د راپورونو له مخې، برېتانیا افغانانو ته د کاري ویزو صادرولو لړۍ دروي او د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د وګړو لپاره یې تحصیلي ویزې ځنډولي دي
ټلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پرېکړه پرون د برېتانیا د حکومت د کورنیو چارو وزارت له خوا اعلان شوې ده.
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د محصلینو د پناهغوښتنې غوښتنلیکونه له پنځه برابره ډېر شوي دي.
د راپور له مخې، دغه اقدام د هغو کسانو له لوري د پناهغوښتنې زیاتېدو د مخنیوي په موخه شوی چې له غیرقانوني لارو دغه هېواد ته داخلېږي.
په راپور کې لیکل شوي چې اوس مهال د کار ویزې لرونکو افغانانو د پناهغوښتنې شمېر د صادر شوو ویزو له شمېر څخه هم زیات شوی دی.
د برېتانیا حکومت ویلي چې دغه بدلونونه به د مارچ له ۲۶مې نېټې پلي شي او د پناهغوښتنې د سیسټم له تثبیت وروسته به نوې «خوندي او قانوني لارې» رامنځته شي.
Views: 1