د اوړي په ګرمو ورځو کې ډېری کسان د تندې ماتولو لپاره سړې یخچالي اوبه او نوشابې څښي؛ خو روغتیايي متخصصین وايي، یخچالي څښاک د هغو کسانو لپاره چې د معدې او غاښونو ستونزې او میرګي لري، زیان پېښوي. د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدحنیف هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ډېرو سړو نور
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) اعلان کړی چې دغه اداره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق (یونیسف) سره د بېځایه شوو ماشومانو خوندیتوب لپاره د همکارۍ یو ستراتیژیک پلان لاسلیک کړی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو کورنۍ نور
ټاکل شوې سبا (پنجشنبه) د هرات پاشدان بند په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د اوبو او برېښنا وزارت رسنیو ته په رالېږل شوې بلنلیک کې ویلي، د هرات د کرخ ولسوالۍ د پاشدان بند د اوبو لګولو او برېښنا تولید پروژه ګټې اخیستنې ته سپاري. پاشدان بند د هرات ښار نور
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام وايي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي خو د دغه هېواد ښارونه لا د دومره چټکې پراختیا لپاره چمتو نه دي. افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې ((UN-Habitat پروګرام نن پر خپله اېکسپاڼه نور
د هلمند د واشير ولسوالۍ مربوطاتو کې د کندهار – هرات پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د یادې پېښې یوه عیني شاهد او موټرچلوونکي ګلاحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د واشير ولسوالۍ اړوند په ښوراب سیمه نور
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، هڅه کوي څو په افغانستان کې له سیمهییز اقتصاد او کورنيو تولیداتو څخه د ملاتړ پر بنسټ، د هغو توکو د تولید مخنیوی وکړي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل کېږي. د ریاستالوزرا د دفتر عمومي ریاست پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي نور
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې او افغاناېډ سازمانونو اعلان کړی چې د انګلیستان په مالي ملاتړ، افغانستان کې د شاوخوا ۳۲ میلیون پونډه په ارزښت د خوړو خوندیتوب، کلیوالي معیشت ښه کولو، اقلیمي مقاومت او بشري اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه نوې پروژې پلي کېږي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نور
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، ۱۴۳۰ قلمه هغه لرغوني اثار چې د لوګر د عینک مسو کال له ساحې ترلاسه شوي، د پاککارۍ، ابتدایي ترمیم، پېژندنې او ثبت په موخه مرکزي لابراتوار ته لېږدول شوي دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د هنر او فرهنګ معينيت نور
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې اوسمهال افغانان د بېوزلۍ، بېځایه کېدو، زلزلو او اقلیمي بدلونونو په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او تر بل هر وخت ډېر نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش چې په قزاقستان کې نور
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو د دوام په موخه په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۳۹ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري. د خوړو نړۍوال پروګرام نن (یکشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په افغانستان کې د لوږې ناورین ورځ تر بلې پراخېږي. یاد بنسټ زیاته کړې: «د نور