غزني کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یوه زاړه ماین چاودنې له امله څلورو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د خوګیاڼو ولسوالۍ په عليخانخېلو کلي شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټبیان شوي دي.
خو د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار نن سهار پژواک ته وویل چې په دې پېښه کې ټپي شوو دوو ماشومانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
امنیې قوماندانۍ له خلکو غوښتي چې ناچاوده توکو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
Views: 10