د بشري حقونو نړۍوال بنسټ په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې پر ملکي سیمو د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې دغه بریدونه دې سمدستي ودرېږي او د ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو له لوري دې وڅېړل شي.
پرون ماښام د کونړ په مرکز اسعداباد کې د پاکستان پوځي رژیم برید کې یو ملکي وګړی شهید او ۱۷ نور کسان چې ماشومان هم په کې شامل وو، ټپیان شول.
له دې مخکې هم د پاکستان پوځي رژیم د هوايي بریدونو له امله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. د دغو بریدونو تر ټولو خونړۍ پېښه په کابل کې د روږدو درملنې پر یوه مرکز برید و چې له امله یې له ۴۰۰ ډېر کسان شهیدان او له ۲۵۰ ډېر نور ټپیان شول.
په همدې حال کې، د بشري حقونو نړۍوال بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې، په ځانګړي ډول په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو ملکي سیمې په نښه کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو ځواکونو «په مستقیم ډول ملکي وګړي او د هغوی کورونه» په نښه کړي او له امله یې تر اوسه لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
دغه بنسټ زیاتوي چې د درنو وسلو کارول د دې لامل شوي چې ګڼې کورنۍ خپل کورونه پرېږدي او له همدې امله په سیمه کې د یوه بشري ناورین رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د اعلامیې له مخې، پر استوګنیزو سیمو بېهدفه یا ړانده بریدونه چې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي، ښکاره جنګي جنایت بلل کېږي.
یاد بنسټ له ملګرو ملتونو او بشري حقونو له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې دغه سرغړونې وڅېړي او د مسؤولینو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «بشردوستانه سازمانونه باید هغو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي چې د جګړې له امله بېځایه شوې دي یا د هغوی غړي ټپیان شوي دي.»
د بشري حقونو نړۍوال بنسټ همدارنګه ویلي چې د جګړو پر مهال باید د بېګناه خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د ژوند خونديتوب ته پاملرنه وشي.
یاد بنسټ ټینګار کړی چې د انساني کرامت ساتنه او د بشري حقونو اصولو ته ژمنتیا په هر ډول شرایطو کې اړینه ده.
Views: 13