په هرات کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر سپرلي په اوبو کې له ډوبېدو ژغورل شوي دي. د هېواد په لوېدیځ کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې نن سهار شاوخوا درې بجې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په عزیزاباد نور
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیله تر اوسه څه باندې ۱۷ میلیونه پېژندپاڼې وېشل شوې چې له دې ډلې ۶.۴ میلیونه ښځو ته صادر شوې دي. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دې ادارې د برېښنايي تذکرو د نور
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او ویلي یې دي چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا فرصتونه شته چې د دوامداره خبرو له لارې پرې کار کېدلای شي. د بهرنیو چارو وزارت په نور
د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د افغانستان سفارت وايي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۳۱مې وروسته به خپل فعالیتونه وځنډوي. په توکیو کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له لوري له یو لړ مشورو وروسته شوې او د ۲۰۲۶ کال د نور
د مولانا فضلالرحمن په مشرۍ د پاکستان د علماوو د یوې غونډې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی چې د اختلافاتو د هواري یوازینۍ دوامداره او عملي لار د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې دي. د پاکستان د علماوو دغه نور
د غور سیمهییز مسوولین وايي چې د غور – کابل او د «بند باین» کوتل ساحه کې د دغه ولایت د شپږو لوېدیځو ولسوالیو لارې د تېرې شپې واورې ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي. د غور د ټولګټو رییس مولوي عبدالکریم ابو شعیب ویلي: «بکک کوتل چې د غور – نور
د سولې چارو کې د مخکني ولسمشر محمداشرف غني ځانګړي سلاکار او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر محمدعمر داوودزی، د پاکستان د پوځ د قومندان وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي «۷۰ سلنه د تحریک طالبان پاکستان غړي افغانان دي»، د یوې پېچلې موضوع خطرناک ساده کول بللي دي. هغه ویلي، که له نور
د کابل ښار په منډوي کې د «میرعلم» په نوم سرای کې اورلګېدنې نږدې ۷۰۰ زره امریکایي ډالر زیان اړولی او مسوولین وایي که اطفائیه په وخت نه وای رسېدلې، د زیانونو کچه به ډېره لوړه شوې وه. د کورنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دې اورلګېدنې په اړه لیکلي: «لومړنی تاوان یې نور
د ټولګټو وزارت وایي، په شمالي سالنګ کې د یوه ۵۸۰ مسافروړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان شوي او دغه لار د توپاني هوا له امله موقتاً د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نور
د هند د روغتیا وزیر د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې افغان لوري ته په سمبولیکه توګه د سرطان ضد درملو او واکسینونو له سپارلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د درملو، واکسینونونو او ۱۲۸ سلایس لرونکي سیټي سکن ماشین په ګډون یوه لویه کڅوړه هم افغانستان ته نور