د سپينبولدک – چمن دروازه چې تېره ورځ د جګړې له امله تړل شوې وه، نن بېرته د راستنېدونکو کډوالو پر مخ پرانیستل شوه. د کندهار په سپینبولدک کې یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل چې دغه لار تېره ورځ (شنبه) د پاکستان لوري له خوا د کډوالو پر مخ تړل شوې وه خو نن نور
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوې خبرتیا کې د طالبالنو پر څلورو لوړپوړو چارواکو بندیزونه لګولي دي. د راپورونو له مخې، د دغو بندیزونو لاملونه «د نجونو او ښځو ځپل، د لږکیو ځپل، په عمومي ډول د خلکو ځپل او د قانون کمزوري کول او کمزوری حاکمیت» ښودل شوي دي. د اسټرالیا نور
د راپورونو له مخې، د پاکستان د صنايعو برخې استازو خبرداری ورکړی چې د تورخم او چمن لارو بندېدل د دغه هېواد درمل صادروونکي له لویو سوداګریزو زیانونو سره مخ کوي او دا مهال یې د نږدې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د درملو صادرات له خطر سره مخ کړي دي. له هغه وروسته چې نور
یوې سرچینې پژواک ته وویل چې تېره شپه د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستان پوځي رژیم په برید کې – چې افغانستان یې هم غبرګون ته اړ کړـ څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي. پاکستان دغه برید تېر شپه لس بجې وکړ او د شپې تر شاوخوا یوې بجې نور
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۹۰۰ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر نور
د میدانوردګو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست وايي چې د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ عمومي لاره د دې ولسوالۍ مربوطاتو کې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې ده. د میدانوردګو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د غرښویېدنې یاده نور
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې له نږدې دوو میاشتو وروسته دغه هېواد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد پر وړاندې د تورخم او چمن لارې پرانیستې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي چې یادې لارې د ملګرو ملتونو د مرستو لپاره نور
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د دغه هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) کسانو یو افغان د داعش ډلې د خراسان څانګې د ملاتړ په تور نیولی دی. د دغه وزارت د اعلامیی له مخې، نیول شوی کس جانشاه صافی په ۲۰۲۱ کال کې د بایډن ادارې د «متحدینو ښه راغلاست» نور
د عزیزي شرکت مشر وایي، دغه شرکت په پنځو میاشتو کې د څه باندې پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د شاوخوا پنځه زره ميګاواټه برېښنا د تولید لپاره اړین تخنیکي تجهیزات او ټکنالوجي برابر کړي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید نور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د معلولیتلرونکو وګړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د اټکل له مخې، ۱.۵ میلیون افغانان له «پام وړ» معلولیت سره ژوند کوي. نن د ډسمبر درېیمه د معلولینو نړۍواله ورځ ده؛ ملګري ملتونه دغه ورځ له ۱۹۹۲ زېږدیز کاله راهیسې معلولینو ته نور