د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ د پام وړ چټکه شوې چې دغه موضوع د اندېښنې وړ ده. د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د یوه راپور په خپرولو له هېوادونو غوښتي څو د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي. سرچینې ویلي چې د روان کال په مې میاشت نور
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تاجکستان ۴۹ افغان کډوال را ایستلي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کډوال د غبرګولي په ۷مه او ۸مه را ایستل شوي او د کندوز د شېرخان بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د اعلامیې له مخې، ۳۶ نور
د امریکا بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې متحده ایالات به د هغو چیني محصلینو چې د چین له کمونېست ګوند سره اړیکې لري یا په حساسو رشتو کې زدهکړې کوي، د ویزو لغو کولو بهیر پیل کړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون (چهارشنبه) ویلي چې دغه نور
د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز رییس ویلي، د سرشمېرنې پاڼو له لغوه کېدو سره څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال په ایران کې غیرقانوني بلل شوي او هغوی ته د چنګاښ تر ۱۵مې وخت ورکړل شوی چې دغه هېواد پرېږدي. ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د کورنیو چارو نور
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له زندانونو ۵۲ نور افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول. د کډوالو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینې د کندهار سپینبولدک امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو نور
د راپورونو له مخې، اته افغانان چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د بلاروس له لارې اوکراین ته ننوځي، د اوکراین د سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي دي. نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې اته افغانان چې په ناقانونه توګه اوکراین ته تلل، نیول شوي دي. یاد افغانان په داسې حال کې د دغه هېواد د سرحدي نور
د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچاو) وايي چې د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ تر ۳۰مې نېټې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې ۱۰۷ زره یې په جبري توګه ایستل شوي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان د یوه راپور په خپرولو ویلي چې په دواړو لویو سرحدي نور
د کړکېچ نړۍوالې ډلې له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي څو د کډوالو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او په زور یې ونه باسي. دغې ډلې په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د یوه راپور په خپورولو ویلي چې اروپايي ټولنه باید له پاکستانه وغواړي څو هغه کسان چې نور
یواېناېچسيار وایي، مخکې به یې هېواد ته راستنېدونکو افغان کورنیو سره دوه زره ډالر مرسته کوله، خو د نړۍوالو مرستو په کمېدو سره دغه کچه ۱۵۰ ډالرو ته راکمه شوې چې بسنه نه ورته کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال د دغو څرګندونو تر څنګ ویلي، د نور
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۱۹۳ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول. یاد وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د غويي په ۲۵مه او ۲۶مه نېټو هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینې د کندهار سپینبولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد نور