د کورنیو چارو وزارت وايي، نن ماسپښین د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري پر ملکي وګړو د ډزو په پایله کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي او په تړاو یې یو شکمن کس نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، پژواک ته ویلي چې دا برید د موټرسایکل سپرو ناپېژاندو وسلهوالو له لوري د هرات د انجیل ولسوالۍ د قبرزون کلي ته نږدې، د یو تفریحي ځای ترڅنګ پر ځایي اوسېدونکو ترسره شوی؛ هغه ځای چې خلک عموماً د جمعې په ورځو کې هلته راټولېږي.
هغه زیاته کړه: «لومړني معلومات ښيي چې ۷ تنه شهیدان شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.»
قانع وايي چې دا معلومات لومړني دي او نور جزییات به وروسته خپاره شي. هغه همداراز وویل چې د دې پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.
د هرات د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د «سید محمد آقا» د زیارت په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو سمدستي اقدام کړی، یو شکمن یې نیولی او د نورو عاملانو د پېژندنې او نیولو هڅې روانې دي.
همداراز ویل شوي چې د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار او یو شمېر نورو چارواکو د هرات حوزوي روغتون ته تللي او له نږدې یې د ټپیانو وضعیت ارزولی دی.
Views: 1