د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۱۰مه، د انګلستان په برمنګهم ښار کې د ملي مرکې لومړنۍ غونډه ترسره شوه. په دې مرکه کې له برمينګهم او د برتانيې له نورو ښارونو څخه تر پنځوسو زيات د افغانانو ملي، سياسي، علمي او ټولنيزو شخصيتونو، د ټولنو او بنسټونو مشرانو او استازو ګډون کړی وو. دا نور
پاکستاني چارواکي وايي، تېره شپه بلوچستان کې ناپېژانده وسلهوالو له دوو مسافروړونکو موټرو نهه مسافر تښتولي او وژلي یې دي. ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې یاده پېښه د ژوب او لورالایي ولسوالیو ترمنځ په سور دګي سیمه کې شوې او دغه دوه مسافروړونکي بسونه د پنجاب په لور روان وو. د ژوب د ولسوال مرستیال نور
د راپورونو له مخې، امریکا اوکراین ته د ځینو وسلو لېږد بیا پیل کړی او په د غو وسلو کې د توپونو مرمۍ او «GMLRS» هدایت کېدونکي راکټونه شامل دي. دوو امریکايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ دغه موضوع رویټرز خبري اژانس ته تایید کړې ده. رویټرز لیکلي چې د تېرې اونۍ د وسلو د نور
د راپورونو له مخې، د امریکا په ټګزاس ایالت کې د سېلابونو له امله د مړه شوو شمېر ۱۰۹ کسانو ته رسېدلی دی. د متحده ایالتونو د ټګزاس ایالت په مرکز او یو شمېر نورو سیمو کې د تېرې جمعې په ورځ ناڅاپي سېلابونه راغلل او یو شمېر کورونه یې یووړل. رویټرز په یوه راپور کې ویلي، نور
له پاکستانه کندهار ته راستانه شوي یو شمېر کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي خو مسوولین وایي، هڅه کوي څو د راستنو شوو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي. د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له سپټمبره راهیسې شاوخوا درې ميليون افغان کډوال افغانستان ته راغلي چې ډېر یې نور
یوناما ویلي، د دوحې کاري ډلو د ناستو بحثونه چې د ۲۶ هېوادونو او ملګرو ملتونو استازو، د سرپرست حکومت چارواکو او نړۍوالو بنسټونو په ګډون ترسره شول، د خصوصي سکټور پر ملاتړ، د ښځو پر رول، له نشهيي توکو سره پر مبارزې او د افغانستان پر نړۍوالو ژمنو متمرکز وو. په افغانستان کې د نور
د کرکټ نړۍوالې شورا مشر، د افغانستان کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې یو شمېر مخکښو لوبغاړو د افغان نړۍوال لوبڅار بسمالله جان شینواري پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د کرکټ نړۍ لپاره یې یوه ضایعه بللې ده. ۴۱ کلن بسماللهجان شینواری پرون د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او نن له غرمې نور
د امریکا متحده ایالتونو په فلاډلفیا ښار کې د ډزو یوه پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي. اسوشیټېډ پرېس نن په یوه راپور کې ویلي چې پرون د دوشنبې په ورځ د فلاډلفیا ښار په سوېل کې د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي او لس نور نور
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسامبلې د افغانستان په تړاو د یوه پرېکړهلیک په تصویبولو بشري حقونو ته پر درناوي، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د نړۍوالو قوانینو پر رعایتولو ټینګار کړی دی. د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي چې د یاد سازمان عمومي اسامبلې تېره ورځ له افغانستانه د دوامدار ملاتړ لپاره نور
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په روان اوړي کې په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه کسان خوراکي مرستو ته اړتیا لري خو دغه بنسټ یوازې له یو میلیون کسانو سره مرسته کولای شي. د خوړو نړۍوال پروګرام نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، سږ کال په اوړي کې دغه پروګرام له یو میلیون کسانو سره خوراکي نور