د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد د رسنیو د ازادۍ د وضعیت راپور خپور کړ. یاد راپور چې په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونو پر بنسټ چمتو شوی ښيي، چې د طالبانو واکمنې ادارې پر رسنیو کنټرول زیات کړی او د ځپنې او سانسور بهیر په بېساري ډول چټک شوی دی.
په دې راپور کې، چې نن د کب په ۲۷مه د « د خبریال ملي ورځې» په مناسبت خپور شو، راغلي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۴۰۴ کال کې د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونې او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۲۰۷ پېښې ثبت کړي، چې پکې د دوه کسانو وژل کېدل، د یو کس ټپي کېدل او د ۲۱ خبریالانو د نیولو په ګډون، ۱۸۳ د ګواښ پېښې شاملې دي.
د ګواښ د نورو څرګندو مواردو څخه یو یې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز پراختیا ده. د دې راپور پر بنسټ، په ۱۴۰۳ کال کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو او د واکمنې ادارې له مسؤلینو سره پر ویډیويي مرکو بندیز یوازې په اووه ولایتونو کې پلي شوی وو، خو په ۱۴۰۴ کال کې کې یاد شمېره ۱۸ نورو ولایتونو ته پراخ شټ. په ۱۴۰۴ کال کې لږ تر لږه ۲۱ سیمهییز ټلویزیونونه د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله تړل شوي یا راډیو ته اووښتي دي. سربېره پر دې، په یاده موده کې اته رسنۍ او د خبریالي بنسټونه د واکمنې ادارې د رسنیزې پالیسۍ د نه مراعتولو په تور د فعالیت درولو ته اړ شوي او د لږ تر لږه ۱۰ خبریالي او رسنیزو بنسټونو جوازونه لغو شوي دي.
په ۱۴۰۴ کال کې د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونې پېښې د ۱۴۰۳ کال په پرتله څه باندې ۲۰٪ زیاتوالی ښیي. په ۱۴۰۳ کال کې د ۵۰ خبریالانو د نیولو او ۱۲۲ د ګواښ پېښو په ګډون ۱۷۲ پېښې ثبت شوې وې.
د دې راپور له مخې، په تیرو ۱۲ میاشتو کې د واکمنې ادارې فشارونو پر رسنیو د سانسور او خفقان زیاتوالي ته لار هواره کړې ده. د بندي شویو خبریالانو د جبري اعترافونو خپرول، ښځینه خبریالانو ته د لوړپوړو چارواکو په خبري غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکول او یا په ژوندۍ بڼه کنفرانسونو کې د ښځینه خبریالانو د غږ سانسور، د وېرې او اختناق دودولو او سخت جنسي تبعیض له څرګندو بېلګو څخه دي، چې تر دې دمه یې په هېواد کې ساری نه درلود.
په ۱۴۰۴ کال کې یاد محدودیتونه په داسې حال کې زیات شوي، چې د اعلانونو خپرولو، ملاتړ لرونکو پروګرامونو او نړیوالو مرستو له لارې د رسنیو لږ مالي سرچینې هم له شدید کمښت سره مخ شوي دي. یاد وضعیت رسنۍ اړ کړي، چې د پروګرامونو او کارکوونکو په کمولو سره سخت سپمايي تګلارې پلي کړي. په ولایتي کوچنیو رسنیو د دې وضعیت اغېز خورا دروند وو، تر دې حده چې ځینې یې وقفوي کار کوي یا یوازې کله چې تجارتي اعلان یا پروژه ترلاسه کړي، بیاځلي په فعالیت پیل کوي.
سربېره پر دې، واکمنې ادارې د رسمي او غیر رسمي جوړښتونو په کارولو سره، دولتي او ځان پورې تړلې رسنۍ د تبلیغاتو او پروپاګندا په وسایلو بدلې کړې دي. واکمن چارواکي د خپلواکو او ازادو رسنیو د ځپنې او د معلوماتو د سخت محدودولو له لارې، د «یوغږیز» سیاست او د یو اړخیزو، له مخالف غږ پرته او د خپلواکو خبریالانو او رسنیو د بدنامولو پر وړاندې د روایتونو د پلي کولو او دودولو په برخه کې ښکاره او پټ پېچلي جوړښتونه مدیریت کوي، یاد بهیر د خپلواکو رسنو او د بیان د ازادۍ د بېساري کمزوري کېدو لامل شوی او ګڼ خبریالان د هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ د ځپنې او سانسور پر زیاتوالي ژوره اندېښنه څرګندوي، د ټولنې پر روغتیا او راتلونکي د دې وضعیت د احتمالي اغیزو په اړه خبرداری ورکوي او له واکمنې ادارې څخه غواړي، چې د اوسني وضعیت په درک سره د خبریالانو او رسنیو د بنسټیزو حقونو او ازادیو درناوی وکړي، څو هغوی وشي کولای له وېرې او اختناق پرته چاپیریال کې کار وکړي.
Views: 3