د راپورونو له مخې، د ناټو پوځي ائتلاف اعلان کړی چې خپل ټول ځواکونه یې له عراقه ایستلي او اروپا ته یې لېږدولي دي.
د بيبيسي د راپور له مخې، ناټو خپل ټول هغه ځواکونه چې په عراق کې په ماموریت بوخت وو، د امنیتي وضعیت او د کړکېچ د زیاتېدو له امله له دغه هېواده ایستلي او اروپا ته یې لېږدولي دي.
د ناټو د خبرپاڼې له مخې، دا غیرمحاربوي ماموریت به د ایټالیا په ناپل ښار کې د دې سازمان له مرکزه تر سره کیږي.
په اروپا کې د ناټو ځواکونو لوړپوړي قومندان الکسوس ګرینکویچ له عراق او متحدینو څخه د دې لپاره مننه کړې چې د خوندي وتلو په بهیر کې یې ورسره مرسته کړې ده.
نوموړي ویلي: «زه غواړم د عراق له جمهوریت او ټولو هغو متحدینو څخه مننه وکړم چې د ناټو د کارکوونکو په خوندي لېږد کې یې مرسته کړې ده.»
دغه ائتلاف ټینګار کړی چې په عراق کې د خپل ماموریت په چوکاټ کې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ته سلا او مشوره ورکوي؛ خو په جګړهییزو عملیاتو کې برخه نه اخلي.
Views: 15