ملګري ملتونه وایي، خبریالان باید وکولای شي په ټوله نړۍ کې «له وېرې او تبعیض» پرته راپورونه وړاندې کړي. د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دې مناسبت ویلي، د خلکو ازادي د مطبوعاتو له ازادۍ سره تړلې ده او خبریالان باید نور
د بېپولې خبریالانو سازمان خپل تازه راپور کې ویلي، روان کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بیان ازادي تر ټولو ډېره ځپل شوې او د ارزول شوو ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۶۰ هېوادونو کې رسنۍ د مالي سرچینو په ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي. د بېپولې خبریالانو سازمان نور
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فليچر په کندهار کې له یوه روغتونه د لیدنې پر مهال د مرستو ځنډولو له تصمیمنیوونکو غوښتنه وکړه څو د دغه ولایت یوه روغتون ته ورشي او د مرستو ځنډېدو منفي اغېزې له نږدې وګوري. د یوناما د معلوماتو له مخې، د بشري او نور
د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې یوه نظرپوښتنه ښیي چې افغان ښځې او نجونې د بشري مرستو، معیشت، روغتیا او زدهکړې خدماتو ته د لاسرسي برخو کې له ستونزو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان د بشري بنسټونو په همکارۍ «ښځې او نجونې په بحران کې: افغانستان کې د بشري مرستو نور
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار د درونټې ساحه کې یوې ښځې له خپلو دوو ماشومانو سره ځان سیند ته غورځولی؛ ښځې او یوه ماشوم یې ژوند له لاسه ورکړی او بل ماشوم ژغورل شوی دی. د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه مهال نور
د ژغورنې نړیواله کمېټه وایي چې د امریکا د مالي مرستو د کمېدو له امله دوی اړ شوي څو په افغانستان کې خپل خدمتونه وځنډوي، خو د افغانستان له خلکو ملاتړ ته ژمن دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د تېر کال د سلواغې میاشتې په ۲مه د لوړې له مراسمو وروسته د امریکا د نور
د راپورونو پر بنسټ، د چک جمهوریت د ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري په ۲۰۱۸ کال کې د هرات په شینډنډ پوځي مرکز کې د یوه پخواني افغان سرتېري په وژنه کې د لاس لرلو په تور محاکمه کېږي. پراګ راډیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو څلور غړي به د یوه بندي افغان سرتېري نور
د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر په کینیا کې نیول شوی او امریکا له هغه هېواده غوښتي چې ور ویې سپاري. نایروبي ټایمز راپور ورکړی چې عبدالظاهر قدیر د نایروبي ښار په یو هوټل کې نیول شوی او د کینیا د جنایي څېړنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې وه نور
ایراني چارواکو ۱۹۹ افغان بندیان چې په دغه هېواد کې د بېلابېلو جرمونو له امله زنداني شوي وو، تېر ماښام د نیمروز ولایت ورېښمو پله کې د طالبانو مسوولینو ته وسپارل. د نیمروز ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ایراني چارواکو تېر ماښام د دغه ولایت د ورېښمو پله دروازه کې ۱۹۹ افغان نور
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، افغانستان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ هېواد دی او دوی د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره دوامداره مالي ملاتړ ته اړتیا لري. د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د افغانستان څانګې نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان د خوارځواکۍ له ګواښ سره یو مخ هېواد دی او په دغه بېړني حالت نور