د اوکراین او روسیې چارواکو ویلي چې استانبول کې د سولې خبرو پر بنسټ یې د جنګي اسیرانو تبادله پیل کړې ده. د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو دویم پړاو د روانې غبرګولې میاشتې په ۱۲مه استانبول کې تر سره شو. په دغو خبرو کې هوکړه وشوه چې ناروغ او ټپي جنګي اسیران نور
د راپورونو له مخې، د اتریش په سوېل کې یوه ښوونځي کې د ډزو له امله د یوه سړي په ګډول ۹ زدهکوونکي وژل شوي او ۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي. رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه نن د اتریش په ګراتس ښار کې شوې ده. راپور کې راغلي چې د یادې پېښې قربانیانو نور
د امریکا د کالفورنیا ایالت په لاسانجلس ښار کې د غیرقانوني کډوالو پر ضد د پولیسو چاپو په غبرګون کې پیل شوي لاریونونه اوس د دې هېواد ځینو نورو ښارونو ته هم غځېدلې دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پنځه ورځې وړاندې، امریکا ته د افغانستان په ګډون د ١٢ هېوادونو د وګړو په ورتګ نور
د راپورونو له مخې، د امریکا په لاس اینجلس کې پر غیرقانوني کډوالو د پولیسو چاپو پر ضد د احتجاجونه درېیمه پرلپسې ورځ روانه ده او په دغه ښار کې د ملي ګارد ځواک ۲۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای شوي دي. د راپورونو له مخې، د غیرقانوني کډوالو پر ضد د امریکا پولیسو چاپو او توقیف کولو پر ضد د لاس اینجلس احتجاجونه په داسې حال کې روان دي، چې نن د هغه بندیز پلی کېدو لومړنۍ ورځ ده، چې ډونلډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر په لړ کې ولګاوه. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې چې د سپینې ماڼۍ په وینا د څو ورځې مخکې د یوه مصري سړي له لوري کلوراډو کې د یهودانو پر یوه غونډه د شوي برید په غبرګون کې صادر شوی، امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ننوتلو بندیز ولګاوه او همداراز یې د اوو نورو هېوادونو پر وګړو جدي محدودیتونه وضع کړل. د دغه نوي فرمان له مخې، د افغانستان، ایران، یمن، لیبیا، سودان، سومالیا، استوایی ګیني، چاد، کانګو، برما، اریتریا او هایتي هېوادونواتباعو ته امریکا ته د ننوتو اجازه نشته، پرته له دې چې دا کسان د امریکا قانوني استوګن وي یا له مخکې یې د امریکا وېزه ترلاسه کړې وي. په فرمان کې همداراز د اوو نورو هېوادونو اتباعو ته هم جدي محدودیتونه وضع شوي دي. په دې هېوادونو کې ترکمنستان، بروندي، کیوبا،لاووس، وینزویلا، توګو او سیرا لیون هم دي. د امریکا په لاس اینجلس کې پر غیرقانوني کډوالو د پولیسو چاپو پر ضد د احتجاجونه درېیمه پرلپسې ورځروانه ده او په دغه ښار کې د ملي ګارد ځواک ۲۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای شوي دي. د راپور له مخې، پولیسو احتجاج کوونکو ته د ښار له منځه د وتلو امر کړی او پولیسو د ښار مرکزي برخه اوس د غونډو لپاره غیرقانوني سیمه بللې ده. د احتجاجونو په لړ کې یو شمېر موټرونو ته اور ورته کړل شوی او په ځینو سیمو کې د چور– تالان رپوټونه هم ورکړل شوي دي. د امریکا د کالیفورنیا ایالت والي ګیوین نیوسام ولسمشر ډونلډټرمپ تورن کړی چې غواړي د هغه د هیلو پر خلاف لاس اینجلس کې د مليګارډ ځواکونه ځای پر ځای کړي او په دغه ایالت کې یې کړکېچ رامنځته کړي. Views: 11
له ایرانه د افغان کډوالو د را ایستلو لړۍ په چټکېدو سره، یو شمېر راستانه شوي هېوادوال وايي چې په دغه هېواد کې له افغانانو سره ناسم چلند کېږي او ایراني پولیس ترې د را ایستلو پر مهال اضافي پیسې اخلي. یو شمېر دغه افغان کډوال چې تازه له ایرانه را ایستل شوي او د نور
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لاسانجلس ښار کې د «غیرقانوني» کډوالو د نیولو له امله د رامنځته شوو شخړو او نښتو د کنټرول لپاره دغه ښار ته د ملي ګارډ د ۲۰۰۰ سرتېرو د استولو امر کړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو نښتو د کنټرول لپاره چې نور
د راپورونو له مخې، روسیه کې د اوکراین د ډرون بریدونو له امله په مسکو کې دوه مهم هوايي ډګرونه د لنډ مهال لپاره تړل شوي دي. رویټرز نن په یوه راپور کې د روسیې چارواکو له قوله لیکلي، نن د یکشنبې په سهار د اوکراین ډرون الوتکو مسکو په نښه کړی چې له امله یې په نور
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د دغه هېواد د موثریت څانګې له مخکیني مشر او میلیاردر ایلان ماسک سره یې اړیکه پای ته رسېدلې دي. د رویټزر د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د شنبې په ورځ ویلي چې له میلیاردر ایلان ماسک سره یې اړیکې پای ته نور
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر د لوی اختر مبارکۍ په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، په نړۍ کې میلیونونه کډوال د دې وس نه لري څو دغه اختر لکه څرنګه چې اړتیا ده، ولمانځي. د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي پر خپله نور
د راپورونو له مخې، د زامبیا پخوانی ولسمشر ایدګار لونګو د ۶۸ کلونو په عمر ومړ. رویټرز راپور ورکړی چې نوموړی پرون (پنجشنبه) سهار د سویلي افریقا په پلازمېنه پېتوریا کې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و او هلته یې ساه ورکړې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، لونګو د افریقايي هېواد نور