د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا لهخوا د ایران د یوې جنګي بېړۍ د ډوبېدو په غبرګون کې ویلي چې متحده ایالاتو د «دِنا» په نوم د بېړۍ په ډوبولو سره «یو جنایت» کړی او «سخت به پښېمانه شي».
د امریکا یوې اوبتل (سبمرین) د سریلانکا په سوېلي ساحلونو کې د ایران یوه جنګي بېړۍ ډوبه کړې ده. د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسِت ویلي: «یوې امریکايي اوبتل د ایران هغه جنګي بېړۍ ډوبه کړه چې فکر یې کاوه په نړیوالو اوبو کې خوندي ده.»
د سریلانکا د ګالې بندري ښار د یوه روغتون چارواکو ویلي چې پوځي ژغورونکو ۸۷ جسدونه روغتون ته لېږدولي دي.
سریلانکايي چارواکو اعلان کړی چې ۳۲ نور کسان ژغورل شوي او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د راپورونو له مخې، د بېړۍ له شاوخوا ۱۸۰ سپرلیو څخه نږدې ۶۰ تنه لا هم ورک ګڼل کېږي.
د سریلانکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دغه جنګي بېړۍ د IRIS Dena په نوم پېژندلې او ویلي یې دي چې دا بېړۍ د هند له ختیځ بندر څخه ایران ته د ستنېدو په حال کې وه.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په اېکس پاڼه کې لیکلي: «متحده ایالاتو د ایران له ساحلونو شاوخوا ۲۰۰۰ مایله لرې په سمندر کې یو ناوړه جنایت کړی دی.»
هغه زیاته کړې چې دغه بېړۍ په نړیوالو اوبو کې پرته له کوم خبرداري په نښه شوې ده.
عراقچي ټینګار کړی: «زما خبرې په یاد ولرئ؛ متحده ایالات به د دې کار له امله سخت پښېمانه شي.»
د یادونې ده چې د راپورونو له مخې، دغه ایراني بېړۍ د فبرورۍ له ۱۸مې تر ۲۵مې پورې د بنګال په خلیج کې په هغه سمندري تمرین کې برخه اخیستې وه چې د هند لهخوا تنظیم شوی و.
Views: 1