د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د سوډان د دارفور په سیمه کې پر یوه روغتون د برید له امله لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې دا برید د جمعې په ماښام د ختیځ دارفور ایالت د مرکز، الضعین ښار په «الضعین» ښوونیز روغتون ترسره شوی دی.
د هغه په وینا، په قربانیانو کې څو ناروغان، دوه ښځینه نرسانې او یو نارینه ډاکټر هم شامل دي.
هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې ۸۹ نور کسان، چې اته روغتیايي کارکوونکي هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه برید د روغتون د ماشومانو، نسایي ولادي او عاجلو څانګو ته زیان اړولی او د دې لامل شوی چې روغتون له فعالیت پاتې شي او په ښار کې بنسټیز روغتیايي خدمات ودرېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي چې له دې پېښې سره، د سوډان د جګړې پر مهال پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو ټول قربانیان له ۲ زرو څخه اوښتي دي.
د هغه په وینا، په نږدې درې کلنه جګړه کې د سوډان د پوځ او د «چټک ملاتړ ځواکونو» (RSF) ترمنځ، دې سازمان په ۲۱۳ بریدونو کې د ۲۰۳۶ کسانو وژل کېدل ثبت کړي دي.
هغه ټینګار کړی چې په سوډان کې باید تاوتریخوالی کم شي او له ملکي وګړو، روغتیايي کارکوونکو او مرستندویانو څخه ساتنه وشي.
تر اوسه نه ده څرګنده چې دا برید د کوم لوري له خوا ترسره شوی دی.
Views: 1