د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې مسکو پر لوېدیځ د برید هيڅ پروګرام نه لري؛ خو خبرداری یې ورکړ چې د هر ډول تحریک او تېري په صورت کې به «پرېکنده ځواب» ورکړي. د الجزیرې د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یادې څرګندونې پرون (شنبه) د ملګرو ملتونو په نور
د امریکا ولسمشر ویلي، د منځني ختیځ له هېوادونو سره د غزې په اړه خبرې اترې جدي روانې دي چې د حماس غورځنګ او اسرائیل ترې خبر دي. د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشل» کې ویلي چې خبرې به تر هغه وخته چې اړتیا نور
د راپورونو له مخې، د پاکستان لومړي وزیر او د دغه هېواد لوی درستیز په واشنګټن کې د متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي دي. د پاکستان لومړي وزیر نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان په اتیایمه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی دی. هغه د خپل سفر په ترڅ نور
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اجازه به ور نه کړي چې د فلسطین لوېدیځه غاړه له اسرائیل سره ضمیمه شي. الجزیرې ټلوېزیون نن په یوه راپور کې لیکلي چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، اسرائیل نه شي کولی چې «نیول شوې» لوېدیځه غاړه نور
د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه سازمان په اتیایمه عمومي غونډه کې «د غزې تړانګه کې د نسلوژنې د جنایت د سزا او مخنیوي کنوانسیون» د سمدستي پلي کېدو غوښتنه وکړه او د هېوادونو استازو هم په غزه کې د جګړې پر ژر پای ته رسېدو ټینګار وکړ. د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع اتیایمه نور
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې څنډه کې د غزه د جګړې پای ته رسولو په اړه د یو شمېر اسلامي هېوادونو له مشرانو سره وګوري. اکسیوس خبري اژانس د دوو عربي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دې ناستې ته د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، مصر، نور
د سعودي عربستان شاهي دربار اعلان کړی چې د دغه هېواد د عالمانو شورا مشر او لوی مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد ال الشیخ مړ شوی دی. د راپورونو له مخې، شیخ عبدالعزیز ال الشیخ نن (سهشنبه) له نړۍ سترګې پټې کړې دي. د راپور پر بنسټ، د سعودي عربستان ستر مفتي د لویو عالمانو نور
د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۶۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲۰ نور ټپیان شوي دي. الجزیزې ټلوېزیون نن په یوه راپور کې د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو له قوله لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په بریدونو کې نور
د راپورونو له مخې، د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته رسېدلی او ټاکل شوې چې دې غونډې ته وینا هم وکړي. رویټرز نن په یوه راپور کې ویلي چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ملکرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډه کې د نور
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د برېتانیا لومړی وزیر کيیر سټارمر نن ماښام (یکشنبه) په یوه بیانیه کې اعلان وکړي چې فلسطین هېواد په رسمیت پېژني. د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې برېتانیا نن وروسته له هغه چې اسرائیل ونه شو کولای په جولای کې د سټارمر له لوري ټاکلي شرایط نور