د قطر د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد تر واک لاندې سمندر کې د یوې چورلکې له لوېدو وروسته، د لټون او ژغورنې عملیات پیل شوي دي.
ګلفنیوز د قطر د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې دغه چورلکه د یوه عادي ماموریت پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او په سمندر کې لوېدلې ده.
د راپور له مخې، د قطر د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې ځانګړو ډلو د دغې چورلکې د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د چمتو ځواکونو ترمنځ همغږي په دوامداره توګه روانه ده، څو د ټاکل شوو سیمو په کچه د لټون عملیات په هر اړخیز ډول ترسره شي.
Views: 7