د افغانستان یو شمېر سیاستوال او ورزشکاران په کابل کې د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان پوځي رژیم هوايي برید په کلکه غندي او غوښتنه کوي چې دغه برید باید په نړۍواله کچه وغندل شي.
د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند د روږدو درملنې پر مرکز هوايي برید ترسره کړ.
د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې په دغه برید کې ۴۰۰ کسان شهیدان او له ۲۵۰ ډېر نور ټپیان شوي، خو د مرګژوبلې ډېرېدو احتمال هم شته.
د دغه مرګوني برید په اړه غبرګونونه
پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف د دغو بریدونو غبرګون کې ویلي: «بېرحمه دښمن یو ځل بیا په کابل کې د معتادینو درملنې پر یوه مرکز وحشیانه بمبار کړی چې له امله یې یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.»
نوموړي زیاته کړې چې دغه کارونه په بشپړه توګه د «صهیونیستي رژیم» د هغو کړنو په څېر دي چې د غزې د خلکو پر وړاندې ترسره کېږي او باید په نړۍواله کچه وغندل شي.
د تېر حکومت د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپله فېسبوکپاڼه د پیغام په خپرولو سره دغه برید غندلی او لیکلي یې دي چې دغه بریدونه د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره په بشپړ ډول په ټکر کې دي، د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض بلل کېږي او هیڅ ډول توجیه نه لري.
هغه زیاته کړې: «موږ باور لرو چې د دې ډول ستونزو یوازېنۍ حللاره خبرې اترې او له ډیپلوماټیکو لارو چارو ګټه اخیستل دي.»
د تېر حکومت د ملي امنیت رییس رحمتالله نبیل هم د دغو بریدونو غبرګون کې ویلي چې پر کابل د پاکستان بمبار او د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې د ملکي وګړو وژل او ټپي کېدل «هغه داغ دی چې هیڅکله به د افغانستان د خلکو له حافظې پاک نه شي.»
هغه زیاته کړې چې د ناروغانو او بېدفاع کسانو په نښه کول نه «امنیتي عملیات» بلل کېدای شي او نه هم «د تروریزم پر وړاندې مبارزه»؛ بلکې دا د انسانانو د ژوند پر وړاندې ښکاره بېپروایي او د بشري اصولو څرګند نقض دی.
نبیل ټینګار کړی چې هیڅ هېواد د ملکي وګړو په وژلو سره امنیت ته نه شي رسېدای او دا ډول کړنې یوازې کرکه، بېباوري او بېثباتي زیاتوي.
هغه یادونه کړې چې نړۍواله ټولنه باید د داسې یوې فاجعې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي؛ ځکه «د انسانانو ژوند د سیاسي لوبو وسیله نه ده.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق هم یاد بریدونه ظالمانه او د نه منلو وړ بللي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د روغتونونو او ملکي وګړو په نښه کول د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض دی او ښايي جنګي جرم وبلل شي.
هغه ټینګار کړی: «موږ دغه برید په کلکه غندو، د خپلواکو او شفافو څېړنو غوښتنه کوو او غواړو چې دا ډول سرغړونې او د ملکي وګړو په نښه کول ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»
د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر هم دغه بریدونه «وحشیانه» بللي او ویلي یې دي چې دا د نړۍوالو منل شوو اصولو ښکاره نقض دی.
هغه ویلي: «د یوناما دفتر مکلف دی چې په دې اړه بېطرفه څېړنې وکړي او پایلې یې په شفاف ډول اعلان کړي.»
د پخواني حکومت د چارو ادارې رییس فضلمحمود فضلي ویلي: «حقیقت دا دی چې پاکستان هېڅکله د پاکستاني طالبانو د تحریک پر وړاندې په خپلو تر کنټرول لاندې سیمو کې اقدام نه دی کړی، نو څنګه به په افغانستان کې دا کار وکړي؟.»
هغه زیاتوي: «د پاکستان دوامدار، ناقانونه، بزدلانه او وحشیانه هوايي بریدونه پر افغانستان هیڅکله د تحریک طالبان پاکستان پر ضد نه وو او نه دي؛ بلکې موخه یې د سیمې، په ځانګړي ډول د افغانستان، بېثباته کول دي څو د خپلو بادارانو په ګټه خپله ستراتیژیکه واکمني وساتي.»
هغه زیاته کړې: «خو اوس چې د پاکستان باداران د فارس خلیج له بحران سره مخ دي، دا بېپروا او خطرناکه لوبه به په منځمهاله موده کې پاکستان ته دروند لګښت ولري. افغانستان که څه هم لسیزې سختۍ زغملې دي، خو تر څو چې نړۍ وي، افغانستان به د یوه ملت په توګه پاتې وي؛ خو دا حقیقت د پاکستان په اړه صدق نه کوي.»
د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار ضیاءالحق امرخېل هم دغه بریدونه غندلي او له یوناما یې غوښتي چې دا پېښه مستنده کړي او نړۍ ته یې ورسوي.
د پخواني حکومت د مالیې وزیر محمدعمر زاخېلوال هم د پاکستان هوايي بریدونه یو وحشیانه عمل او د افغانستان د ملي حاکمیت او نړۍوالو منل شوو قوانینو ښکاره نقض بللی دی.
هغه وایي: «دا ډول کرکجن او تاوتریخجن تېری نه یوازې دا چې د پاکستان پر وړاندې شته امنیتي ګواښونه نه کموي، بلکې برعکس د ناامنۍ او تاوتریخوالي زیاتېدو ناوړه پایلې به ولري.»
له بلې خوا، د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان هم ویلي: «په کابل کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې وروستي راپورونه ډېر خواشینوونکي دي.»
هغه زیاته کړې چې د ملکي وګړو کورونه، تعلیمي مرکزونه یا روغتیايي بنسټونه په نښه کول – که قصداً وي یا په تېروتنه – جنګي جرم دی او د انسانانو ژوند ته نه پاملرنه، په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کې، خورا اندېښمنوونکې ده.
هغه له ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو سازمانونو غوښتنه کړې چې دا پېښه په بشپړه توګه وڅېړي او عاملین یې حساب ورکوونکي کړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي عیسیخېل هم ویلي چې هغه ځوانان چې د درملنې لپاره تللي وو، د پاکستان د پوځي رژیم په بمبار کې شهیدان شول.
همدارنګه د کرکټ بل لوبغاړي نوینالحق د پاکستان د تېرې شپې برید د اسرائیل له هغو بریدونو سره پرتله کړی چې پر غزه ترسره کېږي.
هغه زیاته کړې: «دا سخته ده چې د اسرائیل او د پاکستان د رژیم ترمنځ توپیر وشي.»
Views: 1