د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په جون میاشت کې له ایرانه څه باندې ۱۶۰ زره افغان کډوال د هرات د اسلامکلا بندر له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په افغانستان کې د یونیسف مشر تاجالدین اویوالي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په روانه جون میاشت کې له ایرانه نور
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. جیو نیوز ټلوېزیون په یوه راپور کې لیکلي چې د پاکستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولینو پرون ویلي چې په تېرو څو ورځو کې نور
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی احمدولي هوتک له خپلې وروستۍ بریا وروسته نن بېرته هېواد ته راستون شو. هوتک د جون په ۲۷مه، له اوږدې وقفې وروسته، د بلاروس په یوه نړۍوال سازمان کې له داغستاني سیال سره لوبه وکړه او د پیاوړې مبارزې په ترڅ کې یې نوموړي ته ماته ورکړه. احمدولي هوتک نور
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ افغانستان ته له ایرانه د افغان کډوالو له بېسارې راستنېدو خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي څو هغوی ته د رسېدنې لپاره مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) پرون مازدیګر (یکشنبه) د یوه راپور په خپرولو ویلي چې پراخه راستنېدنه کولای نور
لوګر کې سیمهییز مسوولین وایي چې وروستیو سېلابونو د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغې، برهکيبرک او ازرې ولسوالیو کې د استوګنې شاوخوا ۲۵۰کورونه نړولي او د درېیو ماشومانو په ګډون یې پنځو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. د لوګر د والي ویاند صدیقاحمد صدیقي پژواک ته وویل، وروستیو سېلابونو په دغه ولایت کې ۵۰ نور
د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار واحدالله نژند د خپل تاجکستاني سیال فریدونشاه نظروف پر وړاندې بریا ترلاسه کړه. یاده سیالي پرون (شنبه) د المان په هامبورګ ښار په اوکتاګون سازمان کې ترسره شوه او نژند وکولای شول چې په دویم رونډ کې د سبمېشن حرکت له لارې خپل سیال ته ماته ورکړي. په دې نور
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کاناډا سره د سوداګرۍ خبرې ناڅاپه ودرولې، وروسته له هغې چې کاناډا پرېکړه وکړه چې د امریکایي د ټکنالوژۍ شرکتونونو په ډیجیټل خدمتونو مالیه پلي کړي. د رویټرز راپور راپور له مخې، ټرمپ دا مالیه “یوه ښکاره برید” وبلله او اعلان یې وکړ چې د راتلونکې اونۍ په ترڅ نور
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه موټر د چاودنې له امله ۱۳ پوځیان وژل شوي او د لسو سرتېرو په ګډون ۲۴نور کسان ټپیان دي. د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه چاودنه د شمالي وزیرستان په «میرلي» سیمه کې شوې ده. راپور کې نور
د میدانوردګو ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو راتلو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي. د میدانوردګو ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سېلابونه تېره شپه په سیداباد، نرخ، چک او دایمیرداد ولسوالیو کې راغلي دي. نور
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت د اسلامکلا بندر له لارې له ایرانه څه باندې ۶۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د هرات مقام مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پرون (پنجشنبه) څه باندې ۳۰۰۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه دغه ولایت نور