د ماشومانو د ژغورنې بنسټ ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د افغانستان په ختیځ کې شاوخوا ۶۸ زره ماشومان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې بنسټ «سېف د چیلډرن» په یوه تازه راپور کې ویلي، دغهراز د دغه بنسټ فعالیتونو کې د ګډوډېدو له امله شاوخوا ۱۳۴ زره کسان اغېزمن شوي چې په دغو فعالیتونو کې د روغتیا، تغذیې، د ماشومانو د ساتنې او زدهکړو پروګرامونه شامل دي.
سرچینې زیاته کړې: «د سلګونو ټولګیو او موقتي درسي مرکزونو بندېدو له امله، له ۸ زره ډېر هغه ماشومان چې دغه بنسټ او شریکانو یې ملاتړ کاوه، اوس مهال ښوونځیو ته نه شي تللی.»
د ماشومانو د ژغورنې بنسټ ویلي، ماشومان بېړني خوندیتوب او رواني – ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري او دوی اړ شوي چې د ماشومانو د پاملرنې برخې ځیني مرکزونه د لنډمهاله لپاره وتړي.
په راپور کې راغلي، د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې لږ تر لږه ۵۶ کسان شهیدان شوي او له ۱۲۰ څخه زیات ټپیان شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
راپور کاږي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو یو یې د خوړو مرستې ته اړتیا لري او د خوړو د وېش پروګرامونو بندېدو له امله شاوخوا ۱۶۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.
یادې ادارې لیکلي، د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) اړ شوی چې په اغېزمنو سیمو کې خپل فعالیتونه وځنډوي.
د پاکستان پوځي رژیم د تېرې یکشنبې په شپه (د کب دویمه) د افغانستان حریم نقض کړ، په ننګرهار او پکتیکا کې یې پر ملکي سیمو بریدونه وکړل او دغه بریدونه لا هم دوام لري. افغان ځواکونو هم د کب له اتمې راهیسې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي. چارواکي وایي، په دغو بریدونو کې پاکستاني لوري ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
Views: 12