د کابل ښار په منډوي کې د «میرعلم» په نوم سرای کې اورلګېدنې نږدې ۷۰۰ زره امریکایي ډالر زیان اړولی او مسوولین وایي که اطفائیه په وخت نه وای رسېدلې، د زیانونو کچه به ډېره لوړه شوې وه. د کورنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دې اورلګېدنې په اړه لیکلي: «لومړنی تاوان یې نور
د راپورونو له مخې، د سوېلي افریقا جوهانسبرګ ښار ته نږدې وسلهوالو په یوه شرابخونه کې پر خلکو ډزې کړې چې له امله یې نهه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي. الجزیرې د افریقا د سیمهییزو پولیسو له قوله لیکلي چې وسلهوالو کسانو د دغه هېواد جوهانسبرګ ښار ته نږدې نور
د ټولګټو وزارت وایي، په شمالي سالنګ کې د یوه ۵۸۰ مسافروړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان شوي او دغه لار د توپاني هوا له امله موقتاً د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نور
د کاناډا پولیسو په ټورنټو کې مېشت یو کس د داعش ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی. سيبيسي نیوز راپور ورکړی چې یاد کس «ولید خان» نومېږي او ۲۶ کلن دی. په راپور کې راغلي چې تورن کس «له داعش ډلې سره د بودجې او توکو په تامین، ترهګریزو فعالیتونو کې پر مرسته او نور
امریکایي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ پرون په سوریه کې د داعش ډلې پر لسګونو هدفونو ستر بریدونه ترسره کړي دي. د رویترز د راپور له مخې، له دغو عملیاتو مخکې تېره اونۍ په سوریه کې د داعش په یوه مشکوک برید کې امریکايي پوځیان ووژل شول. د امریکایي پوځ په وینا، نور
د راپورونو له مخې، بنګلهدېش کې د هغه ځوان د وژل کېدو په غبرګون کې لاریونونه پیل شوي او نن ملي ماتم اعلان شوی چې د شیخ حسینه د حکومت په پرځولو کې یې مهم رول لوبولی و او غوښتل یې د لنډمهالي حکومت په ټولټاکنو کې ځان نوماند کړي. د راپورونو له مخې، دغه نور
د پاکستان یوې محکمې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بيبي په یوه بله قضیه کې پر ۱۷ – ۱۷ کاله نور بند محکوم کړي دي. د عمران خان د کورنۍ وکیل رانا مدثر عمر نن (شنبه) رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «محکمې د دفاع له اورېدو پرته نور
د عراق پخوانی ولسمشر برهم صالح د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر په توګه ټاکل شوی دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عراق پخوانی ولسمشر برهم احمد صالح په نیویارک کې له یوې رقابتي پروسې وروسته نور
د امریکا د کورني امنیت وزیره وايي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپارښتنه، د امریکا د ګرینکارت لاټرۍ ګټونکو لپاره د ویزې ورکولو پروګرام ځنډول شوی دی. د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریستي نو (Kristi Noem)پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د امریکا د کډوالۍ وزارت د ګرینکارټ لاټرۍ(DV1) پروګرام په براون پوهنتون کې نور
د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې په شمالي وزیرستان کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید شوی دی. د پاکستان اج ټلوېزیون په یوه راپور کې ویلي چې نن د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کمپ برید شوی دی. سرچینې د پولیسو له قوله لیکلي نور