د م.م سیاسي استازولۍ په افغانستان کې د امر بالمعروف وزارت پر کړنو نیوکه کړې او په افغانستان کې یې د بشري حقونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. تېره ورځ د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت پر ځینو کړنو نیوکه کړې نور
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټسال ملي لوبډله د دوه دوستانه لوبو ترسره کولو په موخه مراکش ته لاړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون پرون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د مراکش د فوټسال لوبډلې پر وړاندې د دوه دوستانه لوبو ترسره کولو په موخه دغه هېواد ته نور
د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو محمداشرف غني او حامد کرزي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي ګیلهمن وزیر برید غندلی دی. د راپورونو له مخې، وړمه ورځ ماښام مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یوه پېژندل شوي غړي ګیلهمن وزیر د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد په اېف-۱۷ سیمه کې د ناپېژاندو کسانو لخوا د چړو برید وشو نور
د اوکراین په پلازمېنه کیېف کې چارواکي وايي، پر دغه هېواد د روسیې راکټي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې پرون (دوشنبه) په کیېف کې یو روغتون او د اوکراین نور ښارونه په نښه کړي چې د ملکي وکړو وژل کېدو لامل شوي نور
د هند په شمالختیځ اسام ایالت کې د سېلابونو راتلو له امله د قربانیانو شمېر ۵۸ کسانو ته رسېدلی دی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند په شمالختیځ اسام ایالت کې د سختو وروښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې ډېر زیانونه یې اړولي دي. د اسام ایالت چارواکو د زرګونو کورونو تخیله نور
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي چې په تېرو شاوخوا دوهنیمو کلونو کې ۱۰ میلیونه سیمکارتونه په قانوني ډول ثبت او راجستر شوي دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي نن وویل، د سرپرست حکومت له راتګ وروسته چې یوه ستونزه موجوده وه، هغه په بازارونو، کوڅو او د سړکونو پر نور
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې په متحده عربي اماراتو کې یې مېشتو افغانانو ته د برېښنایي تذکرو د وېش څانګه پرانیستله. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې ادارې په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه پرون شنبه د (۱۶ چنګاښ) نور
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي سبا (دوشنبه) په یوه دوه ورځني سفر روسیې ته ځي. اسوشیټېد پرېس راپور ورکړی چې مودي به په دغه سفر کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتن سره وویني. روسیه له سړې جګړې راهیسې له هند سره پیاوړې اړیکې لري او د مسکو لپاره د یوه مهم سوداګریز شریک په توګه نور
د هند د ګجرات ایالت په سورات ښار کې د یوې شپږ پوړيزې ودانې نړېدو له امله اووه کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون (شنبه) له غرمې وروسته د هند په لوېدیځ کې شوې ده. ورته مهال، د یاد ایالت د پولیسو یوه چارواکي نور
د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له مخکې، مسعود پزشکیان د ولسمشرۍ څوارلسمې دورې ټاکنو په دویم پړاو کې تر ټولو ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره د دغه هېود ولسمشر وټاکل شو. ایراني رسنیو د یاد هېواد د ټاکنو کمېسیون له قوله نن سهار (شنبه) راپور ورکړی چې مسعود پزشکیان د ۱۶ نور