي خدماتو د استفادې لارې چارې باید وروښودل شي. دغه مشاورين د کورس په انتخاب، علمي کيرير (career) په پلانګذارۍ او عالي زده‌کړو په برخه کې مشورې ورکولی شي.

۲-عالي زده‌کړې (Post-Secondary Education)

په کاناډا کې د عالي ښوونځي يا ثانوي زده‌کړو له تکميل وروسته مختلف تعلیمي سیستمونه شته چې په کې پوهنتونونه، کالجونه او تخنيکي انسټيټيوټونه شامل دي او د زده‌کوونکو لپاره له ډيپلوم څخه تر دکتورا پورې ډیګريانې وړاندې کوي.

الف: د لیسانس په کچه زده‌کړې (Undergraduate Studies): دغه ډول زده‌کړې له درېیو تر څلورو کلونو وخت نيسي او په يوې ځانګړې برخه کې محصلين زده‌کړې ترلاسه کوي چې په کې د هغوی انتقادي فکر او څېړنيزو مهارتونو ته وده ورکوي.

سپارښتنې: د لوړو زده‌کړو موسسو له خدمتونو باید استفاده وشي؛ دغه موسسې د سي وي، انټرويو او د دندې موندلو په برخه کې ورسره مرسته کوي څو د کاناډا په کاري مارکېټ کې په اغېزناکه توګه ځان دخيل کړي.

ب: د ماسټرۍ په کچه زده‌کړې: د ماسټرۍ په ډيګري کې په يوې ځانګړې رشته کې تخصصي زده‌کړې کېږي. د ماسټرۍ دوره زياتره څېړنیزه بڼه لري او بايد تیزیس (thesis) په‌کې بشپړ کړلی شي.

د افغان کډوالو لپاره سپارښتنې: کله چې غواړئ د ماسټر درجه ترلاسه کړئ، د موجوده پوهنتونونو د پروګرامونو په اړه جامع پلټنه وکړئ؛ هغه پروګرام غوره کړئ چې ستاسو له اکاډميکو موخو سره سم وي او هم د نړۍوالو زده‌کوونکو لپاره قوي ملاتړ ولري.

ج) دکتورا (PhD)په کچه زده‌کړې: دکتورا درجه د تحصيلي پرمختګ اوج ګڼل کېږي؛ په دغه پروګرام کې په يوې ځانګړې برخې کې په اصلي څېړنه باندې تمرکز کېږي او د څېړنې په پایله کې لاسته راغلي نتایج د اکاډميکې ټولنې د استفادې وړ ګرځي.

د افغان کډوالو لپاره سپارښتنې: که دکتورا سند پسې ګرځئ، د څېړنې لپاره له خپل ذوق سره سمه موضوع پيدا کړئ چې سرته رسول يې څو کاله وخت نيسي؛ داسې يوه موضوع وټاکئ چې درته الهام بښونکي وي او ستاسو کيرير (career) ته ګټوره تمامه شي.

۳- د لویانو زده‌کړې (Adult Education)

په کاناډا کې له دې ډول زده‌کړو څخه هغه څوک برخمن کېږي چې غواړي خپل مهارتونه پياوړي کړي، خپل کيرير تغییر کړي يا شخصي علاقمندي ولري. په دې کې دواړه کریډېټ او غیرکریډېټ پروګرامونه شامل دي او په کاناډا کې کاري قوې ته د خلکو داخلولو لپاره غوره لار بلل کېږي.

د افغان کډوالو لپاره سپارښتنې: که چېرې مو عمر د ښوونځي او لوړو زده‌کړو له وخت څخه پورته وي، نو له دغه اپشن څخه هم ګټه اخیستلی شئ. په دغه اپشن کې شامل پروګرامونه ډېر يې ژبني کورسونه او حرفوي زده‌کړې دي چې په کاناډا کې ستاسو د نوي ژوند په غوړېدو کې درسره مرستندوی تمامېدلی شي.

۴- ځانګړې زده‌کړې

کاناډا د معيوبو لکه له ذهني اړخه وروسته پاتې کسانو، رواني او فزيکي ناروغانو او هغو کسانو لپاره چې چلندي ستونزې ولري، د زده‌کړو ځانګړي پروګرامونه لري.

د افغان کډوالو لپاره سپارښتنې: که ماشوم مو ځانګړو زده‌کړه‌ییزو خدماتو ته اړتيا ولري، د اړتیاوو په اړه يې د ښوونځي له ادارې سره خبرې وکړئ؛ د کاناډا قوانین د معلولو زده‌کوونکو حقونه خوندي کوي او ښوونځي د اړتیا وړ هستوګنځایونه هم لري چې معلول زده‌کوونکي په کې پاتې کېدلی شي.

۵- د ژبې زده‌کړه

د کاناډا له دوو رسمي ژبو (انګليسي او فرانسوي) څخه په يوه کې باید بلدتیا او مهارت ولرئ؛ ځکه چې د اکاډميکې بريا لپاره له دغو ژبو د يوې زده‌کول ضروري دي. تعلیمي بنسټونه او اړوند ټولنې د انګليسي ژبې د ESL (English as a Second Language) او د فرانسوي ژبې د FSL (French as a Second Language) پراخ پروګرامونه وړاندې کوي.

د افغان کډوالو لپاره سپارښتنې: د ژبې زده‌کولو له یادو پروګرامونو څخه باید ګټه واخیستل شي؛ له انګليسي يا فرانسوي ژبو سره بلدتيا نه يوازې دا چې په اکاډميکه برخه کې درته ګټوره تمامېږي، بلکې د کاناډا په ورځني ژوند کې هم دغه ژبې خورا مهمې دي. سربېره پر دې د هغو کسانو چې دغه دواړه ژبې یې زده وي، د نورو په پرتله ورته زيات کاري فرصتونه پيدا کېږي، له همدې کبله باید هڅه وشي چې دواړه ژبې زده‌کړلی شي.

۶- د بورسونو او مالي مرستې فرصتونه

کاناډا ګڼ شمېر بورسونه او د مالي مرستو فرصتونه وړاندې کوي؛ له دغو فرصتونو کډوال او نور نړۍوال زده‌کوونکي هم برخمن کېدای شي او د هغوی د زده‌کړو لګښتونه د پام وړ راکموي.

د افغان کډوالو لپاره سپارښتنې: د بورسونو په اړه وختي څېړنه پيل کړئ او زیات غوښتنليکونه ولېږئ. د موجوده بورسونو په اړه له خپل انتخاب کړي ښوونځي يا لوړو زده‌کړو موسسې څخه معلومات وغواړئ.

۷- له ښوونځي څخه کار ته لېږد

ډېر کاناډايي ښوونځي د همکارۍ پروګرامونه، انټرشيپونه او د کار – زده‌کړو فرصتونه لري چې ارزښتمنې کاري تجربې او صنعتي اړيکې منځته راوړي.

د افغان کډوالو لپاره سپارښتنې: خپل ماشومان تشويق کړئ چې د زده‌کړو له هغو فرصتونو ګټه واخلي چې ورسره څنګ کې کار هم کولی شي. دغه کاري تجربه ورسره مرسته کوي چې د زده‌کړو له بشپړولو وروسته په بهتره توګه کاري میدان ته داخل شي.

په زده‌کړو کې د والدينو او ټولنې رول

والدین او ټولنه د کاناډا په تعليمي سیستم کې مهم رول لوبوي؛ ډېر ښوونځي د والدينو او ښوونکو اتحاديې لري او والدین هڅول کېږي چې د خپلو بچيانو په زده‌کړو کې ځانونه دخيل کړي.

د افغان کډوالو لپاره سپارښتنې: د خپل بچي په ښوونځي کې له اړوندې ټولنې سره دخيل پاتې شئ، په دې توګه د کاناډا د تعليمي سیستم په اړه لا ډېر پوهېدلی او له نورو کورنيو سره هم اړیکې پيدا کولی شئ.

په زده‌کړو کې د کلتوري توپیرونو موندل

هغه خلک چې نوي کاناډا ته راغلي وي، د هغوی لپاره د زده‌کړو په چاپېريال کې د کلتوري توپيرونو موندل يوه ننګوونکې چاره ده. کاناډايي تعليمي مراکز په پراخې کچه سره ټول‌شموله دي او زياته تنوع لري.

د افغان کډوالو لپاره سپارښتنې: خپل بچي ته د ټولو هغو کلتوري توپيرونو په اړه معلومات ورکړئ چې ښايي په ښوونځي کې ورسره مخ شي. خپلو بچیانو ته ور زده کړئ چې پر خپل افغاني کلتور باندې د افتخار کولو ترڅنګ کاناډايي کلتور ته هم په درناوي قایل شي.

د کاناډا د نومرو پر سیستم باندې پوهېدنه

د کاناډا تعليمي مراکزو د نومرو ورکولو سیستم له هغه سیستم سره چې تاسې ورسره بلد ياست، ښايي توپير ولري. د دې نومرو په محاسبې او ستاسو د بچيانو په علمي پرمختګ کې يې د رول په اړه پوهېدنه مهمه ده.

د افغان کډوالو لپاره سپارښتنې: که چېرې د نومرو سیستم په اړه پوښتنه لرئ، نو له اړوند ښوونکي يا مشاور څخه معلومات وغواړئ.

د مناسب تعليمي مرکز او پروګرام انتخابول

د مناسب تعليمي مرکز او پروګرام غوره کول ستاسو ماشوم د اکاډمیک بریالیتوب او هوساینې لپاره خورا مهم دي. ماشوم له داخلولو مخکې باید ځیني عوامل لکه د ښوونیز مرکز شهرت، د زده‌کوونکو لپاره د هغوی سرچينې او د هغه مرکز عمومي فضا په نظر کې ونیسئ.

د افغان کډوالو لپاره سپارښتنې: که ممکنه وي له خپل ماشوم سره ښوونځي ته ورشئ؛ له ښوونکو، زده‌کوونکو او نورو والدينو سره خبرې وکړئ څو د هغه ښوونځي له چاپېريال څخه په بشپړه توګه ډاډمن شئ.

پایله:

که څه هم نوي تعليمي سیستم ته په داخلېدو سره به په زړه کې نیولي یاست، خو د ښو معلوماتو په لرلو سره دغه چاره تنظيمولی شئ. د کاناډا تعليمي سیستم داسې ډيزاین شوی چې د مهاجرینو زده‌کوونکو په شمول د ټولو لپاره داسې مواد چمتو کوي چې د هغوی د بريا لپاره اړين دي. پر زده‌کړه‌ییز سیستم او موجوده سرچينو باندې له پوهېدو سره افغان کډوال په کاناډا کې د خپل تعليمي سفر بريالي ګامونه اوچتولی شي.

اخځلیکونه:

Government of Canada (2021). “Types of early learning and child care.”

Canadian Information Centre for International Credentials (2021). “Elementary and Secondary Education.”

Government of Ontario (2021). “Ontario Secondary School Diploma (OSSD) Requirements.”

Universities Canada (2021). “Canadian Universities.”

Government of Canada (2021). “Adult Learning.”

Canadian Human Rights Commission (2021). “Education and Students with Disabilities.”

Immigration, Refugees and Citizenship Canada (2021). “Language training for newcomers to Canada.”

Scholarships Canada (2021). “Scholarships.”

Canadian Association for Co-operative Education (CAFCE) (2021). “Co-operative Education.”

People for Education (2021). “Parent Involvement.”

Canadian Teachers’ Federation (2021). “Canadian Schools Celebrating Diversity.”

University of Toronto (2021). “Understanding Grading.”

Canadian Parents for French (2021). “Choosing a School.”

Views: 136

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi