د جاپان لومړي وزیر خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي له لارې د نفتو د لېږد بهیر کې د روانو کړکېچونو او نښتو له امله رامنځته شوی اختلال د اسیا-اقیانوسیه پر سیمه «ډېر پراخ اغېز» کړی دی. د جاپان لومړي وزیر دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ استرالیا ته د خپل سفر پر مهال کړې نور
د راپورونو له مخې، د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت ویلي چې له دغه هېواده افغانستان ته د غلو دانو صادرات څلور برابره ډېر شوي دي. د قزاقستان د رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د ترانسپورټ وزارت ویلي چې افغانستان ته د غلو دانو صادرات د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو نور
د راپورونو له مخې، هرمز تنګي ته نږدې د امریکا پر یوې پوځي کښتۍ وروسته له هغه توغندیز برید شوی چې د ایراني ځواکونو خبرداری یې له پامه غورځولی و. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، دوه توغندي جاسک ټاپو ته نږدې سیمه کې د امریکا پر یوې لویې پوځي کښتۍ لګېدلي دي؛ نور
د راپورونو له مخې، د کینیا په مرکزي او ختیځو سیمو کې د سېلابونو راتلو او ځمکې ښویېدنې پېښو کې لږ تر لږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. الجزیزې په یوه راپور کې د کینیا د پولیسو له قوله لیکلي چې د سېلابونو راتلو او ځمکښویېدنې پېښې د دغه هېواد په ثاراکا نیتي، نور
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې هېواد یې له نن (دوشنبه) څخه په هرمز تنګي کې د ایسارو کښتیو ازادولو لپاره اقدام کوي؛ هغه کار چې د ایران له سخت غبرګون سره مخ شوی او د اوربند نقض یې بللی دی. ټرمپ ویلي چې دغه اقدام د هغو کښتیو د مرستې لپاره ترسره نور
د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د بیان د ازادۍ پر ساتنې او د سولهییزو، عادلانه او دوامداره ټولنو رامنځته کېدو لپاره د اساسي اړتیا په توګه د خبربالانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. نن (یکشنبه، د مې درېیمه) د مطبوعاتو نور
د راپورونو له مخې، د مکسیکو په نایاریټ ایالت کې د یوه ګرځندوی بس چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه بس له خالیسکو ایالت څخه د یوه تفریحي مرکز پر لور روان و چې د «اماتلان د کانیاس» ښار ته نور
د راپورونو له مخې، ایران د امریکا د نهه مادهیي وړاندیز په ځواب کې د «جګړې د بشپړې پای ته رسېدو» په تړاو ۱۴ مادهییزه طرحه وړاندې کړې ده او بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ډېر ژر به دغه طرحه وڅېړي. د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه وړاندیز د ایران نور
د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د بښنې نړۍوال سازمان ویلي چې ۲۰۲۵ د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال ثبت شوی او په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي. نن (یکشنبه، د مې درېیمه) د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده چې د ملګرو ملتونو نور
د «سپیریت» په نوم امریکايي هوايي شرکت اعلان کړی چې د تېلو د بیو د پام وړ لوړېدو له امله یې خپلې ټولې الوتنې لغوه کړې او د فعالیتونو د بندولو بهیر یې پیل کړی دی. دغه شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د وروستیو تحولاتو له امله د جټ تېلو د بیو چټک نور