د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان او پاکستان د چین په ارومچي ښار کې د سولې خبرو پر مهال هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ پای ته رسولو لپاره د یوه هر اړخیز حل موندلو په موخه هڅې وکړي.
رویټرز د دغه مطلب په خپرولو لیکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په یوه خبري ناسته کې ویلي، دواړو هېوادونو په دغو لیدنو کې هوکړه کړې چې له هغو اقداماتو به ډډه کوي چې وضعیت لا پسې کړکېچن یا پېچلی کوي.
هغې زیاته کړې چې چین به له دواړو هېوادونو سره خپلې اړیکې دوامداره وساتي او د خبرو د دوام لپاره به زمینه برابره کړي.
چین ټینګار کړی چې په دغه بهیر کې د اسانتیا برابروونکي رول لوبوي او هڅه کوي د خبرو اترو له لارې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.
د راپور له مخې، دا خبرې د وری له ۱۲مې نېټې راهیسې د افغان او پاکستاني استازو ترمنځ د چین په ارومچي ښار کې پیل شوې دي.
Views: 10