د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان او پاکستان د اوربند پر دوام هوکړه کړې او د دې هوکړې د تطبیق پر جزئیاتو به د روان کال د نومبر په شپږمه په استانبول کې د لوړې کچې یوه غونډه کې خبرې وشي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه ګډه اعلامیه نور
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول. یاد وزارت نن (پنجشنبه، د لړم ۸مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، ۳۰۵ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او په روانه اونۍ کې هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینې د کندهار د نور
د افغانستان د جودو فدراسیون وایي، جهانزیب ترین خپل بوتاني او عبدالبشیر قادري خپلو قزاقستاني او د متحده عربي اماراتو سیالانو ته د ځوانانون په اسیایي سیالیو کې ماته ورکړه. د افغانستان د جودو فدراسیون رییس ذبیحالله نظري نن پژواک ته وویل چې د ځوانانو په اسیایي سیالیو کې عبدالبشیر قادري په لومړۍ لوبه کې نور
د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو په تازه هوایي بریدونو کې ۲۶ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی. رویټرز په یوه راپور کې د سیمهییزو روغتیایي چارواکو له قوله لیکلي چې اسرائیلي الوتکو پرون (سه شنبې) په غزه کې هوایي بریدونه کړي او لږ تر لږه ۲۶فلسطینیانو پهکې ژوند له لاسه ورکړی دی. نور
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د اسیا د مرکزي زون د والیبال اتلولۍ سیالیو په پایلوبه کې ترکمنستان ته ماته ومنله او په دغو سیالیو کې یې دویم مقام خپل کړ. د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو مالدیف، نیپال، بنګلهدېش، سریلانکا او د ترکمنستان لوبډلو ترمنځ د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ نور
یوې سرچینې پژواک ته وویل چې په ترکیه کې د پاکستان او افغانستان لورو ترمنځ، درې ورځني مذاکرات بې له کومې پایلې پای ته رسېدلې دي او له “ستونزو سره مخ شوې” خو تمه لري چې نن سېشنبه بېرته پیل شي. دغه خبرې د اکتوبر پر ۲۵مه پیل شوې دي او ټاکل شوې وه چې نور
ټولګټو چارو وزارت د هرات – خواف رېلپټلۍ له لارې په لومړۍ ځل هېواد ته د څه باندې ۲۰ واګون ډیزل تېلو له واردېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن (دوشنبه) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د لومړي ځل لپاره ۲۰ واګون ډیزل تېل چې ټولیز وزن یې ۱۱۲۰ ټنه و او د نور
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډله له بنګلهدېش سره د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه سبا ترسره کوي. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د هېواد له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډله له بنګلهدېش سره د پنځو یو ورځینو لوبو د نور
د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو دویم پړاو د دویمې ورځې په اوږدو کې هم روان و، او دواړه خواوې د ترهګرۍ ضد پر هغو طرحو بحث وکړ چې یو بل ته یې سپارلې دي. که څه هم دواړو لوریو تر اوسه د خبرو رسمي اجنډا نه نور
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان دي. د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند، ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د غزني قره باغ ولسوالي اړوند د کابل کندهار په لویه لار عسکر کوټ سیمه کې یو هایلکس او مازدا موټر تر منځ ټکر شوی دی. هغه وویل چې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. ده وویل، په یاد مازدا موټر کي د راستېدونکو کډوالو کډه وه چي له ګاونډي هیواد پاکستان څخه د کندوز ولايت ته په لار وو. Views: 8