سرچینې وايي، ټاکل شوې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ نن د چین په اورمچي ښار کې خبرې اترې وشي؛ د همدې لپاره د طالبانو یو پنځهکسیز پلاوی چین ته سفر کوي.
یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل چې دغه خبرې د چین په منګړيتوب د دغه هېواد په اورمچي ښار کې ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو پنځهکسیز پلاوی چې د بهرنيو چارو وزارت استازي محبالله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارفالله، د دفاع وزارت استازی روحالله عمر او د استخباراتو لوی ریاست استازی یحی تکل په کې شامل دي، به تر راتلونکو دوو ساعتونو د چین پر لور وخوځېږي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له څه مودې راهیسې د افغانستان د حریم په نقضولو سره توپچي او هوايي بریدونه کوي او غبرګون کې یې افغان ځواکونو هم په غچاخیستونکو بریدونو لاس پورې کړی دی.
د پاکستان په یادو بریدونو کې ګڼ شمېر ملکیان شهیدان او ټپیان شوي چې تر ټولو خونړی یې په کابل کې د معتادینو درملنې پر یوه روغتون برید و چې له امله یې تر درملنې لاندې څه باندې ۴۰۰ کسان شهیدان او شاوخوا۲۵۰ نور ټپیان شول.
افغانستان او پاکستان د اختر په شپو ورځو کې اوربند اعلان کړ خو پاکستان دغه اوربند څو ځلې مات کړ.
د یادونې ده، د افغان او پاکستان لورو ترمنځ مخکې هم په ترکیه او سعودي کې مذاکرات شوي خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.
Views: 6