د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه د سیمې د ځینو هېوادونو په حضور کې نن ترسره شي. د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې دغه غونډه به نن (دوشنبه) د امریکا پر وخت د ماسپښین ۳:۰۰ بجې وشي. ټاکل شوې په نور
المرصاد راپور ورکړی چې په کندوز ولایت کې د کابلبانک پر څانګې د تېر کال د سلواغې میاشتې د برید طراح په پېښور ښار کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري وژل شوی دی. د ۱۴۰۳ کال د سلواغې د ۲۳مې په سهار کندوز ښار کې کابلبانک ته څېرمه چاودنه وشوه. د کورنیو چارو وزارت ویاند نور
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره ډېر ارزښت لري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی له نږدې څارل کېږي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دغه څرګندونې پرون د ترک هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا تر غیررسمي غونډې نور
په غزني ولایت کې واکمنې ادارې د خوشحال راډیو دفتر د نجونو له لوري له دې رسنۍ سره د ټیلیفوني اړیکو له امله تړلی او د ځايي چارواکو په امر د دې خصوصي راډیو خپرونې درول شوې دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې راډیو تړل د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو نور
د جرمني په بُن کې د افغانستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې طالبانو ته د دې استازولۍ د مدیریت له سپارل کېدو وروسته یې د پاسپورټونو صادرولو او وېش بهیر بېرته پیل کړی او شاوخوا څلور زره ټوکه پاسپورټونه د چاپ په حال کې دي. په بُن کې د افغانستان کنسولګرۍ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «په نور
د راپورونو له مخې، برېتانیا افغانانو ته د کاري ویزو صادرولو لړۍ دروي او د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د وګړو لپاره یې تحصیلي ویزې ځنډولي دي ټلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پرېکړه پرون د برېتانیا د حکومت د کورنیو چارو وزارت له خوا اعلان شوې ده. په راپور کې راغلي چې د نور
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، باور نه لري د پاکستان خلک دې د دغه هېواد د حکومت د هغو سیاستونو چې د افغان ملکي وګړو د وژنې لامل شوي، ملاتړ وکړي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان د حکومت او خلکو ترمنځ واټن په نور
پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې ۱۱۰ ملکي کسان شهیدان شوي، ۱۲۳ ټپیان دي، ۸۴۰۰ کورنۍ بېځایه شوې او عامو خلکو ته پراخ مالي زيانونه هم اوښتي دي. د پاکستان پوځي رژیم د وړمې یکشنبې په شپه (د کب دویمه) د افغانستان حریم نقض کړ، په ننګرهار او پکتیکا کې یې پر ملکي نور
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند د یوناما له قوله ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې څخه د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې ۳۴ ملکي وګړي شهیدان او ۸۹ نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې نور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې د دغه سازمان د امنیت شورا به د روان کال د مارچ په نهمه د افغانستان په اړه غونډه ترسره کوي. یوناما نن (یکشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به دغهراز د مارچ په نور