د چین، ایران، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه په څلوراړخیزه ناسته کې ټینګار کړی چې دوی له یوه خپلواک، باثباته، «له تروریزم، جګړې او نشهیي توکو څخه د پاک» افغانستان ملاتړ کوي. د ایران تسنیم اژانس راپور ورکړی چې یاده ناسته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان د نور
د شنونکو او زیانمنو کسانو د څرګندونو له مخې، د کونړ زلزله ځکه ډېره مرګونې وه چې ژوروالی یې کم و، هلته ډېر کورونه د غرونو لمنو کې له ډبرو په غیرمعیاري ډول جوړ شوي وو، داسې مهال په ناڅاپي ډول وشوه چې نیمه شپه وه، خلک ویده وو او په ځینو سیمو کې د نور
د قرغیزستان ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي غونډه کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدو غوښتنه کړې ده او د ترکیې ولسمشر ویلي چې نړۍواله ټولنه باید افغانان د بیارغونې په چارو کې یوازې پرې نه ږدي. د ملګرو ملتونو اتیایمه عمومي غونډه پرون (دوشنبه) د امریکا په نیویارک نور
د بهرنیو چار وزارت ویاند وايي چې په افغانستان کې زنداني شوې برېټانوۍ جوړه پيټر او باربي رېنولډز یې خوشي کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغو دوو برېټانیوي وګړو د افغانستان قوانین نقض کړي وو او له قضايي طی مراحلو وروسته له زندانه خوشي شول. نوموړي نور
په افغانستان کې د یوناما مشرې پرون د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې نړۍوالې ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره نږدې ۱۳ میلیارد ډالره مرسته کړې ده. دغه څرګندونې پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د امنیت شورا په ناسته نور
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ختیځ زلزلهځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي، لندن په دې برخه کې د بشري برخې فعالو شریکانو د ملاتړ لپاره درې میلیون پونډه اضافي مرسته کوي. د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ایوت کوپر په بیانیه کې راغلي چې د افغانستان ختیځو نور
د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی چې جګړې، اقلیمي پېښې او د نړۍوالو مرستو کمېدل د نړۍ یو شمېر تر ټولو اړمن خلک له سختې لوږې سره مخ کړي؛ هغه ناورین چې په افغانستان کې هم څرګند دی، چېرې چې د مرستو ترلاسهکوونکو شمېر له لس میلیونه شاوخوا یونیم میلیون ته راټیټ کړای شوی دی. نور
د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې سبا (چهارشنبه) به د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې شي. په بیانیه کې راغلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره نور
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی، د هغو کورنیو د ژوند ژغورنې ملاتړ زیاتوالي لپاره بېړنۍ بودجې ته اړتیا ده چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله بېکوره شوي دي. د رویټرز په یوه راپور کې چې پرون خپور شوی راغلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د پنجشنبې په ورځ نور
د ماشومانو ژغورنې سازمان ویلي، اټکل کېږي چې د افغانستان په ختیځو زلزلهځپلو سیمو کې له پنځو کلونو کمعمره شاوخوا ۳۷ زره ماشومان او لس زره امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ وي او د روغتیايي مرکزونو زیانمنېدو دا وضعیت لا خراب کړی دی. تېره اونۍ د دوشنبې په شپه په نور