د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو له امله ۱۲ روغتیايي کارکوونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د جمعې په ورځ ناوخته د لبنان د برج قلاویه د لومړنیو روغتیايي پاملرنو پر مرکز د برید په پایله کې ۱۲ ډاکټرانو، یوه روغتيايي کارکوونکي او يوې نرسې ژوند له لاسه وړکړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې دا پېښه په منځني ختیځ کې د مخ پر خرابېدونکي کړکېچ یو ډېر خواشینوونکی بدلون ښيي.
په همدې حال کې الجزیرې راپور ورکړی چې دا برید اسراییلو کړی دی.
د راپور له مخې، د لبنان د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې پر دغه مرکز د اسراییلو برید غندلی دی.
یاد وزارت ټینګار کړی چې د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له ټولو اصولو سره په ټکر کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییل له حزبالله لبنان سره په جګړه کې پر دغه هېواد پراخ بریدونه پیل کړي چې له امله یې د راپورونو له مخې تر اوسه له ۷۷۰ ډېر کسانو ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه زره نور له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
Views: 1