د امریکا د خزانې وزارت د نړیوال انرژۍ بازار د فشار د کمولو لپاره د ایران هغه نفتو د پلور لپاره ۳۰ ورځنۍ معافیت ورکړی چې اوس مهال د سمندر له لارې ترانزیت کې دي؛ دا اقدام د سیمهییزو ترینګلتیاوو له امله د نفتو او ګازو د بیو د بېساري لوړېدو وروسته شوی دی.
دا په تېرو شاوخوا دوو اوونیو کې د امریکا له خوا درېیم موقتي تحریمي معافیت دی. له دې وړاندې هم واشنګټن د روسیې پر نفتو محدودیتونه کم کړي وو.
د راپور له مخې، د جمعې په ورځ د امریکا د خزانې وزارت په وېبسایټ کې خپور شوی عمومي جواز څرګندوي چې هغه د ایران خام نفت او نفتې محصولات چې د مارچ له ۲۰ څخه تر اپرېل ۱۹ پورې پر کښتیو بار شوي، د پلور اجازه لري.
د ګارډین د راپور پر بنسټ، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي چې دا اقدام هغه وخت شوی چې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د ترینګلتیاوو له امله د انرژۍ پر عرضه فشار زیات شوی دی.
بېسنټ په ایکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «د دې موجود موقتي عرضې د ازادولو له لارې، متحده ایالات به ژر تر ژره شاوخوا ۱۴۰ میلیونه بېرله نفت نړیوالو بازارونو ته داخل کړي او د عرضې پر موقتي فشارونو به مرسته وکړي.»
خو ځینې شنونکي د دې پرېکړې د پایلو په اړه اندېښنه څرګندوي.
د «بلکسټون کامپلاینس سرویسز» شرکت ډیویډ ټاننباوم بيبيسي ته ویلي: «په اصل کې، دا اقدام کولی شي ایران ته اجازه ورکړي چې د نفتو له پلور څخه د جګړې د تمویل لپاره ګټه واخلي.»
بل لور ته، د امریکا د خزانې وزیر ټینګار کړی چې دا جواز «موقتي او محدود» دی او یوازې هغه نفت پکې شامل دي چې مخکې لا د انتقال په حال کې دي، او د نوي پېر یا تولید اجازه نه ورکوي.
هغه زیاته کړې چې ایران به په سختۍ سره د دې پلور له عوایدو ګټه واخلي او امریکا به د دې هېواد پر وړاندې د اعظمي فشار پالیسي دوامداره وساتي.
Views: 1