د راپورونو له مخې، ایران ویلي چې امریکا د دې هېواد د هغو کنګل شویو شتمنیو له ازادولو سره موافقه کړې چې په قطر او نورو بهرنیو بانکونو کې ساتل کېږي؛ خو امریکا دا ادعا رد کړې ده.
د ایران یو لوړپوړی پلاوی د دغه هېواد د پارلمان د رئیس محمدباقر قالیباف په مشري نن سهار د امریکا سره د خبرو لپاره اسلاماباد ته رسېدلی او د امریکا پلاوی هم د مرستیال ولسمشر جيډي ونس په مشرۍ د اسلاماباد پر لور روان دی.
رویټرز خبري اژانس نن (شنبه) د یوه لوړپوړي ایراني سرچینې له قوله راپور ورکړی چې امریکا د ایران د کنګل شویو شتمنیو له ازادولو سره موافقه کړې ده.
د راپور له مخې، دغه سرچینه—چې نه یې غوښتل نوم یې افشا شي—دا اقدام د اسلاماباد په کوربهتوب د روانو مذاکراتو د جدي والي نښه بولي.
سرچینې ویلي چې دا د هغو غوښتنو له ډلې وه چې ایران یې له امریکایي لوري سره شریکې کړې وې او تهران د شتمنیو د ازادېدو لپاره د امریکا موافقه ترلاسه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د ایران د شتمنیو ازادول په مستقیم ډول د هرمز تنګي د خوندي تېرېدو له تضمین سره تړاو لري.
د رویټرز د راپور له مخې، یادې سرچینې د هغو شتمنیو اندازه نه ده څرګنده کړې چې واشنګټن یې د ازادولو سره موافقه کړې ده.
له بلې خوا، یوې بلې ایراني سرچینې رویټرز ته ویلي چې امریکا موافقه کړې چې د ایران شاوخوا شپږ میلیارده ډالر کنګل شوې شتمني، چې په قطر کې ساتل کېږي، ازاده کړي.
په همدې حال کې، یو لوړپوړی امریکایي چارواکي—چې نوم یې نه دی اخیستل شوی—سيبياېس نیوز ته ویلي چې دا ادعا ناسمه ده.
هغه ویلي: «ایالات متحده د ایران د هېڅ کنګل شوې شتمنۍ له ازادولو سره موافقه نه ده کړې.»
د قطر د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې د راپورونو له مخې، دغه شپږ میلیارده ډالر په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا له لوري کنګل شوي وو او ټاکل شوې وه چې په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا او ایران ترمنځ د بندیانو د تبادلې د یوې برخې په توګه ازاد شي؛ خو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل وروسته، د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې له خوا بېرته کنګل شول.
Views: 1