د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو تاوتریخوالو له دوام اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه وضعیت به د افغان راستنېدونکو شرایط لا پسې کړکېچن کړي.
آیاوام په یوه راپور کې لیکلي چې د دواړو لورو ترمنځ د فرضي کرښې (ډیورند) په اوږدو کې روانې پوځي نښتې د ملکي تلفاتو، د حیاتي بنسټونو د زیانمنېدو او د ختیځ او سوېل ختیځ افغانستان په کچه د نږدې ۶۶ زره کسانو د بېځایه کېدو لامل شوې دي.
سازمان ویلي، دغه بدلونونه د لا ډېر بېځایه کېدو خطر، د راستنېدو بهیر چټکتیا او په هغو ټولنو کې د زیانمنېدنې کچې زیاتوالی رامنځته کوي چې له مخکې د منابعو د کمښت او فشار لاندې دي.
د آیاوام په وینا: «هر ډول اضافي بېځایه کېدل چې د جګړې له امله رامنځته شي، یا هم په لویه کچه ناڅاپي راستنېدل، پر ځایي خدمتونو، سرحدي بنسټونو او کوربه ټولنو سخت فشار راوړي او د ځوابویلو هغه وړتیا چې له مخکې محدوده ده، لا نوره هم کمزورې کوي.»
آیاوام همداراز تایید کړې چې د دې سازمان لږ تر لږه د ننگرهار ولایت د ترانزیټ له مرکزونو څخه یو یې د وروستیو نښتو پر مهال د پام وړ جانبي زیانونه لیدلي دي.
د سازمان په خبره، د تاوتریخوالي زیاتوالی د بېځایه کېدو، شړلو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د ناڅاپي راستنېدو خطر لوړوي او پر سرحدي ولایتونو او بشري مرستندویه سیستمونو لا ډېر فشار راولي.
په راپور کې ټینګار شوی چې د ملکي وګړو، د بشري مرستو د کارکوونکو او اړوندو تاسیساتو خوندیتوب باید تل په پام کې ونیول شي.
Views: 1