ایران اعلان کړی چې جاپاني بېړۍ کولی شي د هرمز له تنګي تېرې شي او دا تنګی په بشپړه توګه نه دی تړل شوی، بلکې یوازې د هغو هېوادونو لپاره تړل شوی چې پر ایران یې بریدونه کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له کیودو خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: «زموږ له نظره دا تنګی پرانیستی دی؛ خو د هغو هېوادونو د بېړیو لپاره تړل شوی چې زموږ پر وړاندې یې پوځي اقدام کړی. نور هېوادونه کولی شي له دې لارې تېر شي.»
عراقچي ویلي چې ایران چمتو دی د جاپان په څېر هېوادونو ته د خوندي تېرېدو لار برابره کړي او دغه هېوادونه کولی شي د همغږۍ لپاره له تهران سره اړیکه ونیسي.
په داسې حال کې چې جاپان خپل له ۹۰ سلنې ډېر خام نفت له منځني ختیځه ترلاسه کوي او دې لارې ته ډېر اړتیا لري، دا تنګی د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران د فبرورۍ د ۲۸مې نېټې له بریدونو وروسته عملاً له سختو محدودیتونو سره مخ شوی دی.
د جګړې په لومړیو ورځو کې د ایران سپاه پاسداران خبرداری ورکړی و چې هره تېرېدونکې بېړۍ به هدف وګرځوي؛ خو په وروستیو ورځو کې د ایران دریځ نرم شوی او ویلي یې دي چې یوازې د “دښمنو هېوادونو” بېړیو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
د راپورونو له مخې، د ځینې هېوادونه لکه چین او هند بیړۍ په وروستیو ورځو کې د ایران په همغږۍ له دې تنګي تېرې شوي او تمه کېږي چې جاپان هم په دې ډله هېوادونو کې شامل شي.
دغه راز ویل شوي چې ځینې بېړۍ د ایران ساحل ته نږدې لاره د «خوندي دهلېز» په توګه کاروي او ایران د بېړیو د ارزونې او ثبت لپاره یو منظم سیستم رامنځته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادونو لکه جاپان، فرانسې، جرمني، ایټالیا، هالند او بریتانیا د دې تنګي د خوندي تېرېدو غوښتنه کړې او له ایران سره یې په دې اړه خبرې کړې دي.
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې د فارس خلیج له عمان سمندر او هند سمندر سره نښلوي. د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه خام نفت له دې حیاتي لارې تېرېږي او هر ډول ګډوډي پکې کولای شي د نړۍ د انرژۍ بازارونه اغېزمن کړي.
Views: 9