د هېواد د وزن پورته کولو ملي لوبډلې لوبغاړي زبیر نظري د قطر کپ اسیایي سیالیو کې د ۲۵۰ کیلو وزن په پورته کولو سره په دغو سیالیو کې اتم مقام خپل کړ. د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، زبیر نظري د وزن پورته کولو ملي لوبډلې لوبغاړي د نور
د راپورونو له مخې، د امریکا پخوانی ولسمشر او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی، جیمي کارتر، تېره ورځ د ۱۰۰ کلونو په عمر ومړ. د راپورونو له مخې، کارتر تېره ورځ په خپل کور کې مړ شوی دی. کارټر په ۱۹۷۷ کال کې د ډيموکراټ ګوند د نوماند په توګه واک ته ورسېد او نور
د اتیوپیا هېواد ځايي مسوولین وايي چې د دغه هېواد د پلازمېنې سوېل کې په سیداما سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. ګارډین ورځپاڼې د دغه هېواد د روغتیا وزارت د مسوولینو له قوله راپور ورکړی چې د دې پېښې څلور ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او نور
د کرکټ نړۍوالې شورا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عظمتالله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو سیالیو د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند کړی دی. د کرکټ نړۍوالې شورا (آیسيسي) نن پر خپله فیسبوکپاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د څلورو نور لوبغاړو ترڅنګ یې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نور
د راپورونو له مخې، په سوېلي کوریا کې یوه مسافروړونکې الوتکه لوېدلې چې په کې لږ تر لږه ۶۲ کسان مړه شوي دي. د امریکا غږ د راپور له مخې، په دې الوتکه کې ۱۸۱ کسان سپاره وو او د ټایلند له پلازمېنې بنګکاک څخه د سوېلي کوریا د موان هوایي ډګر ته روانه وه. نور
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پاکستان د سهشنبې په ماخوستن شاوخوا نهه بجې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې د طالبانو نور
په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان ۶۰ غیرنظامي ملاتړي له دوو تر لسو کلونو په حبس محکوم کړل. د تیر ۲۰۲۳ میلادي کال په مې میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د عمران خان نیول په ټول پاکستان کې د هغه د پلویانو د نور
د هند پخوانی لومړی وزیر منموهن سېنګ د ۹۲ کلونو په عمر ومړ او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سېنګ پر مړینه خواشیني ښودلې او ویلي يې دي چې هغه د افغان ولس ملګری او متحد و. د امریکا غږ د راپور له مخې، هغه تېره ورځ په نوي ډهلي کې په نور
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد یوه باروړونکې کښتۍ د هغې ماشین کې د چاودنې له امله د مدیترانې سمندر کې ډوبه شوې ده. رویټرز اژانس د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د کښتۍ دوه کارکوونکي نادرک دي او د ۱۶ کارکوونکو په ګډون یې ۳۰ کسان نور
د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافي سیالیو مهالوېش په ډاګه شو چې له مخې به یې افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د فبروري په ۲۱مه د سوېلي افریقا له لوبډلې سره ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري نور