د امریکا په لویزیانا ایالت کې یوه کس په یوه ډک بازار کې خلک په موټر وهلي چې له امله یې لږ تر لږه لس کسان مړه او ۳۰ تنه ټپیان شوي دي. دا پېښه د سهار په ۳:۱۵ دقیقو د نیو اورلېن په بوربن کوڅه کې شوې، چې د جشنونو او د نوي کال د محفلونو په جوړولو نړیوال شهرت لري. د سیمه ییزو پولیسو یو چارواکي، این کییرکپټریک، ویلي: «دا یو قصدي عمل و او دې کس غوښتل چې خپل موټر څومره چې ممکن وي پهډیرو خلکو وروړي، موټر چلوونکي پر پولیسو ډزې هم کړې او د فدرالي تحقیقاتو اداره (FBI) د پېښې په اړه څېړنې کوي.» تر اوسه د دغې پېښې لامل او د موټر چلوونکي هويت نه دی په ډاګه شوی Views: 4
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون وایی، په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۲۲ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی. یاد فدراسیون راپور ورکړی چې د وژل شوو خبریالانو له ډلې ۱۴ یې ښځې وې. د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (ایافجي) ۲۰۲۴ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال بللی او نور
د راپورونو له مخې، په جنوبي کوریا کې یوې محکمې چارواکو ته اجازه ورکړې چې د دغه هېواد ولسمشر یون سوک یول له استیضاح او واک ځنډولو وروسته د پوځي حکومت اعلانولو په تور ونیسي. روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې محکمې دغه حکم نن صادر کړی دی. د راپور له مخې، د لوړپوړو چارواکو نور
د راپورونو له مخې، د امریکا پخوانی ولسمشر او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی، جیمي کارتر، تېره ورځ د ۱۰۰ کلونو په عمر ومړ. د راپورونو له مخې، کارتر تېره ورځ په خپل کور کې مړ شوی دی. کارټر په ۱۹۷۷ کال کې د ډيموکراټ ګوند د نوماند په توګه واک ته ورسېد او نور
د اتیوپیا هېواد ځايي مسوولین وايي چې د دغه هېواد د پلازمېنې سوېل کې په سیداما سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. ګارډین ورځپاڼې د دغه هېواد د روغتیا وزارت د مسوولینو له قوله راپور ورکړی چې د دې پېښې څلور ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او نور
د راپورونو له مخې، په سوېلي کوریا کې یوه مسافروړونکې الوتکه لوېدلې چې په کې لږ تر لږه ۶۲ کسان مړه شوي دي. د امریکا غږ د راپور له مخې، په دې الوتکه کې ۱۸۱ کسان سپاره وو او د ټایلند له پلازمېنې بنګکاک څخه د سوېلي کوریا د موان هوایي ډګر ته روانه وه. نور
په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان ۶۰ غیرنظامي ملاتړي له دوو تر لسو کلونو په حبس محکوم کړل. د تیر ۲۰۲۳ میلادي کال په مې میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د عمران خان نیول په ټول پاکستان کې د هغه د پلویانو د نور
د هند پخوانی لومړی وزیر منموهن سېنګ د ۹۲ کلونو په عمر ومړ او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سېنګ پر مړینه خواشیني ښودلې او ویلي يې دي چې هغه د افغان ولس ملګری او متحد و. د امریکا غږ د راپور له مخې، هغه تېره ورځ په نوي ډهلي کې په نور
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد یوه باروړونکې کښتۍ د هغې ماشین کې د چاودنې له امله د مدیترانې سمندر کې ډوبه شوې ده. رویټرز اژانس د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د کښتۍ دوه کارکوونکي نادرک دي او د ۱۶ کارکوونکو په ګډون یې ۳۰ کسان نور
د اذربایجان یوه الوتکه چې روسیې ته روانه وه، له ۶۷ مسافرو سره د قزاقستان د اکتایو ښار ته نږدې لوېدلې ده. رویټرز اژانس راپور ورکړی چې په دې الوتکه کې د هغې د عملې په ګډون ۶۷ کسان سپاره وو چې یوازې ۲۸ یې ژغورل شوي دی. د راپور له مخې، د اذربایجان یاده الوتکه نور